جاويد قمر باجوه : امريکا دې مرسته نه راسره کوي، ولې اعتماد ته يې اړتيا لرو

0 1,030

لیکوال: سيد حسين پاچا

جاويد قمر باجوه :

امريکا دې مرسته نه راسره کوي، ولې اعتماد ته يې اړتيا لرو

مولانا سميع الحق: زمونږ خلک په افغانستان کې جنګيږي

پوځي مشرتابه يې يو څه او ملايان يې بل څه وايی

د حقاني ډلې هغه ساتونکی آی ايس آی ته سپارلی وو او آی ايس آی دغه ساتونکی شکنجه کړی وو. د دې پرځای چې ورنه وپوښتي چې ولې مو يو امريکايي ژورنالېست چې د مرکې لپاره مو غوښتی وو يرغمل کړ. له هغې نه يې وپوښتل چې ايا دغه امريکايي ستا کورنۍ ته پيسې ورکړې وې؟ او تا د حقاني ډله له دغو پيسو نه بې برخې کړه.

 

نوټ :

د دفاع پاکستان کونسل مشر او د اکوړي د مشهورې مدرسې حقانيه مشر مولانا سميع الحق اصلي ريښتينې څېره په دغه لاندې پاراګراف کې ښه ترا څرګنديږي :

مرحوم مولانا عبدالحق يو دوکاندار ته چې البته په سپينو جامو او لنګوټۍ کې به يې له دوکان څخه غلا کړې وه او هغه بيا مولانا صاحب ته شکايت کړی وو چې دغسې ستا يو طالب راغلی وو او زما له دوکانه يې غلا وکړه. ما ورته څه ونه ويل، ما ويل ځه د مولانا صاحب د مدرسې طالب دی او بيا به يې تاسې ته ياده کړم. مولانا عبدالحق ورته وويل چې کوم يو دی؟ ته يې پېژنې؟ هغه وويل ((نه)). دوی ټولو سپينې کپړې ((جامې/کالي)) اغوستي او ټولو سپينې لنګوټۍ وهلي، زه خو يې اوس نه پېژنم. مولانا (رح) ورته په ځواب کې وويل چې ته يې نه پېژنې، نو زه به څه وکړم او کوم يو به راونيسم؟ ورته يې وويل : ((زما طالب غل نه دی، خو البته کوم غل د طالب په جامه کې مدرسې ته راننوتی او د طالبانو رنګه مې بدوي))

کاشکې چې نن ژوندی وای او خپله يې ليدلی وای چې زوی يې مولانا سميع الحق په افغانوژنه او افغانستان ورانونه کې د پنجابي ښکېلاک په استخباراتي لومه کې ښکېل شوی. غل خو به د سړی مال يوسي، خو مولانا صاحب د افغانانو په وينه تويونه او د هېواد په ورانونه کې يې ښکېل شوی دی.

د مرحوم مولوي خالص د ((پوچ کارتوس)) شعر پر استناد چې هغه خو له سيافه زړه خوړلی وو، خو له بده مرغه چې د دواړو يعنې مرحوم مولانا عبدالحق او مرحوم مولوي خالص له خپلو جيبونو خپل زامن د تورې بوړې محاذی او د حقانيه بنسټګر ډېر بېخونده او پوچ کارتوس وختل.

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appreaed in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force

 

کله چې مشر لالا ((امريکا + ناټو)) د سلالې پوسته پر هوايي ګوزار وويشته، نو پوځ، څارګرو ادارو او ملکي حکومت يې سملاسي امريکا ونآټو ته د خپل زور ښوولو لپاره د ناټو د کاروانونو پر مخ وتړله او په ورته وخت کې يې پر خپلو روزل شويو سياسي ملايانو باندې سملاسي ګوتې ووهلې او د ((دفاع پاکستان)) په نوم يو کونسل يې ورته جوړ کړ او مولانا صاحب د پوځ، څارګرو ادارو او د هغه وخت د ملکي حکومت پر نغوته او لمسونه يې وويل : ((موږ اوس په خلکو کې د جهاد جذبه راپورته کوو)). زموږ د لرې پښتونخوا نوموتی ديني عالم وبنسټګر مولانا سميع الحق که هر څومره ځان پر صابون پرېمينځي نه پاکيږي.

 

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز (تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

 

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

 

قاضي حسين احمد بيا د امريکا سفير ته ويلي وو :

((زه ستاسی ملګری يم. ستاسې پر ضد زموږ څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دي)).

 

مولانا سميع الحق اوس وايی :

((د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي)).

د مولانا سميع الحق سره جهادي مشر فضل الرحمان خليل او د پخواني پوځي مشر ضياء الحق ځوی اعجازالحق هم ملګري دي. ښاغلی خليل وايي دا ممکنه نه ده چې ((پاکستان د حقاني ډلې په ضد کوم ګام پورته کړي)). هغه وايي امريکا په سيمه کې امن نه غواړي.

 

ارواښاد پروفيسور عبدالرسول به ما ته ويل :

و پاچا! ته دا ((…..)) نه پېژنې. زه يې له تا ډېر ښه پېژنم. ما هغه وخت نه باوروله، خو هغه په رښتينې وو او هغه د ځوانۍ له هاغه وخته په درسته مانا پېژنده چې کله د پېښور په اسلاميه کالج کې د محصلينو د اتحاديې مشر وو. د نوموړي ټولې سوانح ورته روښانه وې. روستم شاه مهمند، لطيف اپرېدی، عبدالله جان خليل ((د آی ايس آی چپه خوټه)) او داسې نور د هغه وخت ټولګيوال او همعصره ول.

مشوره :

زما مشوره مولانا صاحب ته دا ده چې زموږ له جهاد مهاده تېر شه. که مشر لالا ((امريکا)) دې ونه بښي، نو الله تعالی به دې هم ونه بښي. دا ځکه چې دوکه ((فرېب و چل ول)) له مسلمان خو لا څه ان چې له مطلقې غيرمسلم سره هم ناروا دی، نو دا راته ووايه چې زموږ په دغه جهادي لوبه کې مو څومره دوکه ((چل و فرېب)) له امريکا سره کړی دی؟ د الله تعالی نېکبخته ښاغلی John Whitaker “Jack” Straw لا دلته ژوندی دی.

دوکه مار پخوانی پوځي ديکتاتور مشرف بيا تازه ويلي وو ((د پاکستان پوځ د افغانستان په جګړه کې ګټه ونه کړه)).

 

مولوي عبدالسلام ضعيف :

پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته به يې بل څه ويل.

 

د سي آی ای دېرش کلن تجربه ناک چارواکی بروس رېډل :

ما ولسمشر اوباما ته وويل چې پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي.

BBC Tow: Secret Pakistan

http://www.bbc.co.uk/programmes/b016n0js

http://www.bbc.co.uk/programmes/b016ltpv

 

د ښاغلي ريډل په باور د پاکستان ISI د لوبې اصلي لوبغاړی وو. ښاغلي ريډل وايی :

The ISI is a professional intelligence agency. People don’t know…

آی ايس آی يوه مسلکي استخباراتي اداره ده. داسې څه نه ده چې د پوځ د مشر له اجازې پرته دا کسان ځي د هېوادونو په سفارتونو کې چاودنې کوي او يا ترهګرو ته ټوپکې او پيسې ورکوي. دغه نظر چې ګواکې آی ايس آی دې يو خپلسرې اداره وي فقط افسانه ده.

بروس ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکې کړې او ورته يې وويل : پاکستان د کلونو راهيسې له مونږ سره دوه ګونې لوبه کړې او ښايي چې دغې کړنې ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې ښاغلي ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکولې، يو بل امريکايي وګړی د داسې پېښې شاهد وو چې د طالبانو او پاکستان ترمينځ د اړيکو څرګندونه يې کوله. پيتر روب د نيويارک ټايمز خبريال د کابل په سويل کې د طالبانو له يو قوماندان سره د مرکې لپاره وخت اخېستی وو. او هلته د تلو پر مهال طالبانو يرغمل کړ.

 

د برتانيا پخوانی سفير شيراد کوپرکول :

څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

 

د پاکستان مشهور ژورناليست حامد خو په خپله مرکه کې وايی چې تاسې درېواړه ((بيت الله محسود، مولانا فضل الرحمان او مولانا سميع الحق)) د لعل جومات د حملې پر شپه د پارلمانۍ ودانۍ ته مخامخ په جي بلاک کې ول. حق الله تعالی راڅرګندوي، ولو که د چا ښه نه ايسي. دا ښه شوه چې ثابته شوه چې ستاسې خلک په افغانستان کې جنګيږي. طالب وحقانيان نور له افغانيته خلاص شول. ولې کشمير له هندو نه شې ګټلای چې خلک مو افغانستان کې جنګيږي؟ که دلته امريکايان دي، نو هلته هم هندوان دي، نو ولې هغه جهاد اولی نه شو که څنګه؟ دا چې ښاغلی ټرمپ وايی چې امريکا په ميلياردونه ډالر پاکستان ته ورکړل، بلکې هغه يې د طالبانو، حقاني او نورو ترهګرو ډلو په روزنه کې ولګول چې په افغانستان کې موږ او زموږ متحدين ناټو او افغان ځواکونه وژني، نو ولې له دې حقيقته انکار کوې؟

 

تاسې و خدای او خپل ايمان دې چې پنجاب دا څلوېښت کاله زموږ وينه څښي. خلک مو راوژني، هېواد مو ورانوي او تاسې وفضل الرحمان دواړه چې دوو برتانوي لوړپوړو چارواکو ولمسولې او په نصاب کې مو د امريکا د ډاډمنتيا لپاره د جهاد اياتونه شامل کړل او قاضي حسين احمد بيا د امريکا سفير ته هغسې چاپلوسي کوي او تاسې اوس بيا له روسانو نه پيسې او وسلې اخېستل روا بولئ، نو بيا دې بد کول چې د انګرېز په لمسونه مو د جهاد نارې وهلې او د جهاد اياتونه مو د غولونې په پار په خپل نصاب کې شامل کړل او نن دې بيا فتوی څه وايی؟

 

دا اسلامي ارزښتونه دومره سپک شول چې ستا غوندې د نظاميانو او څارګرې ادارې په چوپړ کې دې ترې اوس ناوړه ګټه پورته کوي؟

 

دويم دا چې تاسې دا د نفاق تعريف څنګه کوئ؟

که له نفاقه منکر ياست؟

که منکر ياست، نو بيا دا د نفاق اياتونو په باره کې څه واياست؟

 

مولوي صاحب دا نر ته وې چې د افغانانو قاتل او د افغانستان د تباهۍ او وېرانۍ نظامي تيورېسن حميدګل به تا د دستار فضيلت مراسمو ته راوړلو؟ ته څه فکر کوې چې موږ افغانان ستاسې پر وزن او ظرفيت نه پوهېدلو؟ بې ايمانو او بېغيرتو له يو لورې اعتماد غواړۍ او له بل لورې بيا ګواښنې کوئ. د حقاني شبکې ته دا دومره لګښتونه چا ورکول او څوک يې اوس ورکوي؟

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

مولانا سميع الحق: زمونږ خلک په افغانستان کې جنګيږي

https://www.pashtovoa.com/a/pakistani-religious-council-head-molana-samee-ulhaq-says-their-people-are-fighting-in-afghnaistan–/4000645.html

جنرال باجوه: د امريکا مالي مرستې نه، باور مو پکار دی

https://www.pashtovoa.com/a/pakistan-army-cheof-rejects–trump-claims/3998032.html

د ټرمپ تګلارې پرسر د پاکستاني بهرنيوچارو وزير او پخواني سفير لفظي شخړه

http://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-41030582

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply