په ناروې کې د افغان سفارت له خوا د خپلواکۍ ۹۸ کلیزه ونمانځل شوه

0 2,076

دعوت میدیا ۲۴:   د اګست په ۲۱مه په ناروې کې د افغانستان سفارت د یو لړ ځانګړو مراسمو به ترڅ کې د خپلواکۍ ۹۸ کلیزه ونمانځله. د خپلواکۍ د کلیزې دا پرتمینه غونډه د اوسلو په خورا مشهور رستورانت ایکبرګ رستورانت په یو ښکلی سالون کې نېول شوې وه. غونډه په سیمه ایز وخت د ماسپيښین له دریو بجو د مازیګر تر اوو بجو وه چې په ناروې کې یو زیات شمیر د بهرنیو هېوادونو استازو، د ناروې د حکومت او مدني ټولنو استازو او یو زیات شمیر افغانانو برخه اخیستې وه.

غونډه د خپل ټاکلي وخت نه په لږ ځنډ د افغانستان د ملي سرود په اورولو پیل شوه او په څنګ کې یې د کوربه هېواد ناروې ملي سرودهم وغږول شو.

 له دې وروسته په ناروې کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سفیرې او ځانګړې استازې میرمن شکریه بارکزۍ لنډه وینا وکړه. میرمن بارکزي د خپلواکۍ د اتل او ځوان پاچا غازي امان الله د ارمانونو او خوبونو یادونه وکړه او د هغه ارمانونه یې لا تراوسه ژوندي او د وخت ضرورت وباله. چې ولسونه سوکاله ژوند ولری، او د ژوندانه ټول بنیادي ضرورتونه یې پوره وی.

ځوان پاچا او ملکې ثریا د یو بسیا هېواد ارمان درلود چیرته چې ټول نر او ښخو ته د پوهنې دروازې خلاصې وي، خلک ډاکټر او روغتون ته لاسرسی ولری، افغانستان یو پرمختللی هېواد او د پردیو د هر ډول احتیاج څخه خلاص وی. دغه ارمان اوس هم شته او ژوندی دی.

میرمن بارکزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې افغانان به هیڅکله د هغو خلکو مرستې له یاده ونه باسي څوک چې د افغانستان سره بشري او انساني مرستې کوي او دغه مرستې د افغان ولس د ستونزو او کړاونو د کمولو له پاره ارزښتمنې دی. افغانان هغه څوک چې ورسره شوې نیکي هیڅکله له یاده نه باسي.

میرمن بارکزي افغانانو او راغلو میلمنو ته د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي وویله او له راغلو میلمنو او خپلو افغانانو څخه یې مننه وکړه چې دا پرتمینه غونډه یې په خپل راتګ لاښکلې کړې ده.

Vidar Helgesen

د ناروې د حکومت په استازیتوب د چاپیریال ساتنې وزیر ویدار هلګیسن Vidar Helgesen خبرې وکړې او د خبرو په پیل کې یې وویل چې زه له ځوانۍ د افغانستان سره بلد او د اتیایمو لیسیزو کې به مې په افغانستان کې د ښونځیو له پاره بسپنې راټولولې. ده زیاته کړه چې افغانستان ته تللی او افغان مشران یې له نږدې لیدلی او هم یې په ناروې کې د افغان مشرانو سره خبرې کړي دی. دغه وزیر په خپلو خبرو کې څو ځایه افغان جمهوررئیس ښاغلی اشرف غنی خورا عالم او پوه انسان یاد کړ چې وبه کړای شی افغانستان ته  د سترو خدمتونو جوګه شي.

نارویژي وزیر د افغانستان سره د خپلو هېواد په دوستۍ ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې ناروې به تل د افغانستان په څنګ کې ولاړه وي او د هیڅ ډول بشري او انساني مرستو څخه به ډډه ونه کړي.

په پای کې وزیر افغان سفیر میرمن بارکزۍ او راغلو افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ مبارکي وویله.

ورپسې د افغان ځوانانو او پیغلو له خوا د افغاني کالیو ننداره مخکې شوه او ورپسې دغو پیغلو او ځوانانو ډیر ښکلی اتڼ وړاندې کړ چې د برخه والو په چکچکو بدرګه شو.

له اټن وروسته د غونډې برخه وال ډوډۍ خوړلو ته راوبلل شول د ډوډۍ خوړلو وروسته د چای او ژوندي موزیک او کیک پریکولو برخه وه – په پای کې غونډه په ټاکلی وخت پای ته ورسیده.

 

یو ځل بیا مو د خپلواکۍ جشن مبارک

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply