طنز -محمود نظری- ادبي غچ

0 984

 

له روس سره جهاد ښه دی چې ساده باده پمن دی

له امریکا سره ښه نه دی چې اده باده  شتمن دی

د نن ورځي جهاد  لوړ او  مډرن اقتصاد غواړي

موږ ته ډالري اشغالګرخوږلکه ګلاب جامن دی

***

بي بي سي ویل طالبانو د امریکا لوړ منزلونه ونړول

سي این این ویل دامریکا په الوتکو یې هغوی خپله وژړول

سپيني ماڼۍ ویل په دنیا کې یوازې افغانان ښه نران دي

ملګرو ملتونو ویل په نړیدو کې افغانان لکه بلډوزان دي

د امریکا پنتاګون  واخیست له افغانانو څخه ادبي غچ

ټولو ډارنو دنیاوالو ته یې غر جوړکړ له غولو د مچ

بوش نامي لیونیان زموږ دوطن  ډانکیي مشران کړل

عام خلک يي له یوه سره په لویو بمونو چغټان کړل

مسلکي وزیران یې راته پاخه او ذاتي سګوانان کړل

غله او لوچکان یې راته  د وطن اصلي رهبران کړل

اتل مجاهدان مو ښه مرییان دنوی  ډلې د اشغال سول

د یو پر ځای پوره  د پنځوسو بادارانو یرغمال سول

دشنوډالرو یې په دې جهادی غلومرییانو شرپ باران کړ

سم دم يې دفرهنګ  دودونو اوادارې بنیاد په وران کړ

په دین یې ملنډی ووهلي هر د اسلام دین ضد غدار

په  ملي دودونو یې رشخند ووهه هر پنځه پلاره بیمار

اوس هر ښه مجاهد مو یوازي د څوکۍ لپاره جنګیږي

کامونه مو  د خپل انساني حق لپاره سم دم خوږیږي

شپږلکه ځوانان یې په پوډرو سم دم روږد او مبتلا کړه

کار یا ښه کول یې دهر چا له دې وطن سره ناروا کړه

بچه بازي دلته  په مجاهدینو کې یوه دینداره خبره سوه

رشوت ، قبضه اوغلا دلته  یوه خوږه ملی سندره سوه

هر ورځ بم کراسي سوه د بمونو اتش بازي سوه

د بې پيلوټه الوتکي په هرخوا کې روانه جادوګري سوه

له مجاهدو يي بې حیا غله اووطن فروشان جوړ کړل

دکیسه برانو او وچکه غلو څخه يي امران جوړ کړل

ول ټاکنې کوئ ولس امریکا  ورته ټاکې دهغونر باچا

دافغان له وطنه یې جوړکړې ده توره سپينه  د شیدو غوا

ځکه په دنیا کې بیله افغانه  نسته بل خر بې اتفاقه هیواد

دخپل ګټي لپاره تیار سی دي  چي څنګه وطن کړي برباد

ان ډیر په شورا کې ناست کلمه د اسلام او افغان نه مني

ډیر یی په شورا کې ناست  په خدای اوقران ایمان نه لري

امریکا زموږټول ویاړلکه کب په خړو اوبو کې لاهو کړ

د افغانانو نوم او شرافت يي لکه مرداره دوړه هوا ته پو کړ

دنیا ته   مالومه ده چې  دافغان اوسنی مشرانو ایمان ده پیسه

خواران ارثي ناروغي لري پیسوته ریږدی او دی  بې بسه

ټوله رهبران مو سل داني تسبی په لاس کی پیسه پیسه  وایي

څوک یې جنوب او  بې اوداسه څوک يي با اوداسه وایي

بی بی سی  ویل دجال له افغان  سره سر وواهه په سنګ

هم يې په دوو غلامو باچاهانو ژوند په ټول ملت کړ تنګ

اوس بیا رسیدلي  افغان ته له امریکا  د بل غچ وار دی

دا رابړان امریکا ته  کش سوه دنورو  د کشیدو وار دی

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply