حقانيانو انس تر پاکستان جار کړ – پر خوشې شوې امريکايي مېرمن درې ځله جنسي تېری شوی

0 1,269

حقانيانو انس تر پاکستان جار کړ
پر خوشې شوې امريکايي مېرمن درې ځله جنسي تېری شوی

شاوخوا پنځه کاله وړاندې د کایټلن کولمين په نامه امريکايي مېرمن او د هغې کاناډايي خاوند جاشوا بویل د حقاني شبکې جګړه‌مارو ته په لاس ورغلل چې تر تېرې چهارشنبې پورې يې له ځان سره ساتلي وو.

د بند په موده کې د کولمين او بويل درې اولادونه زېږېدلي او سرخط ته داسې مالومات رسېدلي چې په دغه موده کې پر کولمين درې ځله جنسي تېری شوی دی.

حقاني شبکې په وار وار د دغې جوړې د خوشې کولو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د حقاني کورنۍ د دريو نورو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کوله، خو اوس يې انس او دوه نوره حقانيان په خپل لاس، د پاکستان پښو ته حلال کړل.

وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سيمې په اړه خپله نوې سټراټېژي اعلان کړه او پر پاکستان د امريکا فشارونه زيات شول، د دغه هېواد پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت له بېلابېلو لارو هڅې وکړې چې دغه فشارونه تر ممکن حد پورې کم کړي.

پاکستانيانو په سر کې هڅه وکړه چې د سيمې زورور هېوادونه د ځان ملګری کړي.

چين، ايران، روسيه او ترکيه هغه هېوادونه وو چې تر نورو وړاندې د پاکستان سترګه ور اوښته، خو له امريکا سره د ټانټو ژوولو په بدل کې يوه هم زړه ښه نه کړ چې پاکستان ته لاس ورکړي.

روسيې او چين تر يوې اندازې لېوالتيا ښووه، خو پر پاکستان ورته د يوه ملګري هېواد په څېر باور کول، د لوی خطر منل ښکارېدل، ځکه خو يې پاکستان يوازې پرېښود.

تر هغه وروسته پاکستان د امريکا لمن ونيوه او استازي يې افغانستان ته ولېږل او هڅې يې پيل کړې چې په دې توګه د امريکا له فشارونو ځان وساتي.

د دغې لړۍ وروستۍ هڅه دا وه چې پاکستان دغه کاناډايي سړی او امريکايي ښځه او د هغوی درې اولادونه خوشې کړل چې پنځه کاله کېږي امريکا يې د خوشې کولو غوښتنه کوله، پاکستان پلمې کولې او جګړه‌مارو يې په بدل کې د حقاني کورنۍ د دريو تنو خوشې کول غوښتل.

د طالبانو يوې باوري سرچينې سرخط ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې ای‌ایس‌ای پر حقاني شبکه فشار راوستی و چې بايد پر پاکستانيانو د امريکا د فشار کمولو په پار دغه کاناډايي امريکايي کورنۍ خوشې کړي.

دغه سرچينه وايي، د حقاني کورنۍ ټينګار کاوه چې بايد د دغو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د دوی د کورنۍ درې تنه خوشې شي، خو پاکستان بيا بيا ويل چې پر دوی د امريکا فشار زيات دی او اوس د دې وخت نه دی چې له امريکايانو سره چنې ووهي.

د سرچينې په خبره، وروسته د حقاني کورنۍ يوازې د انس حقاني په خوشې کولو غاړه ايسته او ويل يې چې په بدل کې دې يې يوازې انس حقاني خوشې شي، خو پاکستان په دغه موضوع کې ځنډ نه غوښت.

انس حقاني د دوه زره څوارلسم کال د اکټوبر په دوولسمه نېټه، امريکايانو په بحرين کې ونيو.

وروسته يې عربي متحده اماراتو ته يووړ او له هغه ځايه يې بيا د افغانستان ملي امنيت ته وسپاره.

پر انس حقاني د اعدام حکم شوی دی او د حکومت داخلي سياسي مخالفينو په وار وار پر ولسمشر فشار راوړی چې اعدام يې کړي، خو امريکا د همدې دوو برمته شويو کسانو د راخوشې کولو په بدل کې د انس د اعدام مخالفت کاوه.

حقانيان پوهېږي چې اوس به يې د کورنۍ دغه غړی په اسانۍ په دار وځړول شي، خو د پاکستان ګټې ورته د انس تر ژوند ډېرې مهمې دي.

داسې مالومات هم شته چې بالاخره ای‌ايس‌ای ګواښ وکړ چې که دغه کسان ژر تر ژره خوشې نه شي، دوی به خليفه سراج حقاني امريکا ته په لاس ورکړي او يا به يې ووژني.

ای‌ايس‌ای ويلي وو چې امريکا ورڅخه د حقاني شبکې پر ضد اقدام غواړي؛ نو دوی مجبور دي چې د حقاني زوی ورته ووژني، خو که حقاني شبکه دغه کسان خوشې کړي، نه به دوی حقاني وژلی وي، نه به يې له شبکې سره اړيکې خرابې شوې وي او ښه لا دا چې امريکا به هم خوشحاله شي.

هماغه و چې حقانيانو د خپلې کورنۍ درې تنه د پاکستان پښو ته حلال کړل او پر پاکستان د امريکا د فشار کمولو هڅه وشوه.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، کایټلن کولمين او د هغې خاوند جاشوا بویل شاوخوا پنځه کاله وړاندې، تر جبل سراج را لاندې د پروان ولايت په مربوطاتو کې د شمالي ټلوالې پخوانيو توپک‌مارو وتښتول، بيا يې په طالبانو پلورلي او د حقاني د کورنۍ لاس ته چې رسېدل، دوه درې واره لاس په لاس او پلورل شوي دي.

د دوی د تښتول کېدو په لومړيو ورځو کې طالبانو انکار وکړ او ويې ويل چې د دوی کسانو څوک نه دي تښتولي، خو وروسته چې دغه کسان لاس ته ورغلل، خوله يې ورباندې پټه کړه او پاکستان ته يې ولېږل.

پاکستان دا پنځه کاله دغه کسان د همداسې ورځې له‌پاره ساتلي وو.
د لاس په لاس کېدو او پلور موده يې لنډه وه، خو له حقاني کورنۍ سره پنځه کاله برمته وو.

په دغه موده کې د کولمين او بويل درې اولادونه زېږېدلي دي او سرخط ته داسې مالومات رسېدلي چې د بند په دغه موده کې پر کولمين درې ځله جنسي تېری شوی دی.

سرخط ته باوري سرچينو د کولمين د مور، لين کولمين له خولې ويلي چې له لور سره يې خبرې شوې، هغه ښه ده، درې ماشومان يې زېږېدلي او درې ځله ورباندې طالبانو جنسي تېری کړی دی.

بده لا دا ده چې وروستی جنسي تېری، د اولادونو په مخ کې ورباندې شوی دی.

طالبانو تر اوسه د کولمين د مور د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply