پاکټي چای تر څښلو هاخوا دا کمالونه هم لري

0 1,063

پاکټي چای به مو ليدلی او څښلی وي. پاکټ يې څوک د جوش اوبو په پياله او څوک په ترموز کې ډوبوي.
خو راځئ نن په سرخط کې ولولئ چې تر څښلو هاخوا د چايو دغه پاکټونه نور کوم کمالونه لري.

د دغه چای پاکټونه د چايو تر څښلو وروسته د خپل باغ په یوه برخه کې تر خارو لاندې کړئ، ځکه تر ځمکه لاندې یو ډول کود تولیدوي چې باغ ته مو په ګټه دی.
که مو پښو ډېر بد بوی کاوه، دا پاکټ د یوې شپې یا ورځې له‌پاره په خپلو بوټو کې کېږدئ، بد بوی به یې ورک شي.

که مو چېرې قالینه او یا هم فرش چرک واخیست، لوند پاکټ پر هماغه ځای کښېږدئ، خيرې يې ورکېږي.
که مو د کور ښيښې چټلې شوې، نو همدا پاکټونه تر لوندوالي وروسته په ښيښو ووهئ.

او که مو وېښتان نه ځلېږي، نو همدا پاکټونه په اوبو کې پرېږدئ او بیا یې په سر ووهئ، وېښته به مو ځلا پیدا کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply