چنار/ پلوشه هاشمي

0 1,021

پلار مې د دولت مامور و، خویندې او ورونه مې په تحصیل بوخت وو، ژوند همداسې یوه سلسله وه چې د منزل په لور یې لار غزوله. پلار مې همدومره معاش درلود چې زموږ قلم، کتابچه او د ژوند اړتیاوې به یې ایله نوک او سر پوره کولې. ژوند د خپلو ماتو ګوډو سره سره خوښ مخ په بره روان و، کور مو نه درلود خو په ګانده کې مو یوازې ځان او کورنۍ هوسا او سوکاله لیدله، ژوند راته لکه سوله، لکه زما هېواد ښکلی برېښېده.

هو، ورته شېبې اوږدې پاتې نه شوې، شېبې کونډې شوې، ژوند لکه په هسک چنار چې کوم ښکاري نښه ونیسي، ښارو ګانې، بلبلې او چڼچڼې له چناره لورا لورې والوزي، پلار او مور د اجل د ښکاري نښه شول، خویندې او ورونه په خپله مخه والوتل او زه لکه بې لورې ښارو خپل چنار ته را وګرځیدم.

هغه دنګ چنار چې له زمانو یې پر څانګو ناستې ښاروګانې او بلبلې د پردېو ښکاریانو د ګولۍ نښه شوي دي. تر څنګ یې چنار او ښاروګانو د خپل کلي ورشو سمسور او زرغونه ساتلې ده. چنار زما د وطن هسکه غړۍ ده ښاروګانې، بلبلې او چڼچڼې زما د وطن هغه بچیان دي چې د باز په شان په ګونګیانو او ټبوسانو غوټې وهي.  

پلوشه هاشمي

احمدشاه بابا مېنه- کابل

۱۳۹۶-۶-۲۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply