پاکستان بدلېږي؟ / شفیق اندړ

0 941

نخښې دا دي چې  د پاکستان افغان پالیسي د بدلیدو په حال کې ده او طالبان به یا د داعش لمن ته ځان اچوي او یا به له خپلو نورو وطنوالو سره د سولې ژوند ته مخه کوي.

 په افغانستان کې اکثره صاحب نظران د پاکستان د بدلانه نظریه نه مني او وایي چې پاکستان د امریکا د فشار په وجه یا بل علت کله کله په تاکتیکي لحاظ خپل سیاست یو څه بدل کړي خو له خپلو ستراتیژیکو مقصدونو لاس نه اخلي.

 په افغانستان کې عام نظر دا دی چې پاکستان غواړي د افغانستان دولت ، د افغانستان اقتصاد او د افغانستان ثبات له منځه یوسي او افغانان مجبور کړي چې د دوی ګوډاګیان یعنې طالبان د واکمنو په حیث ومني او بیا د طالبانو په ذریعه کرار کرار افغانستان بیخي ختم کړي.

 د طالبانو خواخوږي چې زما دا لیکنه لولي نو کیدای شي ووایي چې طالبان به اوس پاکستان ته څه نا څه مجبوره وي، مګر چې خپل وطن کې اختیار ولري، بیا به د پاکستان پروا ونه ساتي. دغو عزیزانو ته زما ځواب دا دی چې عام طالبان به د پاکستان نوکران نه وي مګر د طالبانو د واک او اختیار اصلي کسان د پاکستان د ګټو ساتونکي دي.

  کله چې د طالبانو حکومت و، نو طالبانو د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار او بشري حقونو سخت مخالفت کاوه او د دې شي نتیجه دا وه چې نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژانده. د رسمیت نه پیژندلو نتیجه دا وه چې افغانستان کې فقر او بیوزلي ورځ په ورځ زیاتیده، د هغه وخت حکومت دا قدرت نه درلود چې معلم یا مامور یا منصبدار ته حد اقل معاش ورکړي، په وطن کې د فابریکو او ترقي خو سوال نه پیدا کېده. له بلې خوا د رسمیت نه پیژندلو بله نتیجه دا وه چې د افغانستان سره اړیکې به د پاکستان له لارې تامینېدلې او کله چې افغانان د خواري مزدوري لپاره عربو ته تلل نو پاکستاني شناختي کارتونه به یې جوړول او پاکستاني پاسپورټونه به یې برابرول ، ځکه د افغانستان اعتبار ختم شوی و.

  د طالبانو امارت که تر اوسه پورې روان وای نو افغانستان به په طبیعي ډول په یوه داسې منطقه بدل شوی و، لکه فاټا او قبایل. د طالبانو د روان جنګ له برکته پاکستان وکولای شول چې د فاټا د خلکو نسبي ازادي هم ورختمه کړي او فاټا د پاکستان برخه وګرځوي. د طالبانو د امارت په اوږدیدو سره به خدای مکړه هغه وخت هم راغلی و چې افغانستان به د فاټا غوندې د پاکستان په برخه بدلېده.

 اوس هم چې طالبان  افغان عسکر وژني، افغان پولیس وژني، په اروزګان کې د روغتون مخه نیسی، په کندهار کې  د واکسین مخه نیسی، او د افغانستان د ترقي او د افغانانو د وژلو لپاره مختلف جنایتونه تر سره کوي، د دې ټولو مقصد دا دی چې افغانستان بې نظامه، بې ثباته او بیوزلی وي او د پاکستان د خوړولو جوګه شي.

 خبره رانه بلې خواته لاړه. ما ویل چې په افغانستان کې اکثره صاحب نظران په دې اند دي چې پاکستان له خپلو ستراتیژیکو اهدافو لاس نه اخلي او دا نخښې کاذبې دي چې پاکستان به په خپله افغان پالیسي کې فرق راولي.

 مګر زما په اند دا ځل صبح کاذب نه بلکې صبح صادق راروان دی او زما لوی دلیل دا دی چې پخوا به امریکا پاکستان ته دومره په صراحت سره خبرې نه کولې. د امریکا خارجه وزیر چې دا ځل پاکستان ته لاړ نو ورته ویې ویل چې : که د پاکستان خوښه وي نو همکاري دې راسره وکړي او که یې زړه نه وي نو هم پروا نه کوي، امریکا به د تروریزم د ختمولو لپاره نورې لارې ولټوي.

 دا هغه خبره ده چې پاکستان د نظر بدلیدو ته اړباسلی شي. د دې خبرې یوه څرګنده مانا دا ده چې امریکا به له نورو ملکونو سره رابطه زیاته کړي او د تروریزم د ختمولو لپاره به نور په پاکستان باندې حساب ونکړي. دغه شان دا ماناهم لري چې که پاکستان د تروریزم په جنګ کې همکاري نه کوي نو امریکا به په پاکستان کې د تروریزم ځالې په خپل سر او د پاکستان له اجازې پرته وځبي.

 د امریکا د خارجه وزیر خبرې که څه هم په ښکاره ډول د اخطار خبرې نه وې خو په خبرو کې یې پټ اخطار ښکاري او پاکستان به خامخا د خپلو پالیسیو بیاکتنې ته اړباسي.

 له بلې خوا پخوا به کله نا کله امریکا د پاکستان خلاف کله نا کله  یوه خبره او یو شکایت وکړ خو په تیرو دوو میاشتو کې یې په منظم ډول فشار زیات کړی دی. دا ځل د امریکا پالیسي یوازې د موقتو شکایتونو بڼه نه لري بلکې د یو منظم فشار بڼه لري چې پاکستان په نهایت کې د خپل سیاست بدلیدو ته اړباسلی شي.

 پاکستان به د بدلیدو لپاره په ښکاره څه ونه وایي او بلکې د امریکا په مقابل کې به په ظاهره معترض پاتې شي، ځکه که ځان یو ناڅاپه بدل کړي او په دې بدلانه اعتراف وکړي نو د افغانستان د جنګ ټوله ملامتي به یې منلې وي. پاکستان به برعکس، په خوله همداسې سوړ او بې پروا پاتې شي خو په عمل کې به په طالبانو زور واچوي چې سولې ته غاړه کیږدي.

 راتلونکي دوې میاشتې د افغانستان د جنګ لپاره ډیرې مهمې دي. په دې دوو میاشتو کې به لوی تحول راشي او د طالبانو یوه لویه برخه به سولې ته تیاره شي او بله برخه به یې له داعش سره یو ځای شي. له راپورونو سره سم، همدا اوس هم د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې طالب قومندانانو له دولتي چارواکو سره رابطه ټینګه کړې ده او د اوربند او پروتوکول وړاندیزونه یې کړې دي.

 د ټرمپ د نوې ستراتیژي مطابق د هغو طالب قومندانانو له منځه وړلو ته پام زیات شوی دی چې سوله نه مني او د افغانستان په ورانولو باندې ټینګار کوي. په تیرو دوو میاشتو کې ګڼ طالب قومندانان له منځه تللي دي او پاتې قومندانان یې اوس ورځ په ورځ دې نتیجې ته رسیږي چې که له نورو افغانانو سره سوله او روغه نه کوي نو تباهي یې حتمي ده. طالب قومندانان اوس ځان د پاڼ او پړانګ تر منځ ویني او د جنګ په ادامه کې خپل خیر نه ورښکاري. دوی داسې انګیري چې که جنګ ته ادامه ورکوي نو هغه څه به له لاسه ورکړي چې په تیرو څو کلونو کې یې تر لاسه کړي وو.

 په افغانستان کې په طالبانو باندې ډیرېدونکی فشار هم د پاکستان د نهیلي او په خپلو سیاستونو کې د بدلانه سبب ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply