طالب ولې سوله نه کوي؟/محمد روښان ښاد

0 682
اوس له ټول ولس سره همدا پوښتنه ده چې طالب ولې سوله نه کوي؟ او دا دوه عمده دلایل لري. لومړی دلیل دادی چې طالب د پاکستان او نورو په لمسون او اشاره په افغانستان کې نیابتي جګړه پر مخ بیایي او هغوی د خلکو له  بدمرغه کولو، وژلو او د هېواد له بربادۍ مه واره بله کومه طرحه، اراده، اجنډا، پلان او پروګرام نه لري.
دویم دلیل دادی چې پاکستان د خپل واک او ارادې خاوند نه دی. طالب ته چې پاکستان، ایران او نور مغرض هېوادونه څه وایي، همغسې باید مخته لاړ شي. دوی حق نه لري چې د سولې نوم واخلي او نه هم د سولې اراده او صلاحیت لري، ځکه حکومت او په ځانګړي ډول جمهور رئیس غني د حکومت وسله والو مخالفینو ته بار بار د باعزته سولې بلنه ورکړې او له هغوی څخه یې غوښتي چې د ده د سولې بلنه ومني او خپلې مشروع غوښتنې او ستونزې دې د جنګ پرځای د مذاکراتو له لارې حل او وړاندې کړي.
حکومت له هغوی څخه د جګړې هر ډول پلمې واخیستلې، خو وسله والې او ترهګرې ډلې نه په خپل واک کې دي او نه هم د مستقلې ارادې او تصمیم نیولو صلاحیت لري او نه هم له وراني، ویجاړي او بدمرغي مه واره د هېواد او خلکو لپاره بله طرحه، پلان او برنامه لري، ځکه نو له جګړې لاس نه اخلي او لا هم بدمرغه جګړه پرمخ بیایي.
حکومت لا هم د سولې غېږه پرانیستې او لا هم د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د سولې ټینګار کوي، ځکه چې دا د افغانستان د ولس او خلکو غوښتنه ده. بیا هم غږ ورباندې کوي چې د سولې لاره اختیار کړي او د سولې د مذاکراتو او بهیر له لارې خپل سوله ییز او عادي ژوند ته ستانه شي او د هېواد په ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ کې له نورو هېوادوالو سره برخه واخلي.
حکومت د جنګ د مهارولو په موخه د تروریزم پر ضد واحد لیدلوری رامنځته کړ او هغوی یې دېته قانع کړل، چې د تروریزم تر منځ د ښه او بد تفکیک پرته د هغوی پر ضد مبارزه او قوه استعمال کړي.
همدارنګه جمهور رئیس سیمه ییزه اجماع او نړیواله اجماع رامنځته کړه او د نړۍ هېوادونه یې د تروریزم د خطر او تهدیدونو د دفعه کولو په خاطر دېته هڅولي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره چې د تروریزم ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، د مسلکي روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې مرستې وکړي.
لنډه دا چې حکومت د سولې لپاره پراخې او هر اړخیزې هلې ځلې کړې دي. حکومت تل ویلي چې سوله مو اساسي غوښتنه، مګر جنګ مو مجبوریت او مکلفیت دی او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ته د حکومت د زیاتې پاملرنې له امله د دوی وړتیاوې ښې شوي، د دوی د روزنې  او تجهیز په برخه کې نړیوالې مرستې شوي او په وارسا ناسته کې د منځمهال لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز ژمنې اخیستل شوې دي.
که چېرې افغان طالبان او وسله وال سولې ته غاړه کېږدي او خپلې غوښتنې د بین الافغاني مذاکراتو له لوري حل کړي، نو هم د دوی، هم د افغان ولس او هم د هېواد په ګټه دي. ځکه دوی به له خپلو کورنیو او اولادونو سره عادي او سوله ییز ژوند ته وروګرځي. هېوادوال به د ارام، هوسا او سوکاله ژوند سا واخلي او هېواد به مو د ابادۍ او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي او له نړیوال کاروان څخه به شاته پاتې نه وي، نو هیله ده چې طالب وسله وال د جنګ پر ځای د سولې لاره اختیار کړي او د بهرنیو مغرضو اشخاصو د پلانونو د تطبیقولو پرځای د خپل ولس، هېواد او هېوادوالو غوښتنو ته لبیک ووایي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply