د دويم واده د علت په اړه پوښتنه/ وصیل پیروز

0 900

يو څو ورځې وړاندي مي د دويم واده د علت په اړه پوښتنه کړې وه چي ولي نارينه دويم واده کوي؟ په داسي حالت کي چي کورنی ژوند يې هم ورسره خرابېږي. د ډېرو په اند يې مهم لامل دا ښوول سوی وو چي لومړی واده يې په خپله خوښه نه وي کړی، ځينو بيا ويلي وو چي د ډېرو اولادونو پيدا کېدل يې مهم لامل دی ځکه مېرمن تر نارينه وړاندي زړه سي. ځينو د اولاد نه کېدو خبره هم ياده کړې او دا هم ويل سوي ول چي د نارينه اولاد د پيدا کېدو په هدف هم دويم واده کېږي.
دا لاملونه له وروستي هغه پرته تقريبا ټول تر يوه حده پر ځای دي، خو يوه مهمه وجه يې ټول له پامه غورزوي، يا ورته متوجې نه دي او يا هم قصدا دا کار کوي. زه چي څونه پوهېږم، څومره له ځوانانو او نارينه وو سره ږغېدلی يم او تر کومه حده د خپلې ټولنې د ښځو شعور را مالوم دی او تر کومې اندازې چي مي مطالعه کړې ده نو په دې پوهېدلی يم چي په دې جنجال کي جنسي اړيکې ډېر مهم رول لري.
د ناپوهۍ دي کور وران سي، زموږ د ټولنې هره برخه يې نړولې او تباه کړې ده. دلته يې هم د مېرمنې او مېړه تر منځ د پوهاوي زمينه له منځه وړې او له همدې ځايه يې د ژوند ټول جنجالونه سر را پورته کوي. زه له ډېرو هغو ځوانانو سره ږغېدلی يم چي د دويم واده شوق لري، کله چي مي هغوی د جنسي اړيکو په اړه ږغولي نو پوه سوی يم چي بېخي هيڅ نه پرې پوهېږي او د ښځې په اړه هم د خپل ځان په څېر فکر کوي. د هغې له احساساتو او غوښتنو هيڅ خبر نه وي او د ژوند د دې مهمې چارې په اړه بالکل ناخبره وي.
کله چي نارينه وار په وار او تکرارا د مقابل لوري غوښتنې له پامه وغورزوي، هغوی ناهيلي کېږي او ښايي بېخي هيلې او ذوق يې ټول ووژل سي. وروسته يې زړه تور سي او بېخي يې په دې اړه دلچسپي ختمه سي. له همدې ځايه د نارينه په ذهن کي د دويم واده افکار پر غښتلي کېدو سي او لومړۍ مېرمن په همدې خبره سره تهديدوي. زه نه پوهېږم چي زما د پوښتنې په ځواب کي خلګو دا خبره ولي نه وه ياده کړې؟ دا به ښايي ځينو ته شرم وي، خو زما له فکر سره سم دا ستونزه يادول او پر حل يې ږغېدل نه يوازي بد کار نه دی بلکي ښه خبره ده. په دې ځای کي د څو انسانانو د ژوند سوال مطرح دی، ځکه نو که کوم اړخونه د يادولو وړ وي بايد له بيان پرته پرې نه ښوول سي او څو چي د خلګو تر منځ پر دې ستونزو خبرې ونه سي، اعتراف پرې ونه سي نه سو کولای چي حل لاره ورته پيدا کړو.
نتيجتا ويلای سم چي زما په فکر لومړی علت يې د ښو جنسي اړيکو نه شتون، دويم اساسي علت يې د خپلې خوښې پر خلاف د اول واده کول او د زياتو اولادو تر پيدا کېدو وروسته د دويم واده اقدام کول يې درېيم علت دی. البته د يادولو ده چي په دې لړ کي هم بيرته نارينه پړ او ملامت دی، زموږ نارينه د اولادونو پر کنټرول يا خو بالکل له عقيدوي پلوه باوري نه دي او يا يې بېخي په چل نه پوهېږي.
نوټ : دا موضوع مي له هغه وروسته مطرح کړه چي له ځينو ملګرو سره مي پر دې موضوعاتو خبرې وکړي او له هغوی سره تر مجلس وروسته وپوهېدم چي په دې اړه عامه پوهاوی څومره اړين دی. نو ځکه د داسي موضوع مطرح کول را ته په يو ډول اړين وبريښېدل او هغه چي د حيا او شرم توصيې به راته کوي، هغوی ته دومره ويلای سم چي زموږ په ټولو سپېڅلو کتابونو کي په ښو حياناکو الفاظو سره دا موضوعات ياد سوي او بحث ورباندي سوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply