نومځرى (ضمير) چاپ شو / ګل رحمن رحماني

0 1,321

د پښتو ګرامر په  اړه که څه هم عمومي او کله کله له ژبپوهنيزو کليشو نا خلاص اثار خپرېدل، خو په دې وروستيو کې د پوهنتون د ځوانو استادانو او ليکوالو له خوا د پښتو ژبپوهنې اختصاصي څانګو ته هم پاملرنه شوې او بېلابېل ځانګړي اثار خپاره شوي دي.

د دې لړۍ يوه بله ارزښتمنه کړۍ د ژبپوه او د پوهنتون د استاد، پوهنيار اغا شرين شهباز ځانګړى اثر( نومځرى) دى چې اوس اوس له کابل نه سمون خپرندويه ټولنې په ١٢٠مخونو کې خپور کړى دى.

کتاب د ازادو مورفيمونو له ډلې نه ضمير pronoun ته ځانګړى شوى او ښاغلي ليکوال ددې ډلې له نورو برخو  سره د ضمير په تړاو هر اړخيز بحث کړى دى. د ضمير اوړن، ډلبندي، له فعل، معفول او جملې سره د ضمير هر اړخيزه اړيکې د څېړنې نورې برخې دي.

کتاب ټولټال پينځه څپرکي لري او ليکوال هڅه کړې چې بېلابېل حالتونه د نوو بېلګو په رڼا کې روښانه او وڅېړي.

ليکوال په خپله ليکنه کې د کتاب د موخو په اړه وايي: د تحصيل پرمهال يې د ضمير په تړاو ستونزې درلودې او اوس چې کله ژبه تدريسوي، نو محصلين ورڅخه په دې تړاو خپلې ستونزې مطرح کوى چې دى دغه ځانګړي څېړنې ته اړ کړ.

د پښتو تشريحي ژبوهنې په برخه کې دا لومړى ځل دى چې د ضمير په تړاو اختصاصي کتاب چاپېږي، د کتاب چاپ دې، ليکوال، خپرندويې ټولنې او د پښتو ژبې ټولو مينه والو ته مبارک وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply