پوهنې وزارت چا پر فاجعه بدل کړ؟ / حامد غښتلی

0 1,120

پرون د میزان پر اتلسمه ولسمشر غني حکومتي ویاندویان ارګ ته وربللي وو، څو د ده مهم پیغامونه ولس ته ورسوي. دا د ولسمشر حق دی چې خپل پیغامونه او لاسته راوړنې له ولس سره شریک کړي.

په خبرو کې یې خدای شته څو مهم ټکي هم وو چې ولس باید ترې خبر شي او د امیدوارۍ باعث یې وګرځي، مګر یو پیغام یې له تریخ واقعیت څخه ډک و او هغه دا چې د پوهنې اوسنی نظام یې ستره فاجعه وبلله. ‎پوښتنه دا ده چې د پوهنې د اوسني نظام بې کفایته کول، فاسدول او په فاجعه بدلول خو معلول دي، اما ددې بې کفایتۍ، فساد او فاجعې عوامل او علتونه څه دي؟ دا څه وشول چی د کرزي په څوارلس کلنه دوره کې د هر افغان او بهرني، د هېواد د هر دوست او رقیب د ژبې پر سر که یوه خبره وه هغه د افغانستان د تعلیمي نظام بې سارې وده، د متوازن انکشاف په لوري چټک حرکت، له اټکل څخه لوړ پرمختګ او غوړیدنه وه.

په هر نړیوال کنفرانس کې، هغه که په کور دننه او یا له هیواده بهر و، په افغانستان کې د لاسته راوړنو د فهرست په سر کې لومړی معارف، بیا مخابرات او ورپسې د بیان آزادي وه.

دا دری هغه لاسته راوړنې وې چې څوارلس کاله مسلسل په هیواد د ننه او بیرون، په لویو او وړو کنفرانسونو، غونډو او ناستو کې د هیوادونو د مشرانو، لوړپوړو چارواکو ،مرستندویانو او نړیوالو موسساتو له خوا په ویاړ سره یادیدلې. دا ادعا به ممکن ‌‌‌‌‌‌ډیره آسانه وي چې ووایو افغانانو دروغ ویل، ځکه دافغان د دفاع غږ تر اوسه دومره کمزوری دی چې د سپينولو څوک یې نشته، اما ټولې نړۍ چې دلته یې جنګي، استخباراتي، دیپلوماتیک او انکشافي ماشینونه چالان او روان وو ، په هېواد کې لویشت لویشت حرکت او پرمختګ یې څاره، نه له هغوی څه پټ وو او نه عادتا دروغ وایي، دا څه وشول چی یو دم په تیرو دریو کلونو کی هرڅه برعکس شول؟ معارف د لاسته راوړنو د فهرست د رأس نه تر ټولو ښکته کچې را پریوت او ان تر دې چې اوس په فاجعه بدل شو؟؟؟

ځواب یی څرګند دی: هغه داچی معارف د ملي یووالي حکومت په سیاسي وېش کې داسې کاذب امپراطور ته په برخه شو چې فکر یې کاوه دغه کاروان او ستره ملي شتمني به هم د بلخ د غصب او غلاوو په څېر په اسانۍ مدیریت کړي.

له بده مرغه په دغه ویش کې معارف په بد او کرغیړن ‌‌‌‌‌‌ډول سیاسی شو او د سیاست په دې ناولې لوبه کې د افغان ولس د عزت سمبول او ښې راتلونکې ضامن د هیواد تر ټولو رټلې، بی کفایته او د همدی معارف د نصاب ریاست یو نااهله، ټيټ رتبه او ناکاره پخوانی مامور اسدالله حنیف بلخي ته وسپارل شو، هغه بلخي چې په نا اهلۍ او بې کفایتۍ سربیره یې د ډبل واسطو له برکته د خارجه وزارت له ماموریت سره د معارف په نصاب کې همزمان مرداري کوله او له همدې کبله پوهنې وزارت شړلی و.

متوازن انکشاف لرونکی معارف چې د افغانستان په هر کلي او بانډه کې د ملي حاکمیت یوازینی ممثل و، په سلګونو داسې لوی کلي، علاقدارۍ او ولسوالۍ وې چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دری رنګه باعزته بیرغ یوازې او یوازې د ښوونځيو پر بام رپاند و، ان تر دې چې په ‌‌‌‌‌‌ډیری هغو سیمو کې چې د طالبانو واکمني وه مګر ستا همدغه ښوونځي له همدغه نصاب، کتاب او معلم سره فعال او برحال وو، چون له توپیر پرته یې د هېواد د معصومو بچیانو روزنه کوله، په سلګونو ښوونځیو کې همدغو طالبانو د نظارت داوطلبانه دنده سرته رسوله، د حاضرۍ کتابونه یې کتل او معلمینو ته به یی ویل: تاسو د تنخوا په بدل کې زموږ د بچيانو روزنه او پالنه کوئ نو حتمي ده چې د حاضرۍ پابند و اوسئ.

باوري یم چې د معارف سلګونه اوسني مسئولین زما د دغې ادعا شاهدان، ناظران او تایدوونکی دي.

ښاغلی ولسمشر! ستا د هغه وخت معارف د وطن د بچیانو په خدمت کی و، صرف نظر د دې نه چی هلته حاکمیت د دولت و او که د طالب، ځکه معارف افغان بچیان روزل. اما اوس له بده مرغه د حکومت په وېش کې د معارف واګې داسې چاته په لاس کې ورکړل شوې چی تر نیم زیات افغانستان د ملی حاکمیت برخه نه بولي، د همغه برخې سره د تفاهم ژبه خو پریږده چی نلري، متعفن تعصب یې ورڅخه د لاس ورکولو نه هم منع کوي. تعصب له بده مرغه ‌‌‌‌‌‌ډیر خلک لري، بلکه په وړه یا غټه کچه یې اکثریت خلک لري، اما اکثریت یې بیا دا وړتیا هم لري چې خپل تعصب تر خپل کاذب نقاب لاندې پټ وساتي، خو له بده مرغه چې بلخي د خپل متعفن تعصب د پټولو استعداد هم نلري او تعصب او تبعیضي چلند یې دومره بویناک دی چی د ده په کاذبه او سرطاني څیره کې پټیدای نشی.

په قواره کې یې، په تعاملاتو کې یې، په رفتار کې یې، په ګفتار کې یې، خلاصه د ژوند په هر اړخ کې یې د تعصب بوی انساني وجدان ناراحته کوي.

په خواشینۍ سره تاسو د همدې بویناکو عیبونو درلودونکی شرمیدلی انسان لمړی د یوې داسې ادارې مسئول کړ چې هلته تعصب باید ځای ونلری، ځکه د پوهنې چاپیرل په هغو ماشومانو ښکلی دی چې ډیری یې لا تر اوسه د الله تعالی له محاسبی معاف او غیر مکلف دي.

له جسمې او فکري مردارۍ دغې ‌‌‌‌‌‌ډکې ډلګۍ هغه معصوم ماشومان هم معاف نکړل او یوازې په دې ګناه یې ونیول چی د پښتون مور او پلار اولاد وو، د پښتون په جنګ ځپلو، فقیرو او له پامه لویدلو سیمو کی د غیرفعال او حتی خیالي مکاتبو په کاذبه بهانه یې د دوی پر مخ د تعلیم دروازې بندې کړې، او بیا یی همدا د ګندګۍ نه ‌‌‌‌‌‌ډک انسان په شا وټپاوه چی هله تکړه شه د معارف په وزارت کې تصفیه راوله، ځکه د معارف وزارت د هیواد په انتخاباتو کی مهم رول درلود، همدا معارف و چې د ټاکنو په نتایجو یی برلاسي درلوده، نو تکړه شه دا نظام داسې تصفیه کړه چی په راتلونکو ټاکنو کې زمونږ د‌‌‌‌‌‌ ډلګۍ د ګټلو ضامن شي. شرمیدلي بلخي له خدایه نور څه غوښتل چی تر شا یې کاذبه او نظام چلینجوونکې امپراتوري ولاړه او ورته لارښوونه کوي چی نور خو هسې کوم کمال نلرې نو راځه له یوی خوا د خپلې بی کفایتۍ او تعصب په نتیجه کی دراتلونکې ناکامۍ ملامتي په تیر نظام واچوه، له بلې خوا د معارف مامورین او د دولت رهبرۍ په دی مصروف کړې چی ګواکي زه د پوهنې وزارت د پخواني نظام له بقایاوو تصفیه کوم، تر څنګ به يې د څو تنو مشهورو غلو چی د حج اوقاف وزارت د غلو دوسیې یی اوس هم په څارنوالۍ کی پرتې دي او د تاریخ څو تنو وږیو پر مټ خپلو وړو او لویو غلاوو ته کش ورکړې او په لومړي سر کې به د خیالي مکاتبو په بهانه د هغو معصومو ماشومانو حقوق په بډه ووهې چی په نا امنو او طالب ترکنترول لاندی سیمو کی یې د زده کړو زمینې برابرې کړې دي.

د دی سیاست ګټه مو څه شوه؟ بس یوازې د افغانستان د پوهنې بین المللي رسوایی، د معارف په نظام باندی د نړیوالې ټولنې بی باوري او د هغو جهاني مرستو بندیدل چی په تیر نظام کې د معارف د پنځه کلن انکشاف لپاره یې تړونونه شوي وو.

د هیواد جمهور رییس په متعددو محافلو کی پخپله فرمایلي چې ‌‌‌‌‌‌ډونران راته وایي یو ملیارد ډالر د پوهنې له نظام سره د مرستې لپاره زمونږ سره موجود دي، اما په موجوده فاسد ټیم او د هغوی په بی کفایته مدیریت باور نلرو نو خپلی پیسی اوبو ته نه شوغورځولی.

‎په پای کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی ته یو وړاندیز لرم چې که رښتیا مو د هيواد پوهنیز سیستم ځوروي او په اړه یې مسئولیت احساسوې لاس په کار شه او د یوې بدبویه دانې له کبله د جهانیانو په انظارو کی د وطن د معارف نظام مزید مه بدناموه، د هېواد د معصوم قشر د بې سرنوشتۍ په قیمت یوه سرطانی خبیثه دانه چی تنها او تنها دده د تداوی لپاره د ملیونونو انسانانو د سرنوست سره لوبی کیږی، درې لکه معلمینو او شاوخوا یو میلیون شاګردانو مورال مه مجروحوه، شل میلیونه کورنۍ یعنې ددوی والدین، خویندې او وروڼه مه ناهیلي کوه؛ دغه تباه کوونکي حالت ته خاتمه ورکړه، د یوې خبیثې سرطاني سپږې او دده د پنځو تنو خس دزدانو او بی عفته متعصبینو لپاره دا ټول پوستین په اور مه اړوه. ژر تر ژره یو سالم، مجرب، په هيواد مین، د هیواد ملی ګټو ته ژمن، د دې وطن په درد او غم دردیدلی کدر د وزیر په حیث وګماره ترڅو دا د معارف نظام یو ځل بیا د وطن د عزت سمبول وګرځی، ستاسو د سیاسی نظام ریښې یو ځل بیا د وطن تر هر کلي او بانډې د پخوا په شان ورسیږی او د هېواد ملي بیرغ د تیر په څیر په هر کلي او بانډه کې رپاند ولیدل شي.

و ما علینا الالبلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply