طنز – محمود نظری / د غلطو القابو د قبرسوټي

0 1,074

 

د یوې غونډۍ دشپې ختئ یونری ږغ ژړن

ول زه مارشال څه، نه وم  ان یو  جګتورن

رتبه را کوله هره ورځ یو چپنکی ډارن

زما  کام ته یې ځان ښوده چې دی  تورزن

دا کامي لوچکان چي ما هر ورځ په ګوتو نڅوي

هغوی دخم دننه نه  ویني ګوري یوازې سربیرن

ما  کوم جهاد نه دی کړی قسم خورم قسم قسم

یو لوی  خاین وم  ،ولس ته ډیر ډیر لاپزن

ما مه  وهئ اخ!  نور بس ده ما مه وهئ

زه نه وم تر نورو  ډانګیانو لا ډیر خیرن

زه  خو لا وم  د یو امریو خوار کلېنر

ډیر جنرالان سوي دي چې زما لا ډیر وه ټرن

هو خلکو! راته وکړئ هر سبا ماښام دعا

چې خلاص سم د هرلوچک د ستایلو پمن

دلته  د درواغو شهیدانو اواتلانو بد حال دی

زموږ نسته بیله تاسو خلکو دعاو بل ژغورن

هر غل چې دځان لپاره زما په  جنډه ځړیږي

ماران او لړمان راځي زما دیدن ته درژن درژن

اوس مارشال نه یم  پیاده «عوض» سوی یم

دلاسه مې ورکړی دی خپل ټول مردار وزن

ول دخدای لپاره ما له دې غوندۍ ژر تا کړئ

زما توبه ده چې په دنیا کی  وم مارشال رخن

هر ورځ د بدل  مارشال په نوم  ښه وهل خورم

نه مي سر ګوري نه مي کونه هر  یو خازن

پوښتي په کوم نړیوال جنګ کې دي کړې جګره

دڅو کافرو هیوادو د استخباراتو وي ستیزن

ما ژر تا کړئ له دې د نورو د ګټي له غونډۍ

ما خوښ دی پاک ځای چې دغصب نه وي  اغزن

ما ته د مارشال له نومه هیڅه ګټه نه رسیږي

ګټه ځینې اخلي  زما د کام  هر لوچک راهزن

خدایه اوس یې زما نوم په شهیدانو کې هم راوست

دا کار کوم کامي  خرو لوچکو کړی دی  سرمغزن

اوس نو  د دروغو پاک شهید سزا  هم راته ګوري

دا کاربیا  د کوم یو کامي نظاري دی  پاک چخن

ما وبښئ ا‎ې  افغانانو وړونو ما وبښئ ماوبښئ

زه وم ددې واحد ملت د نفاق ډیر لوی  مختورن

د دې ږغو په اوریدو زه  په منډه  سوم

د بادیګاردانو سره  وتښتیدم زه ډارن

په دې وطن کي بې  باډیګارده څوک ویریږي

دپتلون او پرتوګ  رنګ یی سي پاک ژیړبخن

په منډه تیر سوم له هغې  درنې غونډۍ

ما ویل شکر چي زه نه یم له هغو څخه یو ډوزن

سهار د پاکو شهیدانو د لمانځلو لپاره جشن و

ټول پاک شهیدان د یو کام وه نه وو په کې بل تن

خدای دی د  ناپاکو خلکو د پاکو شهیدانوله حاله ساته

بدلو القابو مړو ته ګوری دخازن سوټې دننه د ګلخن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply