همګرايانو د حکمتيار ټول پلويان له اجراييه رياسته شړلي

0 857

وروسته له هغه چې عبدالهادي ارغندیوال د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي لاره بېله کړه او د انجينر محمد خان په ګډون يې څو پخواني حزبيان په ځان پسې کړل، د اجراييه رياست لومړي مرستيال محمد خان له دغه رياسته ټول هغه حزبيان شړلي چې لا هم د حکمتيار پلويان پاتې وو او له ارغنديوال سره يې غاړه نه وړه.

دوی ته دوه انتخابه ورکول شوي چې يا دې په ارغنديوال پسې شي او له انجينر محمد خان سره دې په اجراييه رياست کې پر دندو پاتې شي او که دا فرمايش نه مني؛ نو څوکۍ به خوشې کوي.

هغه مهال چې ارغنديوال له جمعيت سره په ټاکنو کې غوږ وجنګاوه، د حزب اسلامي له لوري يې انجينر محمد خان د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی مرستيال خوښ کړ او په دې توګه د حزب پرېمانه غړي له همګرايانو سره يوه ځای او وروسته په اجراييه‌ رياست کې د جميعت له کسانو سره برتۍ شول، خو وروسته چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار سوله وکړه او وطن ته راغی، ارغنديوال ورڅخه لاره بېله کړه او په دې توګه په اجراييه رياست کې شته حزبيان هم په خپلو کې سره ښکر په ښکر شول.

انجينر محمد خان چې د ارغنديوال پر کوټه برکت وايي، د اجراييه رياست ټولې څوکۍ د ده او ارغنديوال د ملاتړو حق بولي او هغه کسان يې له يوې مخې له دغه رياسته شړلي چې ارغنديوال يې د خپل سياسي مشر په توګه نه مانه او لا هم له حکمتيار سره پاتې وو.

په اجراييه رياست کې له لويه سره همګرايانو دندې او څوکۍ د وړتيا، ژمنتيا، کاري تجربې او لايقت په اساس نه، بلکې د سليقې په اساس پر هغو کسانو ووېشلې چې د دوی خوښ وو او اوس يې پرته له دې چې قانوني پروسه په نظر کې ونيول شي، همداسې يې هغه کسان يو په بل پسې له دندو ګوښه کړي دي چې د دوی خوښ نه وو.

سرخط ته د په لاس ورغليو مالوماتو په اساس، همګرايانو د حکمتيار د پلويتوب په جرم تر اوسه پورې له اجراييه رياسته د قومونو او قبايلو په چارو کې مشاور ډاکټر سیف الدین عمرخېل، په امنيتي چارو کې مشاور ډاکټر محمد موسی خاورین، د مطبوعاتو امر اسد الله شهاب، د نشراتو مدير خليل احمد کاریاب، د جنډر غړې بي بي هاجره، د امنيتي چارو د مشاور موټر چلوونکی شکور الله خان، د امنيتي چارو د مشاور ساتونکی محمد اسماعيل، د امنيتي چارو د مشاور بل ساتونکی رحیم الله، د قومونو او قبايلو چارو د مشاور موټر چلوونکی محمد فېروز، د قومونو او قبايلو چارو د مشاور ساتونکی شفیق الله او د محمد خالد په نامه د اداري امريت يو تن کارکوونکی له دندو ګوښه کړي دي.

په دې سربېره، د اجراييه رياست مشاور قاضي نجي الله، ذاکر او د قاضي نجي الله يو تن سکرټر هم په دغه اړ و دوړ کې خپلې دندې داو کړې دي.

د انجينر محمد خان په خوښه له دندو په ګوښه شويو کسانو کې ځينې داسې ځوانان هم شته چې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي غړيتوب نه لري، خو ده همګرايانو ډلې ته داسې کسانو ورپېژندلي وو چې هغوی د حکمتيار پلويان دي.

انجينر محمد خان وېرېده چې دغه ځوانان به هم د حکمتيار د ډلې غړي وي.

خو د ښاغلي محمد خان مطبوعاتي مشاور عمرخېل بيا دا نه مني چې ګواکې دوی دې په دې خاطر څوک منفک کړي او له دندو شړلي وي چې د حکمتيار پلويان دي.

دی وايي، خلک تللي، خو ځينو د ځينو شخصي ستونزو له امله استعفاوې ورکړې او ځينې نور بيا بهر ته تللي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply