برما، ملا، او امان الله خان/ نقیب اسحاقزی

0 1,082

د ترکیې د اسلامي ځایناستي ، او په هیواد کي د انګرېزي ښکیلاک د له منځه تللو وروسته، اسلامي نړۍ د واک (مشری له تشي ) سره مخ سوه.

امان الله خان لمړی مسلمان مشر وو چي اسلامي نړۍ پرې راټولیدی سوه، نو ځکه ترکي، د اسلامي امت د یوالي او د واک ساتلو په موخه ، هغه د مشری په توګه وړانديز کولو هوډ وکړ.

امان الله خان، په اسلامي نړۍ کي، په ځانګري توګه خپل هیواد كي د مډرنېزم ، او په ساینس سمبال ټولني غوښتونکی وو. نو، ځکه یې یو لړ بنسټېز کارونه پیل کړه.

انګرېز هیڅکله یو موټی او په ساینس سمبال اسلامی نړۍ نه سوه زغملی ، نو یې ملایان او د پوهنتون مخالفین راپورته کړه.

په ترکیه کي ترکانو ټوله تر تیغ تېر کړه ( د مور شیدې) نو ځکه نن یوه پرمختللې ، په ساینس او اقتصاد سمباله ټولنه ده، موږ د اختري پوستونه وړیا ډوډۍ ورکړه او مرسته ورسره وکړه، نو ځکه له ساینس او ټکنالوژی لېري یو.

ملا تلویزیون او راډیو حرامه کړه، نو نن ټوله اسلامي نړۍ کي یو ټلویزیون سته (الجزیره) ، ميډیا چي د واک څلورم فکتور دی، ښکیلاک د ملا په مټ رانه واخیست.

برما

تاسو څه فکر کوي ؛ کم وحشت چي مسلمانان زغمي ، ددې زرمه برخه پر یهودو یا عیسویانو سوی وی، نړۍ كي به څه پیښ سوي وه؟
د ټوله نړۍ ميډیا به یې په سر اخیستې وه، بالاخره به برما د ځمکي له مخي حذف وه. دېرش اټومي او هایدروجني بمونه به یې تجربه کړې وی.

زموږ(مسلمانانو) څخه ملا ساینس او ټکنالوژي واخیسته ،اوس به دعاوي کوو، که په دعا نه وسوه د ملا صبور مور به ورته دود کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply