نوې ستراتيژي او په پاکستان کې جوړه شوې غوغا / خوشحال آصفي

0 746

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه؛ وروسره جوخت يې په اړوند په پاکستان کې غوغا راپورته کړه. په دغې ستراتيژي کې پاکستان ته اخطار ورکړل شوی امریکا نور په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځايونو پر وړاندې غلې نه شي کېناستلی. ټرمپ ويلي چې امريکا په ميلياردونو ډالره د پاکستان په واک کې ورکړي خو نوموړي هيواد په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه جوړ کړي دي. دغې ستراتيژۍ اوس په پاکستاني حکومتي چارواکو او سياسيونو زلزله راوستې ده. اوس ترې لار ورکه ده چې څه وکړي څو پر دوی د امريکا له لوري وارد  شوي فشار مخنيوی وکړي.

حکومت يې د امريکا انتقادونو ته په لومړي ځواب کې له افغانستان سره د ښو اړيکو درلودلو ټينګار او په دغه هيواد کې د سولې له بهيره ملاتړ کړی دی. د پوځ لوی درستیز يې جاوید باجوه ويلي چې له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې او دغه راز د سولې د خبرو لپاره بايد د کابل او اسلام اباد تر منځ د باور فضا رامنځته شي. باجوه ويلي چې په لاهور او کابل کې د خلکو په وژنه یو ډول دردېږي او دواړو هېوادونه باید نور د یوه او بل د ملامتولو لوبه پای ته ورسوي. پاکستان په دغه دول څرګندونو غواړي يو ځل بيا افغان دولت او امریکا دوکه کړي چې ګويا پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې صادق دی خو دا افغانستان دی چې ورسره همکاري نه کوي.

د حکومتي مقاماتو تر څنګ يې له هغو مذهبي مشرانو او سياسي ګوندونو هم لاره ورکه کړې چې د پوځ او استخباراتو په مستقيمه لارښوونه فعاليت کوي او افغانستان او سيمه کې خلک ترهګرۍ ته رابولي. تيره ورځ د پاکستان د دفاع شورا په نامه د مذهبي سياسي ګوندونو د اتحاد مشر او د طالبانو معنوي پلار، مولانا سميع الحق، پر پاکستان د امريکا د انتقادونو او اخطار په غبرګون کې ويلي چې د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي. ده په ورته مهال ټينګار کړی چې په افغانستان کې به جګړو ته دوام ورکوي.

سميع الحق د خيبر پښتونخوا په اکوړه سيمه کې یوه ديني مدرسه لري چې په کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون، په سلګونو افغان طالبانو زده کړې کړې دي او له همدې کبله سميع الحق ته د طالبانو معنوي پلار ويل کيږي. دی د پاکستان د دفاع شورا د مذهبي ګوندونو په نوم د اتحاد مشر دی. په دغې شورا کې کابو څلویښت افراطي مذهبي ډلې شاملې دي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمنې دي. دغو ډلو له کلونو راهيسې په افغانستان کې د جګړې لپاره ترهګر روزلي او د مالي ملاتړ لپاره يې ورته چندې راټولې کړي دي.

پاکستان د خپل هيواد لپاره له خپل پوځه دومره ګټه نه ده اخيستې لکه څومره چې يې له دغو افراطي مذهبي ډلو پورته کړې ده. همدوی د افغانستان د جهاد دورې پر مهال د افغان جهادي ټيکه دارانو سره لاس يو کړ او د افغانستان ملي شتمنۍ يې چور، د پوځ الوتکې يې قاچاق او تاريخي ارزښتونه يې ويجاړ کړل. همدا اوس هم په افغانستان کې جنګېدونکي وسله وال طالبان د مولانا سميع الحق، ملا فضلو او نورو افراطي ملايانو په لارښوونه او د آی ايس آی له ملاتړه برخمن دي.

د افغانستان اړوند د امریکا د نوې ستراتيژۍ په غبرګون کې د مولانا سميع الحق وروستۍ څرګندونې چې ويلي دي د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي او دوی به په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکوي؛ هم د دې ښکارندويې کوي چې طالبان د دوی عسکر دي او د دوی په خوښه او امر افغان وژنه ترسره کوي. باور مو دی چې د مولانا سميع الحق وروستۍ څرګندونې هم د آی ايس آی په لارښوونه ترسره شوي. ځکه په نوې ستراتيژۍ کې پر پاکستان ډير زيات فشار راوړل شوی دی او اوس يې پوځ او ټول حکومت وارخطا دی چې څنګه کولی شي له يو ځل بيا افغان حکومت او امريکا ته په سترګو کې شګې وشيندي او ځان ترې وژغوري.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply