تر دې وړاندې هم په ګڼو مواردو کې ولسي مخور او سپينروبي له طالبانو د برمته شويو کسانو په را خلاصولو توانېدلي، ان چې حکومت هم کله کله قومي مشرانو ته د عسکرو او پوليسو په خوشې کولو کې مراجعه کړې، تر دې چې بهرني اتباع چې غوړه مړۍ يا د سرو زرو مرغۍ ګڼل کېږي، د همدغو مشرانو په هلو ځلو او منځګړيتوب را خوشې شوي دي.
حکومت په قسم او قران دا خبره کړې چې د خارجي برمته شويو اتباعو په خوشې کولو کې يې چا ته ټنګه، غيران نه دی ورکړی، بلکې د ولسي مخورو د مرستې او جرګې په مټ يې د دوی د ازادولو مخه موندلې ده.
د دغو بهرنيو د را خلاصولو عمليات له ناکامي سره مخ شوي يا پهکې انساني زيانونه را منځ ته شوي، خو په سالم او رښتيني منځګړيتوب روغ رمټ خوشې شوي دي.
د دې خبرې مانا دا چې وړ، سم او رښتينی منځګړيتوب د تاوتريخوالي په له منځه وړلو او د ربړو په اواري کې رغنده رول لري، ان چې له وسلهوالو مخالفانو سره هم دغسې منځګړيتوب بېپايلې نه دی راوتلی.
خو پام مو دی چې دغه ټول بريمن منځګړيتوبونه د قومي مخورو او سپينږيرو په مټ تر سره شوي، د سولې عالي شورا پهکې کوم رول نه دی لرلی.
دغه پرمختيا په زبات رسوي چې که په محلي او وړه کچه دغسې هلې ځلې پايله ورکولای شي، په لویه کچه څنګه دغسې هيلې نهشي ټوکولای؟
که په ميرزااولنګ کې نږدې درې سوه ملکيان د قومي مشرانو په منځګړيتوب د وسلهوالو مخالفانو له چاړې را خلاصېدای شي، په ټول هېواد کې څنګه د موثر منځګړيتوب، ټولمنلې او رښتينې جرګې له لارې سرتاسري او تلپاتې سوله نهشي ټينګېدای؟
پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې شورا را منځ ته کړه، خو په دې شورا کې يې قومي مخور، سپينروبي او مرکچيان را ټول نه کړل، شورا يې ځينو ته د امتياز وسيله او د ډالري معاشونو سرچينه وګرځوله، له همدې ځايه شورا، جرګه، سوله او منځګړيتوب هر څه مسخره شول.
ده داسې يو څوک د دې شورا رييس وټاکه چې په سختو جګړو او خونړۍ دوښمني کې ښکېل و، داسې يو څوک چې امريکا ته يې پر هېواد د لا سختو بمباريو او لويو بمونو د غورځولو چيغې وهلې، ده څنګه کولای شوای وسلهوال مخالفان سولې ته ورمات کړي وای؟
له همدې ځايه نه له طالبانو سره د سولې په لار کې کوم ګام پورته کړای شو او نه هم له حزب اسلامي سره د سولې له هڅو کومه پايله راووتله.
خو کله چې مرحوم پير ګيلاني د سولې شورا رييس شو، د لومړي خو ستر ګام په توګه له حزب سره د سولې هڅې بريالۍ وختلې چې له برکته يې حکمتيار صاحب په کابل کې دی.
لکه څنګه چې په ډېری مواردو کې په محلي کچه دغسې هڅې بريالۍ شوې، په لويه کې هم د لازمې ارادې، سالم منځګړيتوب او رښتينتوب په مټ سوله پر جګړه بريالۍ کېدای شي.
په همدې ورځو کې د کندهار د امنيه قوماندان په نوښت د قومي مخورو او ولسي مشرانو په رښتينو هلو ځلو د طالبانو د واکمني پنځهلس تنه لوړپوړي چارواکي له پاکستانه هېواد ته په راګرځېدو، په خپلو سيمو کې مېشت شوي دي.
د جنرال رازق په خبره، په دغه منځګړيتوب کې د سولې عالي شورا هيڅ رول نه دی لرلی، بلکې ټوله پروسه د قومي مخورو په وسيله تر سره شوې ده.
څنګه چې سوله او منځګړيتوب خپل چوکاټونه، ټرمينالوژي، لار، ملي ظرافتونه او خپله ژبه لري، ځکه خو د جرګې له پرېکړو څوک غاړه نهشي غړولای.
جرګه هغه ډيپلوماسي او مرکچيان هغه خولهور ډيپلوماټان دي چې کله هم مذاکرات ډب او ناکامي ته نه پرېږدي.
د خبرو د برياليتوب لهپاره له نرخ، قومي تړو، کوډونو او نورمونو په ګټه اخيستنې يو اړخ هم د اواري له منلو غاړه نهشي غړولای، ځکه خو کومه رښتينې جرګه ناکامه شوې نه ده، بلکې د دواړو غاړو د بري او خونديتاب تضمين ګرځېدلی.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320