شېخ فاني کتاب چاپ شو/ سید امرالله امید

0 1,564

وايي چې ليکنې د ليکوال د زړه وينې دي، که دا خبره سمه وي، نو د زړه د وينو ۱۳۳ کتاب مې هم چاپ شو، چې ورسره ټولټال زما دغه کتابونه چاپ شوي دي:
1. ترخې خاطرې (ناول)
2. ستوري کيسه کوي(ناول)
3. د خدای په کور کې(د لنډو کيسو ټولګه)
4. روحي ناروغ(طنزيه ټولګه)
5. د ښاپېرو په حرم کې(طنزيه ټولګه)
6. فکر په کار دی (نثري ټولګه)
7. رښتیا به وايو (نثري ټولګه)
8. دا هماغه هندوستان دی( د هند سفرنامه)
9. يو زر و يو دليلونه ( ژباړه)
10. وزر ( تخليقي ټولګه “ وجيزې“)
11. ټولنيز ارزښتونه (نثري ټولګه)
12. فولکلوريکه درملنه( څېړنيزه ټولګه)
13. شېخ فاني(همدا اثر)
د کتاب د چاپ لکښت دروند او عزتمن فرهنګي شخصيت الحاج محمد نادر سرشار صاحب پر غاړه اخيستې او د هغه د مادي امکاناتو او معنوي لورينې له برکته چاپ شوی دی، چې د زړه له تله ترې منندوی يم.
شېخ فاني يو تخيلي کرکټر دی، چې موږ ته د تېرو وختونو او ارزښتونو کيسې کوي. د کتاب محتوا فولکلوريکه پانګه ده او د تېرې نږدې يوې پېړۍ کيسې او حکايتونه زموږ مخې ته ږدي. د کتاب پښتۍ ځوان او نوښګر زيوراحمد چوپړ صاحب ډيزاين کړې، چې ترې ځانګړې مننه کوم. دا کتاب به انشاالله هر فرهنګي ملګري او د مطالعې مينه وال ته په وړيا ډول ورسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply