په اوس وخت کې لویه جرګه نه د قانون پلي کول د حل لاره ده

0 667

په اوس وخت کې لویه جرګه نه د قانون پلي کول د حل لاره ده
په دې وروستیو اونیو کې د هیواد یو شمیر کسان غونډې او تبلیغات کوي چې په هیواد کې د شته ستونزو او ټولو ناخوالو د حل لاره لویه جرګه ده او باید راوغوښتل شي. په دې مقاله کې د لویې جرګې د راغوښتلو په شرایطو او په دې بحث کیږي چې په اوس وخت کې به لویه جرګه زموږ ملي ستونزې حل کړي او که به لا نورې ورباندې زیاتې کړي.
همدارنګه، هغو مسئلو ته به هم اشاره وکړو چې په هیواد کې د شته ستونزو د حل لپاره اړینې بلل کیږي.
د لویې جرګې د راغوښتلو شرایط
لویه جرګه د افغانستان یو داسې بنسټ دی چې د هیواد د اساسي قانون د حکمونو سره سم هر وخت نه بلکه په ځانګړو شرایطو کې او د خاصو سترو ملي کشالو د حل لپاره دایریږي. کله چې نورې قانوني او ملي وسیقې کار ور نه کړي، په هیواد کې قانوني تشه شتون ولري او ټولې مطرح ملي خواوې ورباندې سلا شي لویه جرګه راغوښتل کیږي.
د مثال په توګه، د شوروي تر یرغل، اوږدو جګړو، راز راز متضادو نظامونو، له یو بل سره په ټکر کې تېرو اساسي قوانینو، ایدیولوژیو، خارجي پالیسیو، اقتصادي لرلیدونو، مهاجرتونو، د ملي پخلاینې اړینتوب او د نویو شرایطو په راتلو سره اړتیا وه چې د یوه نوي نظام بنسټ کېښودل شي. دا بېله خبره ده چې کمښتونه یې لرل او د ملت زیات مطرح قوتونه ېې له سیاسي پروسې محروم کړل، ستونزې یې وزېږولې، خو یو شمېر اړوندو ښکېلو خواوو او نړیوالو ملاتړ کوونکو ته یې د منلو وړ یو چوکاټ رامنځته کړ. د دې لپاره چې نویو شرایطو، اساسي قانون او د هغو په بنسټ رامنځته کېدونکي حکومت او نظام ته مشروعیت ورکړي لویه جرګه یې راوبلله او نوي اساسي قانون او نوي نظام ته یې مشروعیت ورکړ. خو دا مشروعیت به هلته ګټور وای چې اساسي قانون ته پوره درناوی شوی وای او ټول حکمونه یې له ولسمشره تر یوه عادي کس پورې ټولو منلي وای او هم په ټولو یو شان پلی شوي وای.
زموږ د ملي ستونزو بنسټیز لاملونه
که په اساسي قانون، ملي بنسټونو لکه لویه جرګه او مصوبو یې عمل و نشي هسې بې ارزښته خبرې او د توت پاڼې ورنه جوړیږي. پخواشینۍ سره زموږ د نظام یوه ستره بنسټیزه ستونزه له همدې ځایه پیل شوه. له لمړي سره زموږ په اساسي قانون او د لویې جرګې په مصوبو د تېرې یوې نېمې لسېزې په بهیر کې خپله د نظام مشرانو عمل و نه کړ، ډېر ځله یې اساسي قانون مات او د لویو جرګو پرېکړې یې و نه منلې، نظام مصلحتي او په یو شرکت بدل شو، فساد عام شو، نظامي او ملکي ستر قراردونه د دولتي چارواکو او وزیرانو، د هغوي د شرکتونو، خپلوانو، زامنو او وروڼو موروثي حق و ګڼړل شو. زورواکانو تر قانون ځان پورته وباله، نور خلک هم سپین سترګي شول او قانون ماتول یوه عادي خبره شوه. هر څومره زیاتې پیسې چې هیواد ته راغلې داخلي مافیایي کړیو له ځینو بهرنیو شرکتونو سره بېرته بهرنیو بانکونو ته انتقال کړې او ملت ناهیلی پاته شو.
بله ستره ملي ستونزه په افغانستان کې د سولې نشتون او روانه وینه توېېدنه او جګړه ده. مهمه خبره داده چې هره وسیله، لاره او ملي پرېکړه که هغه لویه جرګه وي، که هغه کوم ریفرندم وي، که هغه په اساسي قانون کې بدلون وي خو چې سوله راولي او ملي ګټو، دخاورې بشپړتیا او ملي وحدت ته تاوان پېښ نه کړي سم کار دی.
له لویې جرګې د شپونکي د رمې ژغورلو بېځایه چیغه مه جوړوئ
کله چې شپونکي کلیوالو ته بې موکې په رمه د لیوه د حملې چیغې وهلې، نو کلیوالو ته یې اعتبار له لاسه ورکړ، د کلي ښه کلتور یې هم زیانمن کړ، او بیا به چې په رښتیا هم لیوه په رمه حمله وکړه، هر څومره چیغې، خوارۍ او زارۍ به یې چې وکړې ګټه یې نه کوله او چا یې خبره نه منله. اوس هم لویه جرګه په سیاسي لوبو، ځاني ګټو غوښتلو او بې مورده مسئلو مه بې اعتباره کوئ. پرېږدئ چې کله ورته اړتیا وي د دې دردېدلي ملت په درد وخوري.
رښتیا ووایئ ایا اوس لویه جرګه دې پورته یادو دوو سترو ملي ستونزو یعنې جګړې او فساد کوم یوه یوه حل لاره موندلای شي؟ که یې حل کولای شوای نو ولې تېرو لویو جرګو دا کار و نه کړ. که له سترو ننګونو او زیاتو لګښتونو سره سره لویه او یا دودیزه جرګه راغوښتل کیږي، خو زیات شرایط ورته برابر نه وي، ورته اړتیا نه وي، د تېرې دودیزې لویې جرګې په څیر یې ولسمشر پرېکړه و نه مني، کومه سمه او ګټوره ملي پرېکړه نه شي کولای، په ملي مسئلو کې په ناندریو او چنو وهلو واوړي نو ایا دا ملي بنسټ به لانور بې اهمیته او مسخره نه شي؟ روښانه ده چې هیڅ حیثیت به ورته پاته نه شي او بیا به خدای مه کړه د اړتیا په وخت په راتلونکي کې د ملي کشالو د حل توان و نه لري، نو بیا به مسؤلیت د چا په غاړه وي؟
ایا د دولت وسلوال مخالفین د لویې جرګې بنسټ مني، خبرې ورسره شوې او که نه؟ که لویه جرګه له وسلوالو مخالفینو سره د سولې لپاره په نظر کې نه وي او یا د سولې لپاره اغیزمنتوب نه لري نو ولې یې غواړئ؟ ښکاره ده چې د لویې جرګې غوښتنه له ولسوالو مخالفینو سره د پخلاینې لپاره نه بلکه د یو شمېر خلکو په اند د نظام کږې ورباندې سمول غواړي. نو بیا لویه جرګه به د نظام کوم ځای اصلاح کړي. که فرض کړو چې لویه جرګه دایره هم شي ایا همدا ازمویل شوي اوسني او پخواني چارواکي به پکې په سلو کې سل رول و نه لري؟ ایا دا کسان به په لویه جرګه کې بیا بې ځایه قومي، ژبنیو او سمتي مسئلو ته لمن و نه وهي، د ملي سرود، افغانیت او اسلامیت مسئلې به بیا بیا را پورته نه کړي، د نظام په ماهیت به ناندرۍ راپورته نه شي، لا نورې کرکې او نفرتونه به و نه زیږوي؟ ایا که لویه یا دودیزه جرګه دایره شي، پریکړې هم وکړي زورور کسان به ورته غاړه کېږدي؟ وایي ازمویل شوي مه ازمویئ. دا ملت نور هوښیار دی، چا چې تر پاخه عمره قانون ته غاړه نه وي اېښې ناممکنه ده چې بیا یې ورته کېږدي.
همدارنګه، مهرباني وکړئ دې سوالونو ته ځواب ووایئ: ایا د جرګې د پرېکړو له امله په نظام کې د یو څو څیرو ادلون او بدلون به بیا هغه شرایط تکرار نه کړي چې د هېواد په ټولو اقتصادي بنسټونو یو څو کورنۍ حاکمې وې، د یوه عادي مامور د مقررۍ لپاره به د ولسمشر مرستیالان بیا یوه رئیس او مدیر ته تیلیفون و نه کړي، د کابل بانک شرمناکه قضیه به بیا تکرار نه شي، ټول ستر نظامي او ملکي قراردادونه به یوازې لوړ پوړي دولتي چارواکي تر لاسه نه کړي؟ د ګاذ او تیلو قرار دادونه به چاته ورکول کیږي؟ ایا قانون پلي کول، د پانګوالو خوندیتوب، مفسدین او جنایتکاران په سزا رسول به عملي بڼه غوره کړي؟ ایا د پاکستان ړانده راکټونه به همداسې په سرحدي ولسوالیو و نه اوري؟ ایا ولسمشر به مو بیا بیا پنجابیانو ته بې ګټې زارۍ و نه کړي؟ ایا د هېواد د اوبو څخه به ګټه واخیستله شي او که د ایران او پاکستان له ډاره به د هرې ملي او نړیوالې غونډې له اجندا د اوبو بحث و ایستل شي، د اوبو د مدیریت کومه وړتیا او ظرفیت به په هېواد کې رامنځته نشي او کوم کادر به په نړیوالو معیارونو ونه روزل شي؟ که رښتیا ووایو که جرګه دایره هم شي، یوازې یو څو څیرې به په نظام کې بدلې شي، ویلای شو چې پورته یوه مسئله به هم اصلاح نه شي او لا نوره وراني به هم رامنځته شي.
هو! ستره ستونزه په هېواد کې د سولې نشتون دی او یو شمیر خلک د دولت په وړاندې جنګېږي او بهرنیانو په شتون او څه نورو څيزونو اعتراض لري. دا مهمه مسئله ده. که تاسو د دې لپاره کومه د حل لاره لرئ مهرباني وکړئ ملت ته یې وړاندې کړئ.
اوس د حل لاره څه ده؟
که مو په رښتیا موخه د نظام اصلاح وي، د جرګې په نامه هسې ځاني او ګروپي غوښتنې نه لرئ نو بیا مهرباني وکړئ د هیواد د ناورین په ریښتینو حل لارو پسې وګرزئ. د حل لارې به زیاتې وي خو یوه ښه لاره دا هم ده چې اې د جرګې غوښتونکيو، که په نظام کې د ننه یاستئ او که یا له نظامه بهر، لمړی په رښتیا سره خپله اساسي قانون و منئ، په ځان او نورو ټولو افغانانو یې یو شان پلي کول وغواړئ، اوسني دولت ته د رغنده نیوکو سره سره لاس ورکړئ، سیاسي او اقتصادي بنسټونه د عامه افغانانو په مشارکت پرانېستي او غښتلي کړئ تر څو مو نظام له ماتېدونکي حالت څخه راوباسي او دولت مو د واک او ځواک خاوند شي. مهرباني وکړې د سترو لوبو کانې بیا مه تکراروئ چې یو شمیر نخبه ګانو مو روس او نورو انګریز ته د قدرت نیولو لپاره پناه وړه، د هیواد ملي ګټې د خپل قدرت د هوا او هوس مه قرباني کوئ.
پخوانی ولسمشر او یا هر بل رهبر که ځان ملي مشر بولي، که د زړه غواړي د ملي مشر کردار ادا کړي، راوړاندې د شي، د خپلې واکمنۍ د لاسته راوړنو او پاته راتلو خصوصا د فساد د ټینګښت، ترخو خاطرو، د هغو د لاملونو په هکله د یو کتاب ولیکي، رښتیا د ووایي چې اوس یې څنګه چاره کیدای شي. له نورو مشرانو، سیاستوالو، روحاني شخصیتونو او ځوانو کادرونو سره د یوازې او یوازې، لمړئ خپله اسلامي اصول، اساسي قانون، د هېواد نور نافضه قوانین پوره او په رښتیا ومني. تر ټولو لمړی د یوه ملي ژمنه وکړي چې سیاسي لوبه نه کوي، په عمل کې یې د هم ثابته کړي، بیا د هر پوهنتون، مکتب، وزارت، ولایت، فرقې، روغتون، مسجد او مدرسې ته ورشي، تر ټولو د مخه د دې افغانستان د اساسي قانون او نورو نافضه قوانینو بشپړ او یو شان پلي کول د په ټینګه وغواړي، خلکو ته د لمن وغوړوي، وعظونه او خطابې د وکړي، سیمینارونه او کنفرانسونه د راوغواړي، د فساد په ضد د نعره پورته کړي، فاسد خپلوان، زورواکان او دغل کاره ګوندي ملګري د له ځانه لېرې کړي…. خدای مهربانه دی نظام به اصلاح شي.
بیا د دې تېرو کلونو د سولې په نارو سورو یو ځل بیا غور وکړي او کمښتونو ته یې د ښه ځیر شي. د سولې نوښت د دا ځل بې پرې قومي او ولسي مشرانو او روحاني شخصیتونو ته ورکړي، ولسوالو مخالفینو ته د ننواتې ورشي، غوښتنو ته یې د غوږ ونیسي، که اخلاص وکړي الله تعالی به پکې برکت واچوي، ورور وژنه به ختمه شي، ملي پخلاینه او سوله به لاسته راشي چې د هر با ایمانه افغان ارمان دی.
په هېواد کې د همداسې ورځې په هیله

  1. محمد غارف رسولې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply