د فیس بوک روږدو ناروغانو مهمې نښې

0 1,403
راټولونکی: کامران ملک

د نوي تحقيق سره سم اوسمهال ۳۵۰ ميليونه انسانان کوم چې فيس بوک استعمالوي د فیس بوک روږدي ناروغی یا (Facebook Addictive Syndrome (FAD درلودونکي دي.

هغه وګړي چې د لاندې خصوصياتو څخه ۲/۳ ولري د دې مريضۍ ښکار دي:

۱. تحمل (Tolerance):

د دی نښې درلودنکي د فیس بوک استعمالونکي اکثره ناخوښ برخورد کوي، زیات وخت په فیس کې تیروي او ددې لاری خپل تسکین او خوشالي ترلاسه کول غواړي، دا عادت کیداۍ شي دوی ته په اینده کې ډیر زیانمن تمام شي.

۲. په شاتللو یا بیرته اخستلو نښې:

دا نښه د فیس بوک هغه استعمالونکو کې په سترګو کیږي چې د روزانه کارونو له امله د څه وخت لپاره د فیس بوک له استعمال څخه محروم پاتی کیږي نو لدې امله په یاد شخص کې لاندې نښې لیدل کیږي: تشویش، زړه تنګي، هر ځای کې د فیس بوک په هکله بحثونه کول او دده په نه موجودیت کې به په فیس بوک کې څه نشر شوي وي.

۳. په اجتماعي او عادي او ژوند کې چټک تغیرات:

دا نښه په هغه خلکو کې لیدل کیږي چې د فیس بوک د استعمال له امله خپل کورنۍ، دوستانو او خپلوانو سره ناسته، تفریح او یا ورزش کولو کې چټک کمښت راولي او د خپل کورنۍ سره د ناستې پرځای په فیس بوک کې یو څه لیکي، دوستانو سره د لیدلو پرځای په فیس بوک کې چاسره چیټ کوي، د تفریح او ورزش پرځای چاسره فیس بوک کال کوي. ترټولو خطرناکه خبره دا ده چې داسې وخت به هم د یادو نښو درلودونکو خلکو باندې راشي چې په فیس بوک کې د مصروفیت له امله به د خپلی کورنۍ د مبایل زنګونو ته هم ځواب ورنکړي.

۴. د مجازي تاریخونو ټاکل:

یاد اشخاص ددی پرځای چې د خپلې کورنۍ یا دوستانو سره په چکر لاړ شي او هغوی سره په حقیقی ناستې ولري، دوی بیا هڅه کوي چې دا کار هم د فیس بوک له لارې وکړي او فکر کوي چې مجازي ناستې د حقیقي ناستو ځای نیولاۍ شي.

۵. جعلي ملګري:

د یاد خلکو د فیس بوک له ۱۰ ملګرو څخه ۸ جعلي وي او دوی یې درست پیژنی هم نه، که تاسې سره هم همداسې کیږي نو پوه شئ چې د فیس بوک روږدي ناروغي لرۍ.

۶. بشپړ روږدي توب:

کله چې دوی د نوي خلکو سره مخ شي نو هغوی ته وایی چې په فیس بوک به سره خبری کو، په دوۍ کې بیا ډیر افراط کونکي یې بیا وایی چې په فیس بوک کې به سره وګورو. دوی که د خپل فیس پرمخ یو لایک، کمنټ او یا ددوستۍ درخواست ترلاسه کړي نو ډير ورته خوشالیږي او که په کوم پوسټ یې کم لایکونه یا کمنټونه راشي نو ډير ورته خفه کیږي حتی که ښه پوسټ هم وي نو ځني یې له فیس بوک لری کوي. کله چې یو پوسټ وکړي نو د هغې لایکونه په تکراري توګه چیک کوي ترڅووګوري یې چا یې پوسټ خوښ کړی.دغه خلک حتی د خوب نه مخکې تر بیده کیدلو پورې په فیس بوک کې مصروفه وي او چې کله له خوبه راویښ شي ترټولو لمړۍ کار یې د خپل فیس بوک چیک کول دي. ځني یې بیا د ژوند په مهمو چارو کې هم په فیس بوک بوخت وي لکه د خلکو سره د ناستې او ډوډۍ خوړلو پرمهال، د موټر چلولو او په عامه لاره د تللو پرمهال او داسې نور.

زیاتره خلک پدې اند دي چې فیس بوک پداسې شکل سره طرحه شوې چې کیداۍ شي له امله یې زیات خلک ددی ناروغۍ ښکار شي او په فیس بوک خپل زیات وخت مصرفولو ترڅنګ خپل اجتماعي او کورني روابط هم ددی د استعمال له امله زیانمن کړي.

ددې ناروغۍ د ختمولو لپاره باید مهم تدابیر ونیول شي.

ترټولو خطرناکه خبره خو دا ده چې زموږ نني ځوانان هم خپل زیات وخت په همدې شیانو تیروي، همیشه انلاین وي او د نورو خلکو اکونټونو ته ورداخلیږي او د هغوی پروفایل انځورونه ګوري او په شخصي چیټونو او فیس بوک زنګونو خپل زیات وخت ضایع کوي.

اوس سوال دا دی چې پدې هکله باید موږ څه وکړو، د یادونې وړ ده چې ددی مشکل لری کول کول اسانه کار ندی ځکه چې د نړۍ په کچه زیات خلک پدې ناروغۍ اخته دي. ددی مشکل په هکله تر ټولو لمړی هر شخص خپله مسؤلیت لري ترڅو په خپل ژوند کې توازان رامنځته کړي او په هیڅ کار کې دومره وخت مصرف نکړي چې دده اجتماعي، کورنی، تعلیمي او د ژوند نوری چارې او اړخونه یې زیانمن کړي.

ددی ترڅنګ د کورنۍ مشران مسؤلیت لري ترڅو خپل ماشومان او ځوانان ترڅارنې لاندی ونیسي او د فیس بوک او انترنیت د زیات استعمال له اضرارو یې د خبرولو ترڅنګ له هغه مبایل، کمپیوتر، ای پیډ او نورو وسایلو لری وساتي چې د یادو اسبابو استعمال پکې په اسانه توګه ممکن وي.زموږ حکومت او سیاسیون ددی پرځای چې په قصدي توګه په میلیونونه افغانۍ په اجتماعي شبکو د خپل ځانو لپاره د کمپاین پرځای په عامه منفعت، انکشافي پروژو، خلکو ته د وظیفو په پیدا کولو او د غریبو لاسنیوي کې مصرف کړي او داسې تدابیر ونیسي چې د فیس بوک او اجتماعي رسنیو د زیات استعمال مخه پکښې ونیول شي او ټولنه مو له هر راز افراط او تفریط څخه پاکه پاتی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply