د نن دور قاضی/ عبدالسلام

0 919

یو شخص د چرګو دکاندار ته یو ذبحه شوی چرګ راوړه چی پاک او ټوټي یی کړي: دکاندار د چرګ مالک ته : پینځلس دقیقي وروسته راشه ستا چرګ به تیار وی. د چرګ مالک : ډیره ښه…. او روان شو. لږ وخت وروسته د ښار قاضي راغلی او چرګ یی په کار ؤ: قاضي : یو چرګ راکړه. دکاندار : چرګان ختم شوي دي، دا یو چرګ دی دا هم د بل چا دی. قاضي : دا چرګ ماته راکړه چي مالک یی راغلی ورته ووایه چرګ وتښتیده. دکاندار : دا خو ذبحه شوی چرګ دی، دا تښتیدلی نه شي ! قاضي : ته نور خلاص شه او پریږده چي شکایت وکړي. لږ وخت وروسته د چرګ مالک راغلی او خپل چرګ یی وغوښت. دکاندار : ستا چرګ خو وتښتیده. د چرګ مالک : دا کیدای نه شي، ما خو تاته ذبحه شوي چرګ راوړی ؤ. د دکاندار او چرګ مالک په مینځ کښي جګړه شوه نو د چرګ مالک وویل راځه چي قاضي ته لاړ شو او زمونږ فیصله وکړي، دواړه د قاضي په لور روان شول، په لاره د یو یهودي او مسلمان جنګ ؤ، د چرګو دکاندار د دواړو خلاصلول غوښتل خو په خلاصون کښی یی د یهودي سترګه په ګوته ووهله او د یهودي سترګه راووتله خلکو دکاندار ونیو او محکمی ته یی روان کړه خو چي محکمي ته نزدي شول دکاندار ځآن د هغوي نه خلاص کړه او وتښتیده او دوی ورپسي وروسته منډی وهلي دوکاندار مسجد ته ننوتو دوی ورپسی هم مسجد ته ننوتل، دکاندار د مسجد مناري ته وختو هلته ورپسی هم ورغلل نو دکاندار د میناری نه ټوپ کړه نو لاندی په یو بوډا کس راپریوتو او بوډا مړ شو خلکو بیا ونیو او قاضي ته یی یووړو. کله چي قاضي پوه شو چي د چرګو دکاندار باندی دری قضیی (دعوي) دي، اول خو قاضي په ډیر فکر او سوچ کښي پریوتو بیا قاضي وویل چي هره یوه دعوه به جدا جدا حل کوو. اول قاضي د چرګ مالک راوغوښتو قاضي : ستا څه دعوه ده ؟ د چرګ مالک : ده زما چرګ پټ کړی دی ، ما دیته ذبحه شوی چرګ ورکړی وو چي پاک یی کړی او دا وایی چی چرګ وتښتیده دا څنګه کیدای شي ؟ قاضي : ته په الله ایمان لري ؟ د چرګ مالک : هو؛ په الله ایمان لرم. قاضي : الله تعالی هغه ذات دی چي وراستو هډوکو کښي ساه اچوی، الله تعالی فرمایی (من یحیی العظام وهی رمیم)، نو ځه ته لاړ شه ستا په دکاندار هیڅ حق نشته. دوهم یهودي : قاضي صاحب دی کس زما سترګه راوویسته او زه غواړم چی د دی سترګه راوباسم چي حساب برابر شي. قاضي : د کافر دیت د مسلمان په نیمايي دی ، نو اول به دا ستا دا بله سترګه هم راوباسي بیا به ته د دی یوه سترګه راوباسي. يهودي : زه د خپلی دعوی نه تیریږم او هیڅ نه غواړم. په آخیر کښي قاضي د بوډا ځوي راوغوښته د بوډا ځوي : د کس زما په پلار راټوپ کړ او هغه یی وواژه. قاضي : دا دکاندار به میناري سره ودریږي او ته پری راټوپ کړه. د بوډا ځوي : خو که چیري دا وخوځیږي او زه په ځمکه راوغورځیږم زه به مړ شم. قاضي : دا زما مسئله نده، ستا پلار به هم خوځیده کنه. ……قاضیان همیشه لپاره کولای شي چي تا په هره قضيه (دعوه) کښي بي ګناه ثابت کړي خو که چیري تاسره چرګ وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply