اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟/ډاکتر یاسین صحرایی

0 1,264

ډاکتر یاسین صحرایی

د ننکرهار پوهنتون طب پوهنځی د پنځم ټولګي محصل

 د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه له همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.

لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کوي:

– د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کي یې د شکرې اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي.

– زیاته ډوډۍ خوړل: هغه کسان چي زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.

– د سګرېټو څکول: د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.

– د بورې زیاته استفاده: د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي.

– ککړه هوا: د انسان دماغ په وجود کي تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا کمېږي.

– د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی: خوب دماغ ته اجازه ورکوي چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي چي د دماغ حجرې مړې سي.

– د خوب پرمهال د سرپټول: کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اوکساید کچه لوړېږي چي پر دماغ باندي سخت تاغېز کوي.

– د مریضۍ پرمهال له دماغ څخه کار اخیستل: د ناجوړۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعني مطالعه کول او پر دماغ باندي فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کي کموالی راولي.

– د هڅوونکو فکرونو نشتوالی: انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کي ذهن کمزوری کېږي.

– لږ خبري کول: ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي خو د دې برعکس نه ږغېدل ذهن پڅوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply