د غني، غني سیاست/ واحد ګل هاشمي

0 836

افغانستان د بدو ګاونډیو د شومو او ورانونکو دسیسو د لاسه نه یواځې د ترهګرۍ ځپل شوی هیواد وو، بلکې ددې پړه هم نړیوالو په افغانستان اچوله چې ګواکی دغه دولت د هغو ډلو په وړاندې جدي اقدام نکوي کومو ته چې د نړیوالو په آند دوي ته خطر پېښوي.

همداشان که چیرته به افغان دولت د عاجزي ګوته پاکستان ته پورته کوله او ورته به یې ویل چی دغه دولت د افغانستان په وړاندې صادق نه دی نو نوموړي هیواد د خپل هاغه باور په اساس چې د پښتنو مشران، دیني علما چې ده به نیول او امریکایانو ته به یې په لاس ورکول او یا به یې د ډالرو په مقابل کې ورباندې خرڅول بیرته دغه توره ګوته په افغانستان پاکوله او ځان به یې د ترهګرۍ ځپل شوی هیواد نوماوه حال دا چې په خپل چاپیریال کې د ترهګرۍ زیږونکی هیواد دی.

د پورتنۍ خبری یو ثبوت به زه وړاندی کړم هغه دا چی د ملا عبدالسلام ضعیف کتاب د ګونتنامو انځور که تاسې وګورئ هغه په دې کتاب کې پخپله قصه کوي چې د ۲۰۰۲ م کال د جنوري د میاشتې په دوهمه نیټه چی کله دی د پاکستاني استخباراتو لخوا نیول کیږي نو ده سره ټول اړین اسناد موجود وي، او د پاکستان قانوني ۱۰ میاشتنۍ ویزې سره سره د ملل متحد رسمي مکتوب هم ورسره وو چې په کې لیکل شوي وو چې ددې مکتوب درلودونکی یو مهم شخص دی او ددې باید احترام وشي او څوک ورسره غرض ونکړي چې دده په آند هدف یې پاکستان وو.

همداشان دی په دې کتاب کې زیاتوي چې ددې سره سره چې ماسره دا ټول څه په لاس موجود وو نو ما ترې وپوښتل چې د کومو اسلامي او غیر اسلامي اصولو پر مټ ما تاسې امریکا ته په لاس ورکوئ نو هغوي په ځواب کې راته وویل چې مونږ ته دلته هیڅ قانون او اسلام ارزښت نلري دلته مونږ ته صرف پاکستان ارزښت لري.

همداشان په دې کتاب یوه تن نظر لیکونکي لیکلي چې د عبدالسلام صعیف تر نیول کیدو درې ورځې وروسته پاکستان نوموړی امریکا ته وسپاره.

راځو اوس اساسي نقطې ته؛ 
نو په دې اساس زمونږ ګران وطن افغانستان داسې کومه چاره نه درلوده چې نړیوالو ته یې دا په ډاګه کړي وئ چې افغانسان د استخباراتي جنګ قرباني دی نه ددې جنګ ایجادونکی، ځکه زموږ اکثراً سیاستوال په خپل کار کې خام وو او دوي د پاکستان په مقابل کې هیڅ داسې اقدام نشو کولای چې دا یې نړۍ ته واضحه کړی وئ چې مونږ ځپل شوي یو او لاهم ځپل کیږو.

د ولسمشر غني په راتګ سره که څه هم ده په لومړیو کې د پاکستان سره د سولې په ژبه خبرې کولی خو دې هیواد ده ته هم د پخوانیو ګومان وکړ خو دوي لدې نه وو خبر چې دا سړی به که چیرته دوي سم چلند ونکړي په نړی کې به یې وشرموي او له ټولو هغو پلانونو به یې پرده پورته کړي چې دوي تر لاس لاندې لري چې نه د اسلام په ګټه دي او نه هم د ګران افغانستان په ګټه.

همداسې وشول د سولې تر نامه لاندې څو ژمې دا قیصې تودې شوی خو کومه پایله یې نه درلوده او یواځې غولول وو.

خو چې کله ولسمشر په دې پوه شو چې ددوي نیت صاف ندې او د افغانستان د سولې په پروسه کې صادق ندي په داسې پلان یې کار پیل کړ چې پاکستان خپل نړیوال باور، تجارت،شومې دسیسې یې ولړزولی او ددې هیواد په ناروا روزي کې یې خاورې ورتوي کړی.

ولسمشر د خپل دې پلان په ذریعه چې پکې د حقیقي تبلیغاتو، حقیقي شواهدو وړاندې کولو سره سره نورې برخې هم شاملې وې نړې ته د پاکستان حقیقي دوه مخې څیره ور وښوده او په دې یې قانع کړل چې دوي دي چې دلته بربادي ده، وژنه ده، او ورانول دي.

که تاسې اوس د پاکستان حالت ته ځیر شئ دوي په رښتیا رسوا شوي دي او شاوخوا دریم ځل دې چې د امریکا د لوړ پوړو چارواکو له لوري ورته کواښ کیږي چې وروستې ځل د ریکس ټیلرسن سفر ته که تاسې ځیر شئ ده د نورو خبرو تر څنګ دا هم وویل چې د پاکستان د ناامنه کیدو ډار هم شته چې دا خبره پخپله په ځان کې ډیر تعبیرونه لیږدوي خو که د پاکستان سیاسیون ورته ځیر شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply