د واورو په وطن کې د اور ۹۱ غرونه پیدا شوي

0 1,347

که د انټرټیکا په اړه مو لوستې وي، په دې به خبر ياست چې په دې لویه وچه کې د واورو له کبله ژوندي پاتې کېدل ناممکن دي، خو پوهېږئ په همدې براعظم کې تازه ۹۱ اور غورځوونکي غرونه کشف شوي.

څېړونکي وايي، دا ۹۱ غرونه په هغو ۱۳۸ کې شامل نه دي چې دوی ته یې په اړه له وړاندې مالومات ول، بلکې د یوې څېړنې په پایله کې موندل شوي ده.
څېړونکیو چې له دې سیمې یې لیدنه کړې، په خپل راپور کې ویلي، دا سیمه دومره یخه ده چې هر څه په‌کې یخک دي، خو کله چې اور غورځوونکي غرونه اور شيندي، لمبې ترې پورته کېږي، مګر کله چې تر ځمکې رسي، تر لږ وخت وروسته اور مړ شي.

اوس څېړونکي وايي، له دې غرونو څخه یوه وېره دا ده چې شاید هلته شته یخکونه ویلي کړي او ارام ارام د ځمکې دا تر ټولو یخه سیمه خپل جوړښت له لاسه ورکړي.
څېړونکي وايي، د نړۍ پر مخ د تودوخې له زیاتېدو سره دا وېره نوره زیاتېږي چې شاید دا یخکونه په اوبو بدل شي او هوا نوره هم ګرمه شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply