د میږې چی ښکاره شوه، ډنډوره شوه! /ډاکټر ګل مرجان منګل

0 1,033

د افغانستان د تیر ولسمشر حامد کرزی د مرداریو یو ستره مرداري دا وه چی د چوکیو ویش یی د قومونو په انډول کړی وو، یعنی که ریس پښتون وو نو یو مرستیال یی باید تاجک بل یی  ازبک او یا هم هزار وای، چی دا په خپل ذات کی د فساد هغه وروستی حد ځکه حسابیږی چی اهلیت او  وړتیا په لوی لاس له منځه وړی پر ځای یی نا اهله او نه کاره افراد او اشخاص د ونډې له لاری راوړاندې او ټاکل کیږی چی هغه بیا نه خپل قوم ته څه کولای شي او نه هم هیواد ته ځکه چی بی کفایته وي. موږ د کرزی دا دستور همهغه وخت غندلی اوس یی هم غندو کار باید د ژبې  او قوم په نوم نه بلکی اهل کار ته وسپارل شي.
دا تیرې دوی ورځي په فیسبوک او نورو رسنیو کی د سواب الدین مخکښ په نوم کوم کس دی چی ډول ډول تبصرې او نیوکې پدې خاطر ورباندې کیږی چی ګويا غوښتل یی د خپلې ژبې کسان په دندو وګماري، پداسي حال کی چی نوموړی دا تورونه بی بنسټه او د هغه پر وړاندې طوطیه وبلله خو که فرض کړی دا کار هغه کړی هم وی نو کوم جرم خو یی نه دی کړی، دا خو کومه ګناه نه ده، ګناه او جرم ځکه نه دی چی دا شپاړس کاله پر افغانستان د یوې ولسوالۍ یو څو کسان پر افغانستان حکومت نه کوی،؟ ټول کلیدې او غيرې کلیدې وزارتونه، ریاستونه او ټول سفارتونه یی نه دي انحصار کړی؟!
نو که مخکښ صاحب دا کار کړی هم وی چی غوښتي یی وی یو څو کسان په دندو وګماري جرم یی نه دی کړی ځکه چی شپانه یا غوبانه او بی سواده  خو یی نه ګمارل لکه چی نورو ګمالی دی خو اهل کار یی ګمارل نو دا خو دومره ستره خبره نه ده لکه دا ځینو ځینو چی دغه خبرې ته دومره هوا ورکړه.
دا کټه مټه هغه د وزې او میږې  خبره ده ، وزه چی هر وخت لوڅه ګرځیدله هیڅ خبره هم نه وه خو میږه چی یو وار لوڅه شوه نو دنیا په بل مخې راپریوته.
امرالله صالح چی د کرزی په حکومت  کی د امنیت ریس وو تاسو قسم ورکړی چی په خپله اداره کی یی یو کس د نورو قومونو څخه په دنده ګمالی وو که ټول یی د یو قوم او په ځانګړی توګه د یوې ولسوالۍ کسان ګمارلي وو.
همدغه ښاغلی صالح نن بیا پر نورو باندې پدې خاطر نیوکه کوی چی ګويا خپل هم ژبی په دندو ګماري.
ښاغلی امرالله صالح! ایا تاسو هغه وخت چی په ملی امنیت کی د ټول  د یوې ولسوالۍ خلک ګمارل دا پوښتنه ولی نه درسره پیدا کیدله چی نن درسره پیدا شوه؟ ایا هغه وخت تاسو وجدان نه درلود چی د افغانستان نورو وګړیو ته مو هم په خپله اداره ملی امنیت کی دنده ورکړی وای، اوس دا وجدان درکې پیدا شو؟ اوس پدې پوهه شوی چی دا سم کار نه دی؟ موږ باور لرو چی تاسو بیا هم قدرت ته ورسیږې همهغه کار به کوې لکه وړاندې چی د کوه.
په همدغه دوه سری حکومت کی چی ټول وزارتونه د مختلفو زورورو تر منځ ویشل شوی دی تاسو د محقق مربوت وزارت ته ورشئ چی یو د  بل قوم څوک پکشی  شته او کنه ټول د یو قوم خلک پکښې کې دی همداسی د دوستم وزارتونه وګورئ.
وزارت داخله چی په چور کی د عبدالله رسیدلی دی بل هيڅوک حق نه لری چی د همدغه وزارت  وزیر  شی که کیږی هغه باید د همهغی ولسوالۍ وی چی عبدالله یی دي.
همدارنګه یو تعداد نورو هم همدغه د مخکښ صاحب خبره هم اګاها نه یا غیری  اګاهانه پدې خاطر چی د اشرف غنی سره جوړ نه دی پړسولی ده په داسی حال کی چی د افغانستان ټول حقایق په سترګو وینې.
هغوی ته موږ دومره وایو چی د یو شخص په خاطر د یو قوم حقوق تر پښو لاندې کول ستاسو د کم عقلۍ هغه اخیري حد په ګوته کوی باور وکړئ چی ستاسو لپاره ډیر شرم دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply