بريالي کسان د خپلو رخصتيو له ورځو څه ډول ګټه اخلي؟/ژ محمد عزيز پردېس

0 978

 ډېری وګړي دا عادت لري او تل وايي چې ډېره سخته کاري اونۍ يې تېره کړه، بايد د رخصتيو له ورځو څخه ډېره ګټه پورته کړم او استراحت وکړم؛ خو بريالي کسان يوه مهمه ځانګړنه لري او هغه دا چې د ټولو ورځو او په ځانګړي ډول د رخصتيو څخه په ښه ډول ګټه اخلي.

که غواړئ پوه شئ چې نورې کومې ځانګړنې بريالي کسان د نور خلکو څخه جلا کوي؛ نو بشپړه ليکنه ولولئ: برنامه جوړوي: بريالي کسان نه يوازې د کاري ورځو لپاره بلکې د رخصتيو ورځو لپاره هم برنامه جوړوي. که هغوی د خپلو رخصتيو ورځو لپاره برنامه ونه لري نو د دې احتمال ډېر دی چې په خپلو کارونو کې دې ډوب شي. بايد وويل شي چې دا پلان جوړونه ډېره دقيقه نه ده او بايد نرمښت پکې وي.

د بېلګې په ډول: هغوی پروګران جوړوي چې خپلو اولادونو سره د سياحت لپاره ولاړ شي، دا چې چېرته يا کومې سيمې ته د چکر لپاره ولاړ شي، دومره اړينه نه ده او کومې ځانګړې برنامې ته اړتيا نه لري.

خپل کارونه مخکې له رخصتيو څخه بشپړو

  بريالي کسان مخکې د رخصتيو د پيلېدو څخه خپل کارونه پای ته رسوي؛ چې په دې اساس به يې فکر شاته پاتې کارونو لپاره مشغول نه وي او د خپلو رخصتيو څخه به ښه خوند اخلي. له ټکنالوژۍ څخه لرې وي: په معمول ډول سهار چې کله له خوبه پاڅېږو نو تر نيمو شپو مو د ټکنالوژۍ سره سروکار وي، د ټکنالوژۍ څخه د لرې والي لپاره رخصتي مناسب وخت دی چې ځان ترې لرې وساتو؛ نو په دې اساس هڅه وکړئ چې د نيمې ورځې او يا هم څو ساعتونو لپاره خپل ګرځنده ټيليفون او کمپيوټر له ځانه لرې کړئ. د استراحت پر وخت د کمپيوټر سکرين ته مه مخامخېږئ، هرڅومره چې له ټکنالوژۍ څخه لرې واوسئ نو اسټرس به مو کم، ذهن به مو آرامه او ښه خوب به ولرئ.

له نورو سره کار نه لري

  کله چې تاسو په مسافرت کې ياست؛ ممکنه ده چې ځينې ملګري او همکاران مو درسره اړيکه ونيسي، که د هغوی سره کوم ضرور کار نه لرئ، د دې لپاره چې له ټکنالوژۍ نه لرې واوسئ؛ نو له هغوی وغواړئ چې په رخصتيو کې دې تاسو سره ټيليفوني اړيکه ونه نيسي. شايد فکر کې مو دا راوګرځي چې هغوی به په دې اړه واقف وي؛ خو ځينې وخت اړينه ده چې هغوی په خپلو غوږونو دا خبره واوري ترڅو عمل پرې وکړي.

خپل وخت د کورنۍ سره تېروي: د اونۍ په اوږدو کې، د کاري مصروفيت له امله، نشئ کولی د کورنۍ سره ډېر وخت تېر کړئ؛ خو رخصتي د دې ستونزې د جبران لپاره غوره موکه ده.

کېدای شي تاسو ډېر دوستان ولرئ او تل به درباندې راټول وي؛ خو هېڅوک ستاسو د کورنۍ ځای نشي نيولی. کورنۍ ته مو وخت ځانګړی کړئ.

 ورزش کوي:

بريالي خلک د ورزش پر اهميت خبر دي. هغوی په دې پوهېږې چې د يو سالم، او فعال ذهن درلودو لپاره بايد سالم بدن ولري. نو په همدې اساس، تنبلي نه کوي او حتی په رخصتيو کې هم خپل بدني فعاليت او ورزش ته دوام ورکوي.

د خپلې خوښې ځايونو ته ځي: رخصتيانې د کور څخه د وتلو او د تازه هوا د تنفس کولو لپاره مناسب وخت دی، په ځانګړي ډول د يوې ستړې او کاري اونۍ څخه وروسته. دا مهمه نه ده چې د کال په کوم موسم کې ياست، کالي مو واغوندئ او د خپل څلورو خواو ( طبيعت ) څخه خوند واخلئ. په لوڅو پخو پر چمنونو منډې ووهئ، بوټان/ څپلۍ مو له پخو لرې کړئ، پر خپل ځان اوبه وشيندئ، د ونو شنې پاڼې لمس کړئ، ماشومانو سره مو د ځغاستې، فوټبال، کرکټ او نورې لوبې ترسره کړئ. هغه وخت به پوه شئ چې د رخصتيو څخه خوند اخېستل څه ته وايي؟!.

يو لنډ سفر ته ځي:

سفر ته تلل يو له هغو کارونو څخه شمېرل کېږي چې د اشخاصو پر روحيې ډېر تاثير لري. بريالي کسان له وړو فرصتونو څخه د خوند اخېستلو لپاره ګټه اخلي. د بېلګې په توګه: هغوی د خپلو رخصتيو لپاره لنډ او ساده سفرونه انتخابوي. ځيني سفرونه مو زړه تنګوالی لا ډېروي؛ خو که هغه ځايونه چې له تاسو څخه يو يا دوه ساعته واټن لري، د سفر له لپاره وټاکئ نه يوازې دا چې زړه به مو تنګ نه شي بلکې ښه انرژي به هم ترلاسه کړئ.

خپل د خوښې وړ کارونه ترسره کوي:

ستاسو د خوښې وړ فعاليت څه دی؟ ورزش، کتاب لوستل، پېرل، نقاشي يا هم انځور نيونه؟ کومو ورځو کې چې رخصت ياست، هڅه وکړئ هغو کارونو سره مو چې مينه وي، ترسره يې کړئ، هغه کارونه چې د اونۍ په ترڅ کې مو د کاري مصروفيت له امله نه دي ترسره کړي، ويې کړئ. د دې کارونو په ترسره کولو سره به مو ذهني ستړياوې له منځه ولاړې شي.

د مزاهمو کارونو په اړه فکر کول له ‌ذهن څخه وباسي: ذهن مو په دوامداره توګه د فکر کولو په حال کې دی، چې به سختۍ سره کولی شو ناوړه او مزاهم فکرونه مو ذهن څخه لرې کړئ؛ خو بريالي کسان د دې کار په مهارولو له کې ځانګړی مهارت لري. هغوی د راتلونکو پېښو په اړه اندېښنه نه کوي او يا هم کومې نيمګړتياوې يې چې په تېر وخت کې ترسره کړي دي، په اړه يې فکر نه کوي. د هغې پر ځای ټول تمرکز په ( اوس مهال ) کارونو کوي او د خپل ژوند څخه خوند اخلي. هغوی په کافي اندازه خوب کوي: زمونږ بدن آرام (استراحت) ته اړتيا لري، چې د اونۍ په لړ کې مونږ ته د کافي استراحت وخت نشته.

بريالي کسان دا تشه په خپلو رخصتيو کې ډکوي، که څه هم هغوی خپل ځان لپاره جوړه کړې برنامه لري؛ خو بيا هم د خوب څخه نه تېرېږي او د خوب په بشپړولو سره خپله مصرف شوې انرژي بېرته پوره کوي. د لوړ فکر يا تمرکز سره کار کوي: ځيني بريالي خلک د خپلو رخصتيو لپاره بل ډول برنامه جوړوي. هغوي د دې فرصت څخه ګټه اخلي او که ورته ممکنه وي، خپل کاري ځای ته ځي، ترڅو هلته د آرامش او سکون څخه په استفادې خپلو کارونو باندې، د نورو ورځو په پرتله ښه غور وکړي. داسې وختونو کې د نورو ورځو په پرتله څوچنده کار کولی شي.

د خپل وخت په ارزښت پوهېږي:

وخت د برېښنا او باد په څېر په تېرېدو دی، بريالي افراد دقيقه پر دقيقه د خپل وخت پر ارزښت پوهېږي.

د بېلګې په توګه که کومه برنامه يا کار يې نه خوښږي نو چورلټ ورته ( نه ) وايي. په حقيقت کې تل د هغو کارونو په لټه کې دي چې د دوی خوښ وي او په راتلونکي کې پښېماني ونه لري. د خپل يوازيتوب څخه خوند اخلي: تر ټولو بريمن خلک هغه دي چې په خپل ارزښت پوهېږي او د خپلې خوښۍ لپاره هڅه کوي. هغوی پر دې پوهېږي چې پرته له خپل ځان څخه بل هېڅوک د دوی د خوښيو مسول نه دي، نو په همدې اساس د خپل يوازيتوب څخه هم پوره خوند اخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply