داعش په ننگرهار کې/محمد اقا کوچی

0 1,067

دامريکا د متحدو ايالاتو نوی سترا تيژي اود داعش ، او طابانو نوي بريدونه؟
دا چې داعش په عراق او سوريه کې داسلامي خلافت د جوړېدو خوبونه په خوب لاهو او مات شول اوس يې خپل تور مخونه توری نخشې زموږ په هېواد کې عملي کوي. دوی زموږ د هيواد ختيځه سيمه د خپل شوم پلان مو خه گرځولی ځکه ټولو ښکيلاک گرو ځواکونو چې د ختيځې دروازې نه زموږ پر گران هيواد بريد کړی تل يې ماته خوړلی په شوميدلو څېرو نيم گوډ مات په تيښته شاتگ ته مجبر شوي ، دوی به تاريخ هير کړې وي خو افغان باتورملت هيڅ کله خپل تاريخ نه هيروي خپل دښمن که په هر ه جامه يا مو خه را غلي د خپلو شومو مو خو سره شرميدلي او تښتيدلي دي.د بر تانيا ير غلگر ځواکونود تور پنجاب په مرسته څو ځله په ټيټو سرونو د خپلو شومو نخشو سره مات او گوډ کڼ کفر وتلي دي، درنو لوستونکو زه د يوه ننگرهاري او يوه خوگېاڼوال په توگه يو ه بېلگه وړاندی کوم چی نژدی ۳۸ کاله مخکې سرته رسيدلی ده.
د ننگر هار سيمه جوفوليتک جوړښت اود دښمن شوم پلانونه؟
ننگرهار د اوسني پاکستان سره يوه توره کرغېړنه کرښه چی رسميت نه لري د ير غلگر ښکيلاک گر انگلستان په زور ددی باتور ملت پر سينه کښل شوی دهمدی توری کرښې په دواړو غاړو پراته ولسونه چې گډ کلتور گډه ژبه، گډ تاريخ گډه خاوره لري دوی دوسلی په زور سره ويشلي چي دا کار شونی نه دی د پښتو متل حکم کوي چې اوبه په ډانگ نه بيليږي، د وسلی په زور ولسونه سره جلا کولای شوای نو دبرلين ديوال چې د نړېوالو زبر ځواکونو په زور کښلی ووه څه شو؟ يمن ، ويتنام او نور زور ته تسليم شول؟ نه خير ټول واحد ملتونه سره دوباره يو ځای شول په ۱۳۶۸ ل کال د پاکستان د اي ايس اي مشر جنرال حميد گل د پاکستان حکومت اود ددوی نورو متحدو هيوادو پريکړه وکړه چی ننگرهار ونيسي او هلته حکومت د مجاهيدنو له پاره حکومت جوړ او رسميت ور کړي . د ننگرهار باتور و خلکو د هيواد اتل وسلوال پوځ خپله ولسونو د ا مکاردښمن مات او شرميدلي شاه تگ ته مجبور کړ، دا لوی بحث دی را ځم دداعش خوب اود ننگر هار يانو سره ډغری وهل اود خپل شوم مو خو پوره کولوله لپاره د ولسونو سره زور زياتی پېل شوی . زه د يو ه ننگر هاري په توگه داوسني دولت چار واکو ته وايم يا وړاند وينه لرم چې خپل ټول ځواک او طاقت ددی نابه کاره دشمن پر وړاندی په کار واچوي ځکه دوی د ولسونو په وژلوسره غواړي خپل شومې موخې عملي کړي، همدا تيره اونۍ ټول افغان ولس ددی شاهد او ناظر وه چې دوپر غور ولايت، د پلاز مېنی کابل کې دوه مسجدونه داور په لمبو کې سره لمبه کړه ۶۹ تنه لمونځ کونکي شهيدان کړل دالله کلام هلته داور په لمبو کې خاوری ايری شول په لسگونو نور عبادت کونکي ټپيان کړل،په ننگرهار کې د کوټ ولسوالی ، داچين ولسوال، د بټيکوټ ولسوالی د خو گېانو پچير اگام ولسواليو کې کوم عملونه چی داعشيانو سرته ورسول په هيڅ کتاب او مذهب او دين کې نشته په بټي کوټ ولسوالی کې د يوی ورځی ماشم ووژلو د کوټ د څو کورنيو زنانه د ځانه يووړلي او تر ډيره وخته يي د ځان سره وساتلی دا کوم دين او په کوم عقيده کې روادي. اوس دوی د خوگېانو ولسوالی ته را دمخه شوي د مالوماتو له مخې تر اوسه ۱۶زره کورنۍ د خپلو ټاټوبو نه کډوالی ته اړ شوي چار واکو که په ختيځه دروازه کې مو دا تور او سرسخت دښمن نابود نه کړه بيا مرکز او نوری سيمې نه شی کنټورل ولی يوه بېلگه کله چی طالبان له کندهار نه د کابل د نيولو په نيت را روان شول په لار کې نور ټول ولايتونه ورسره شول ولی کابل تر هغه دمه ونه شو نيولای چئ لو مړی د هيواد ختيځه سيمه نه نيولی دول په اول کې ننگرهار ونيوه بيا مخ پر کابل رارهي شول دوی لا کابل ته نووه رسيدلي چی د کابل واکمنانو مخ پر پنجشير وتښتيدل . داوسني دولت چارواکوپه خلاصو غوږونه واوری چی په ننگرهار کې دداعش پر وړاندی اجل ټينگ کوټلي گامونه پورته کړی کنه بيا به هر څه له لاسه ور کړی.
محمد اقا کوچی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply