د محقق غیر مسؤلانه څرګندونی /محمود یاسر

0 788

محمد محقق د اجرائیه ریاست دویم معاون ، په تهران کي د ( ددوستان اهل بیت ) په کنفرانس کی په خپله وینا کي دخپل شان او خپل مقام په خلاف غیری مسؤلانه څرګندونی کړي ، هغه په دغه وینا کي په سوریه کی جنګیدونکی د فاطمییون لښکر چي ټول یی افغان شیعه هزاره دي او د ایرانیانو په لاسو روزل شوي اوبیا یی د سوریی جنګ ته د معاش په مقابل کی لیږل شوي او هلته د سني مذهبه وګړو په مقابل کی او دبشار الاسد د ظالم او قاتل رژیم په ملاتړ، او په اصطلاح دمقدسو مقاماتو د خوندي ساتلو ترنامه لاندی په وینه تویونکي وحشیانه جنګ کی بوخت دي ، ستاینه کړی او دهغوي دغه جنګ یی د کفر (سنیانو ) په مقابل کی د اسلام جنګ بللي اوترڅنګ یی دایران د پاسدارانو د لښکر دمشرقاسم سلیماني نه ، چي په سیمه کي دفساد او جنګ د خپرولو ستر عامل دی ، د سردار په نامه او هم یی د لبنان دحزب (….) دمشر نه د بشارد قاتلانه رژیم د خوندي ساتلو اود سُني مسلمانانو د عام وژنی په اړه ستاینه کړی.
دا په داسي حال کی چي محقق یو ځل مخته هم د هیواد د یوه تلویزوني شبکي سره په مرکی کي ویلي وو چی ( د ایران ګټي ورته د خپل هیواد تر ګټو مهمی دي ).
معلوم نه ده چي زمونږ دهیواد دغه چارواکي او د قومی او مذهبي عصبیتونو راپارونکي وګړي ولی د پردیو اوبیا په ځاګړی توګه د ایران دصفوي رژیم د ګټونه په دفاع کي بوخت دي . محقق صفوي ایران ته د هیواد د اجرائیه ریاست د دویم معاون په څیر سفر کړی ، هغه ته ددي حق نه شته او نه وو چي هغه دي د هیواد د اجرائیه ریاست د دویم معاون په څیر دخپل دغه رسمی مقام نه په ګټي اخیستو سره د عصبیت او مذهبي ناولو او کرغیړنو جنګونو تر نامه لاندی دغه ډول اوتی بوتي ووایی.
ایران ، دخپل اخوندي انقلاب نه وروسته په سیمه کي د اسلامي امت له پاره ستر سر درد ګرزیدلي ، ټوله سیمه یی په اور او جنګ کي راښکیل کړي ، که دا د یمن د هوتی باغیانو جنګ دي ، که دلبنان دشیعه او سنی ترمنځ فساد دی ، که په سوریه کی د بشار د قاتلانه رژیم د عام وژنی مسئله ده ، که په بحرین او افغانستان کي کورني جنګونه دي ، ایران په ټولو کی په مستقیم اویا غیر مستقیم ډول برخمن دی . ان تردي چي د همدي قاسم سلیماني د وینا له مخی چي د ایران جاسوسی دستګاه د افغانستان ټوله فضا او زمکه تر کنترول لاندی لري ، بلکه، دهغه دوینا له مخی ، په دریو ولایاتو کی نیغ په نیغ خپل جاسوسي سیستم لری او د پاسدارانو لخوا کنترولیږي . د ایران ولسمشر روحاني په افغانستان کی د اوبو دبندونو د جوړیدو مخالفت کوی او په زغرده وایی چي په دغه هیواد کي به د بندونو د جوړولو اجازه ورنه کړي .
په سوریه کي د فاطیمنو تر نامه لاندي لښکر چي د ایرانیانو په وینا په کي نژدي ۲۰۰۰۰ زره هزاره شیعه افغانان په وسلو سنبال جنګیږي ، یواځي د سوریی له پاره نه دي جوړ شوي ، بلکه لکه څنګه چي مخکي مو هم بیا بیا تکرار کړي چی دغه لښکر د افغانستان د نا ارامۍ اوپه سیمه کي د یوي بلي فاجعي د زیږیدو له پاره جوړ شوی لښکر دی .
د ایران پاسداران نه یواځي ددي فاطمیونو لښکر له پاره هزاره شیعه افغانان دخپلو مجبوریتونو له مخی استخداموي بلکه په افغانستان کی دهمدي قومي لږه کیو له پاره دښارګوټو په جوړولو او هلته د خپلو لاسپوڅو په نظامي روزنه کي پوره لاس لري . او غواړی چي په راتلونکي کی افغانستان هم په دوهمه سوریه تبدیل کړي .
په دی اړه همدغه محقق څه ډیره موده مخکي ایران ته دخپل سفر په جریان کی د ایراني واکمنانو نه غوښتي وو چی که یو ځل ورته د افغانستان نظام وسپارل شي نو دتل له پاره به پري دبشار په څیر حکومت وکړي . د محقق د اوسنیو خبرو نه هم همدا د ویني بوي راځي ترڅو صفوي ایرانیان دخپل پوره ملاتړ له پاره راوبولي اوهم د فاطمیون دلښکرو د عسکرو ترڅنګ د ایران دپاسدارانو او د لبنان د حزب (…) په مرسته راتلونکي افغانستان د یوه بل ډیر خطرناک اوګواښمن کړکیچ سره مخ کړی .
په دي اساس د هیواد سیاسي مسؤلین باید د درایت نه کار واخلی او دمحقق د بیرته راستنیدو سره سم نوموړي د قضایی پوښتنو لاندی راوړي او دخپلو دغو غیر مسؤلانه څرګندونو په اړه تري پوښتني وکړي .
دا باید په یاد ولرئ چی که چیری د دي مصیبت غم همدا اوس ونه کړل شي نو په راتلونکی کی چي ورځ تر بلي اوبه له ورخه تیریږي اوپه هیواد کي د صفوي ایران لاسپوڅي ځواکمنیږي ، بیا به هیواد د سوریی نه په بدترو حالاتو کي ، خدای مه کړه ، ور غورځي . او دا به هغه حالت وي چي هیڅ منلی اوپه هیواد مین افغان ته به دمنلو وړ نه وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply