د پارلمان لسګونه وکيلان کندهار ته تللي، نه خپله پوهېږي چې هلته د څه لهپاره تللي، نه خلک پوهېږي چې وکيلان او د حکومت نور سياسي مخالفان څه پلان لري، نه ښايي حکومت پوهېږي چې دې ښاغليو ته څه بده ورپېښه ده، خو عام خلک له يوې مخې په دې باور دي چې دوی که سره راغونډ دي؛ نو دسيسه جوړوي يا يې يوې نوې غلا ته پياز په ګنډه وهلي، يا يوه نوې لاره جوړوي چې ولس ورباندې ولوټي.
کندهار ته تللي ښاغلي هر يو بېل بېل درد لري. د يوه هغه پيسې او شتمنۍ کنګل شوې دي چې په تېرو کلونو کې يې په يوه او بله لار يې له دې وطن او خوار ولس څخه تروړلې دي. د بل څوکۍ له لاسه وتلې، بل په راتلونکيو ټاکنو کې د ځان له ناکامي وېرېږي، بل د يوه پردي هېواد د فرمايش بار پر اوږو اخيستی، ځينې نور بيا له همدې غلو سره د ملګرتيا په پاس هلته ناست دي، ځکه خو چې هر يو وپوښتې، د غونډې په اړه بېله بېله خبره کوي.
عطا، د دوستم زوی او څو نور ښاغلي په مزار کې يو نيم ساعت په الوتکه کې کمربندونه تړلي ناست وو، د سفر دعاوې يې هم کړې وې او زړه ته يې تېره کړې وه چې يو نيم ساعت وروسته به پر کندهار ورکښته کېږي، خو په وروستيو شېبو کې يې تمه وخته، بېرته د مزار پر هوايي ډګر راکښته او کورونو ته ولاړل.
عطا چې خلک يې د شمال امپراتور بولي، چا يې په اړه داسې فکر نهشوای کولای چې دومره به هم يوه ورځ سپکېږي، داسې خواره ورځ به ورباندې راځي، يوه اوونۍ به کندهار ته د تلو اعلانونه کوي، د سفر د دعا تر ويلو وروسته به هم، کندهار ته لا د تګ واک نه لري او ټيټ سر به بېرته له الوتکې راکښته کېږي.
چا داسې فکر هم نهشوای کولای، خو د عطا خپلې سياسي خامۍ، ناپوهۍ او تېروتنې د دې لامل شوې چې دا دی خلک يې په سترګو ويني چې عطا د املوکو په تول کې ځي.
نکلنا خلد سې ادم کا سنتې ايې هیں لېکن
بهت بې ابرو هو کر، ترې کوچې سې هم نکلې
ظاهر قدير چې وار له مخه له نورو وکيلانو سره کندهار ته رسېدلی، وايي، ولسمشر ده واک ته رسولی او بېرته يې له تخته کښته کولای هم شي.
دا څو کاله د ښاغلي قدير ستوری چپه څرخي، په لوی لاس ځان سپکوي، په لوی لاس د خلکو ځان ته ور پام کوي.
يو څه وخت خو يې يوه سي ډي په جېب کې ګرځوله، خو بيا مالومه نهشوه چې په سي ډي کې څه شی و، که خالي وه، اما قدير يې تر ډېره وخته په حاجي سي ډي مشهور کړی و.
بيا يې د داعش ګرېوان ته لاس ورواچاوه، هم يې هلته د داعش بدي وکړه او اوس په ننګرهار کې له ډاره سر نهشي پورته کولای، هم يې د داعش په دښمني کې، دلته د حکومت مهم کسان د داعش په ملاتړ تورن او له ځانه مرور کړل، اوس يې په کابل کې څوک په خوله پياز نه خوري.
ته چې په ننګرهار کې خپله مېنه له داعشه نهشې خلاصولای، په خپل ولايت کې د ترور او وژنو مخه نهشې نيولای، خو کندهار ته ځې او ولسمشر ته د ګوښه کولو ګواښونه کوې.
چرګه په دې ترخه شوروا.
همايون همايون په خپل ولايت کې دوه تنه خواخوږي نه لري، تر پلويانو يې مخالفان زيات دي، هلته يې له خولې لاس اخيستي وي، د وطن برخليک ټاکي.
پکه چا په ورا کې نه پرېښوده، دې د سر کجاوه غوښته.
نور نو ولس تر دوو سپوږمو راغلی دی، حوصله ختمه ده او د غلو، داړهمارانو، خېټورو، زورورو او ښکرورو سپينسترګي تر حد اوښتې ده.
حکومت هر څه کولای شي، نور دې نو دا بېخونده کيسه يو طرفه کړي، دا چې څنګه يې يو طرفه کوي، حکومت تر نورو ښه پوهېږي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320