څه بې‌پته شول جنګونه، څه بې‌هوډه شول ننګونه

0 935

حقاني شبکې او طالبانو بالاخره هغه کاناډايي ځوان او د هغه امريکايي مېرمن ژوندي خوشې کړل چې پنځه کاله وړاندې په لاس ورغلي وو.
دغه کسان شاوخوا پنځه کاله وړاندې تر جبل سراج رالاندې د پروان په مربوطاتو کې د شمالي ټلوالې پخوانيو توپکيانو تښتولي وو، بيا يې په طالبانو وپلورل او وروسته د حقاني کورنۍ ته په لاس ورغلل.

دوی دغه کسان لکه بازان داسې ساتل، پوهېدل چې يو وخت به يې سخت په درد وخوري، هغه و چې يو وخت يې بيا وغوښتل چې د دې کسانو د خوشې کولو په بدل کې دي د انس حقاني په ګډون د حقاني کورنۍ درې تنه غړي ورخوشې کړل شي.
پر انس حقاني د اعدام حکم شوی و، پر افغان حکومت داخلي سياسي مخالفانو هم فشار راووړ چې بايد ژر حقاني په دار وځړوي، خو د تښتول شوي کاناډايي او امريکايي مېرمنې کورنيو او امريکا ټينګار کاوه چې انس ته دې څه نه ويل کېږي، ځکه دغه کسانو ته بيا خطر زيات متوجه کېده.

د حقاني کورنۍ هم په دې ښه پوهېده او اوس هم پوهېږي چې همدا فشارونه وو چې د انس حقاني ژوند يې غځاوه، خو کله چې پر پاکستان د امريکا او نړۍ فشار زيات شو، د حقاني درسته شبکه حتا د خپلې کورنۍ د غړيو تر ژوند هم تېره شوه.
حقاني شبکې په خورا جګه غاړه د خپلې کورنۍ غړي داو کړل، قيمار يې وواهه او ثابته يې کړه چې د پاکستان ګټې ورته د خپلو وروڼو، اولادونو او کورنۍ د غړيو تر ژوند ډېرې مهمې دي.
رښتيا يې ويلي چې تر جګړه چټل کار بل نه‌شته.
که دې جګړه کوله، هم به غلام يې، هم به ذليل يې، هم به مړ يې او هم به پړ هم ته يې.

دغه خلک چې د پاکستان د ګټو په مقابل کې د خپلې مور د اولادونو ژوند په لغته وهي، د هېواد او خلکو ګټو ته به خود د پاکستانيانو د يوې لحظې تفريح له‌پاره هم اور اچوي.
د پاکستان او ترهګرو د ګټو تر شراکت وروسته، موږ نه وايو چې دغه کسان يې بد کار وکړ چې خوشې کړل، يا ښه و نه‌شول چې دغه کسان خوشې شول، ښه کار وشو، بايد بېخي نيول شوي هم نه وای، خو يو ګيله که موږ و نه کړو، د دې هېواد بورو مېندو ته خو خامخا درېږي.

دغه توپک پر اوږه، ببر ترهګر سبا هغې مور ته څه ځواب لري چې ځوان مسلمان زوی يې د کابل – کندهار پر لويه لاره همدې کرايي خونکارانو له موټره کښته کړ او ځای پر ځای يې وواژه.
د هغه انجينر مور ته به ترهګر سبا د سترګو پورته کولو جرات ولري چې کونډې مور يې هګۍ پورلې زوی يې ځوان کړ، انجينر يې کړ او ترهګر طالب پرته له کوم ثبوت او محاکمې، ډز په يوه مرمۍ شهيد کړ؟
د هغه ځوان مور ته به په کوم مخ درېږي چې کلمه يې په خوله وه، طالب يې پر غاړه چاړه تېروله.

هغوی ته به دا سوال نه وي پيدا چې د خپل او پردي تر منځ دومره توپير؟ مسلمان ځای پر ځای ووژنه، نامسلمان پنځه کاله مېلمه غوندې وساته او بيا يې په عزت خوشې کړه؟
طالبانو مخکې هم په جګړه کې مرادري کړې ده، دا ځل يې وطنونه په بد بويي ولړل.

افغانان د جګړې اصول لري، کاڼي، څلي، ارزښت، نرخ، پور هر څه لري، خو طالب ټول واخيستل د پنجابي تر لنګ يې ځار کړل.
د افغان د جګړو په تاريخ څوک نه‌شي موندلای چې پر ښځه دې لاس پورته شوی وي، څه خو يې نيول، وهل، ټکول او تښتول دي، طالب بهرنۍ ښځه ونيوله، و يې ساتله او په دې خبره خو زموږ خوله په زور چوله کېږي چې ووايو، د اولادونو او مېړه په مخ کې يې ورباندې جنسي تېري کړي دي.
خلک به څه وايي، دغه په امارت او شبکه پورې د اسلام له تړلي نامه سره به څه کوو؟

رښتيا دا ده چې طالب په جګړه کې نور د پرېوتو او ټيټېدو هغه اخېري حد ته رسېدلی دی. نور نو که سوله وکړي، که جګړې ته دوام ورکوي، د افغان تاريخ په تله به د وچې مرداري په وزن تلل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply