افترا او په نافذه قوانينو او شريعت کې د مفتري سزا

0 691

«پاچاخېل جای فساد اس» دا د شاهي دورې د يوه حاکم خبره ده چې زموږ د کلي په اړه يې کړې وه.
د هغه وخت د حاکم شکايت چې يو عسکر به ټول کلی په مخه کړی و. له حاکمه خو خلکو لکه مار پوست غورځاوه، خو دغه ولسوال د څو کورونو له دغه واړه کلي پزې ته راغلی و.
رحمت الله نبیل د وزير اکبر خان مېنې يو راز که تور دا را برسېره کړی چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د کوم سرکاري زورور په کور کې د ټاکنو د جعلي کارټونو د چاپ ماشين لګېدلی و چې درګرده يې شپه و ورځ د ټاکنو جعلي کارټونه را ايستل.

د نبيل په خبره، سره له دې چې ولسمشر او امنيت شورا ته يې د دغه جعل راپور وړاندې کړ، چا پرې غوږ و نه ګراوه او پام‌وړ و نه ګڼل شو.
پر وزير اکبر خان مېنې يو بل تور ښاغلي سياف وار له مخه پورې کړی، د ده په خبره، د طالبانو اعلاميې د وزير اکبر خان مېنې په کورونو کې ليکل کېږي. له دې مالومېږي چې وزير اکبر خان مېنه جای فساد ګرځېدلی.
که څوک څراغ پسې را واخلي، ښايي د نورو فسادونو پته هم ولګولای شي، درېغه پر دغسې فسادپېشه سيمه د وزير اکبر خان نوم نه وای پورې او د کوم دبړه‌مار او جنګسالار نوم يې ورسره سنجاق کړی وای.
ماڼۍ او قاروني پانګه په رښتيا د فساد سرچينې دي، دلته چې فساد سترګې و نه غړوي، پل وانه‌خلي، و نه غوړېږي، خوار، غريب او بې‌وزلي د فساد دغسې وس او خونديتابه نه‌شي موندلای.

اراوښاد استاد الفت همدې ته په کتو فرمايي؛
د يوسف څيرې جامو کې څه ګناه ده؟
ښه لباس کې چې ګناه کړي زليخا ده
راځئ څيرې کړو دا ښې جامې رنګينې
په‌کې وګورو څېرې ډېرې ننګينې
را به شو د ښاغلي نبيل بې‌وخته افشاګري ته، په دې اړه لومړۍ کتنه دا ده چې د ده په خبره، د چاپ ماشين په وزير اکبر خان کې جعلي کارټونه چاپول، نه کرنسي او بانک‌نوټونه.

خو د کارټونو د چاپ چاره دومره سخته نه ده، بلکې د جهلم زاړه او له کاره لوېدلي ماشينونه يې هم په يوه درز يا ډاپ چاپولای شي. د دغې چارې له‌پاره د کابل، ولايتونو او پېښور چاپخونې لږ وې چې په کور کې يې ماشين ورته لګاوه؟ دومره اهتمام څوک د ډالرو چاپ ته نه‌شي کولای، په فاسد نظام کې به يې د شړېدلو ټاکنو کارټونو ته څنګه وکړای شي؟
د ټاکنو جعل يا تقلب د کارټونو زېږنده نه دی، بلکې د رايو له پاڼو د صندوقونو د ډکولو پايله راختلې ده.
کارټ د کوم پټي مولۍ ده، کارټ که اصلي و، که جعلي، چا ورته نوک نه‌شو نيولای؟

له هرې مطبعې چې يې غوښتي وای په خدمت کې يې وه، چې مازې يې سترګې ور اړولې وای، د کارټونو په منځ به يې پت کړی و.
که بيا هم د ښاغلي نبيل خبره ومنل شي، ولسمشر او امنيت شورا ته د راپور وړاندې کولو څه اړتيا وه، پرې ورغورځېدلی به و، ټوله درغلي به يې مېډيا ته راوتلې وه، دا د نبيل واک او کاري مسووليت و.
پر حکومت او ولسمشر غني دا د ښاغلي نبيل لومړی تور نه دی، تر دې له مخه يې هم دغسې جنجالي څرګندونې مېډيا ته را ايستلې دي، خو حکومت يې سپيناوي ته نه دی ټينګ شوی.

حکومت کله دومره جدي وي چې د لويې جرګې پر تش ملاتړ د ولسمشر سلاکار او سناتور له دندې ګوښه کړي، کله دومره بلا وهلی وي چې سپيناوي ته يې هم اوبه نه‌شي ځګ کېدای، په هغسې څرګندونو هم غوږونه کاڼه ګرځوي چې د نظام او حکومت د پايښت ستنې بې‌سېکه کولای شي.
ښاغلي نبيل پر پخواني او اوسني ولسمشرانو دواړو د فساد او درغلۍ تور پورې کړی. د حامد کرزي فساد او درغلي دا چې له خپل واک او صلاحيته يې د غني په پلوي ګټه پورته کړې، ګويا د خپل مسووليت او لوړې پر خلاف يې د رڼو ټاکنو مخه ډب کړې ده.
د غني د پزې پېزوان دا چې د جعلي يا تقلبي ټاکنو په مټ د ولسمشري چوکۍ ته رسېدلی دی.

د رڼو يا جعلي ټاکنو سوال ځکه منتفي دی چې ولسمشر او اجراييه رييس د ملت د ارادې په مټ د ټاکنو له پايلې دغه مقام ته نه دي رسېدلي، بلکې د جان‌کېري د جوړجاړي په فارمول د حکومت په وېش سره سلا شوي دي.
ټاکنې که رڼې تر سره شوې که چټلې، د ښاغلي نبيل افشاګري داسې ده لکه د باد تر ماتېدو وروسته چې يې ځان په پلتۍ وهلو اړ بللی وي.

د ښاغلي نبيل څرګندونې ژروناليزم نه دی، د کومې رسنۍ خپور کړی خبر نه دی چې بې‌باوره يا جعلي وګڼل شي. نبيل ژورناليسټ نه دی چې خبر جوړوونکی راووځي او بيا يې خبره بابېزه وګڼل شي. دی د افغانستان د ملي امنيت دوې دورې رييس پاتې شوی.
ده ښايي هغه کس چې د جعلي کارټونو د چاپ ماشين يې په کور کې لګولی، په ګوته کړی وای.
که په ګوته يې نه کړي، د ده ادعا افترا ده او د مفتري سزا د افغانستان په نافذه قوانينو او شريعت کې څرګنده ده.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply