د ننګرهار سیمه ایز روغتون څخه خلک شکایت کوي او وایې د ناروغانو درملنه یې په سمه توګه نه کیږي

0 1,395

د ننګرهار سیمه ایز روغتون څخه خلک شکایت کوي او وایې د ناروغانو درملنه یې په سمه توګه نه کیږي.

د ننګرهار ولایت سیمه ایز روغتون ته راغلي ناروغان شکایت کوي او وایې چې د ناروغانو علاج او درملنه یې ژر او په سمه توګه نه کیږي.
محمدنبي چې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی وایې؛ (( زما ځوی څو ورځې وړاندې دکوټې له بام څخه را ولویده او پښه یې ماته شوه ، داڅو ورځې کیږي چې روغتون ته مو راوړی ، خو سم یې علاج یې څوک نکوي او هره ورځ له ستونزو سره مخ یوو.))

غلام فقیر چې د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی بیا وایې ؛ (( زمونږ د ناروغانو علاج دلته ځکه نه کیږي چې پیسې او واسطې نلرو ، که مو پیسې او واسطې لرلی ، نو اوس به مو ټول ډاکټران په خدمت کې ولاړ وو.))

همداشان ګڼ شمیر نورو هغو کسانو چې یاد روغتون ته یې ناروغان راوستلي بیلابیل شکایتونه کول ، لکه د ډاکټرانو لخوا له دوی سره سمه رویه نکول او نور…

یادې ستونزې مو د ننګرهار ولایت سیمه ایز روغتون له مسؤلینو سره شریکې کړې ، هغوی د ډاکټرانو لخوا له پیوازانو سره بد چلند ردوي.

همداشان یادونه یې وکړه چې د ننګرهار روغتون ته نن سبا د ټول مشرقي څخه ناروغان راځي ،چې ډیر زیات دي او سیمه ایز روغتون یې ظرفیت نلري ، نوځکه کله کله د ځینو ناروغانو درملنه ژر او په سمه توګه نه کیږي.

میاخیل وايي: د ننګرهار عامه روغتون دوه سوه بستریز روغتون دی، خو موږ په خپله وسه ۴۸۰ بیسترو ته رسولی دی.
دده په وینا، ننګرهار روغتون ته له مرکزي ادارې څخه کم بودیجه ورکول کیږي او دلته نفوس زیات دی.

میاخیل په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې اوس د ننګرهار فارم هډې سره نږدې په یوه زر بیستریز روغتون کار روان دی، چې په راتلونکې کې به جوړ شي او په جوړیدو سره به یې شته ستونزې حل شي.

 

ناصر خان شيرزۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply