زیربنا او اقتصادي پروژې/محمد بشیر یوسفزوی

0 874
د تېرو څلوېښتو کالو روان جنګ د افغانستان ټول بنسټونه داسې ونړول چې بیا رغاونه به یې لسیزې وخت ونیسي او همدارنګه دغو بدمرغه جګړو تر بل هر وخت افغانستان زیات بهرنیو مرستو او لاسنیوي ته اړ کړ.
په نیویارک کې په نړیوالو سوداګریزو مرکزونو له بریدونو او د خلکو له وژلو وروسته افغانستان ته د نړیوالو پام ور واوښت، د سوله ساتو ځواکونود رالېږلو ترڅنګ یې پرېمانه مرستې هم له افغانستان سره وکړې، خو ستونزه دا وه چې د ښې حکومتولۍ او موثر مدیریت د نشتوالي له امله یادې نړیوالې مرستې نه یوازې پرځای ولګېدې، بلکې خلک یې بد روږدي کړل، له هغوی یې د کار او زیار انګېزه واخیسته او یوازې په بهرنیو مرستو یې متکي کړل.
مګر ملي یووالي حکومت د ولسمشر غني په هڅه، پلان او لارښوونه کوښښ وکړ چې په خلکو کې د کار، زیار او په خپلو پښود ودرېدو روحیه پیاوړي کړي، هغوی د پرځان بسیاینې لورته نږدې کړي  او د همدې لپاره یې نړیوالو ته وویل، موږ نه سپین چک غواړو او نه هم بې قید او شرطه بسپنې، بلکې موږ غواړو چې د نړیوالو مرستو د ښه لګولو او خودکفایۍ په برخه کې هم خپلو خلکو او هم نړیوالو مرسته کوونکو ته ځواب ویونکي واوسو.
د ولسمشر غني په مشري ملي یووالي حکومت د زیربنا او ملي پروژو پلان او تطبیق ته پام او تمرکز زیات کړ او د همدغه تمرکز له برکته وتوانېد چې په دې برخه کې څلوېښت کاله وروسته د افغان- هند دوستۍ (سلما) بند جوړ کړي.
سره له دې چې افغانستان کرنیز هېواد دی، پرېمانه اوبه او ځمکې لري، خو د جګړو، نه پاملرنې او ګڼو نورو لاملونو له امله یې تر دې مهاله له خپلو اوبو او ځمکو استفاده نه ده کړې.
ملي یووالي حکومت د تېرو حکومتونو برعکس زیربنا او په ځانګړي ډول د خپلو اوبو مهارولواو ځمکو ابادولو ته پام ډېر کړی دی. ملي یووالي حکومت د اوبو د مهارولو، د اړتیا وړ برېښنا د تولید او د ځمکو د خړوبولو په موخه د ۲۹ بندونو جوړول چې د عملي کولو په بېلابېلو پړاونو کې قرار لري هم په پام کې ونیول.
د کجکي دویم فاز کار په نږدې راتلونکي کې بشپړېږي. د کمال خان بند کار تکمیلېږي یو فاز یې په راتلونکي کې خلاصېږي او بل یې قرارداد کېږي. همدارنګه د فراه بخش اباد بندقرارداد هم ايټالویانو سره شوی دی.
لومړی ځل د انرژۍ د تولید او بندونو دجوړولو په برخه کې د خصوصي سکتور ونډې ته پاملرنه شوې. کجکي بند د حکومت او خصوصي سکتور په ګډه همکارۍ جوړېږي. په راتلونکو درې کالو کې به  دومره بندونه جوړ شي چې په تېرو ۲۵۰ کالو کې په افغانستان کې نه دي جوړ شوي.
حکومت کوښښ کوي چې د زیربنایي پروژو له لارې هم خلکو ته د هوسا او ارام ژوند زمینه برابره کړي او هم په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچه راټیټه کړي. له همدې امله حکومت د هېواد او سیمې په کچه ځینې پروژې په پام کې لري او د ځینو کار یې عملاً پیل کړی دی.
د سیمې په کچه د غازو د نل لیکې (ټاپي) پروژې عملي کار پیل شوی چې له امله به یې افغانستان هر کال میلیونونه ډالره مالیه او د اړتیا وړ غاز ترلاسه کړي.  ټاپي پروژې سره یو ځای د اورګاډي کرښه، د برېښنا او نوري فایبر لینونه هم غځېږي. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار هم په نږدې راتلونکي کې پیلېدونکی دی. دا او دېته ورته پروژې د خلکو د اړتیاو د پوره کولو تر څنګ هغوی ته کاري زمینې هم برابروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply