دا ژمی دې د مهاجرت وروستی ژمی وي

0 666

موده وشوه چې د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي پرله‌پسې وايي چې راتلونکی کال به له هېواده د جګړو ټغر ټولوي او هڅه به کوي چې تر ډېره پورې د هېواد له زياتو سيمو که جګړه بېخي ورکه نه‌شي، حد اقل ته به يې راکموي.
افغان چارواکي هر کال دغسې څرګندونې کوي او عموماً د کال په مني او ژمي کې دا ډول باټې لا زور واخلي، خو چې نوی کال را دبره شي، بيا هماغه زوړ ملا او زړې تراوې وي.

که څه هم په دغه برخه کې تر زياتې اندازې پورې د افغانستان په جګړه کې د سيمې او نړۍ د استخباراتو ښکېلتيا، د زورورو هېوادونو ګټې او مافيا ده چې جګړه درېدو ته نه پرېږدي، خو په دې هم سترګې نه‌شي پټېدای چې په هېواد کې روانه جګړه، تر يوې اندازې پورې په څنګلوريو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو له امله هم توده ده.

په ايران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال د افغانستان خوږ ګوتې دي چې د دښمن تر چاړه لاندې راغلې دي. نه يې هلته پرېښودای شي، نه يې ورڅخه راکشولای شي او نه يې هم له ځانه غوڅولای شي.
په دې وروستيو کې يوازې له ايرانه څوارلس زره افغانان راشړل شوي دي چې تر څلور نيم زره زيات يې يوازې په تېره اوونۍ کې را شړل شوي.
ايران هر کال د ژمي په يخو شپو کې هلته پر مېشتو کډوالو کړۍ راتنګه کړي او تر نيولو وروسته يې افغانستان ته راوشړي.

راشړل شوي کډوال بيا نه دلته د سرپنا ځای لري، نه کور نه کاروبار او نه هم په لاس کې دومره څه لري چې تر خپلو سيمو او خپلوانو پورې ځانونه ورباندې ورسوي.

د دوی لويه برخه په ايران کې په نشو هم روږدي شوي وي، دلته يا مري، يا پرېمانه نور ځوانان هم په نشو اخته کوي او يا هم د حکومت د مخالفو وسله‌والو ليکو ته ځي، ځکه کار روزګار نه لري او له مجبوري د دښمن بېګار ته زړه ښه کړي.
په دې سربېره، ايران له هماغه ځايه زيات افغانان د کرايي قاتلانو په توګه سوريې او عراق ته لېږي او هلته ورباندې د ايران ګټې ساتي. داعش بيا يې بېرته غچ دلته په افغانستان کې له افغانانو اخلي.

هاخوا پاکستان له افغان کډوالو سره همدا لوبه کوي.
د طالبانو تر نيمايي زيات جګړه‌مار هغه افغان کډوال دي چې کورنۍ يې په پاکستان کې مېشتې دي.

دوی کوچني په پاکستان کې رالوی شوي دي، هلته يې ماغزه پرېمنځل شوي او پاکستانيان چې د افغانستان په اړه هر څه ورته وايي، دوی يې مني.
په دې سربېره، پاکستان له دغو کډوالو څخه پر افغانستان د فشار د الې په توګه هم کار اخلي او وخت ناوخته يې د شړلو ګواښ کوي.
بيا نو افغان لوری يا يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار ته زارۍ کوي، يا يې د اسلام‌اباد لمن نيولې وي چې کډوال دې نه را شړي.

که دغه نن په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له يوې مخې هېواد ته راوستل شي، کال دا شپې به زرګونه افغانان له جګړو ژوندي پاتې شوي وي.
که افغان حکومت اندېښنه لري چې افغان کډوال به دلته سم و نه ساتلای شي، غلط فکر کوي.

افغان کډوال په پاکستان کې هم چندان د انسانيت ژوند نه لري.
دغه کډوال په پاکستان کې هم د کمپونو په خاورينو کوډلو کې اوسي، د څښاک پاکې اوبه نه لري، کمپونو ته ورغلي سړکونه يې خام دي، روزانه په تکليف ورته پيدا کېږي، ګاز، برق، کلنيک او ښوونځی په سخته پيدا کوي او په ښارونو کې يې هم څوک په خلاصو پښو ګرځېدو ته نه پرېږدي.
دوی که هېواد ته راوستل شي، دلته که هماغسې د پاکستان د مهاجرت په څېر ژوند وکړي هم، تاوان به نه دوی کړی وي، نه موږ، بلکې هېواد ته به مو لويه ګټه رسولې وي.

بيا به پاکستان په ګورت کې افغان کډوال نه لري چې په وسلو يې بار کړي، يا بمونه ورپورې وتړي او افغانستان ته يې راولېږي.
د روانې جګړې يو قوي اړخ همدا کډوال دي او حکومت که غواړي د جګړې لمبې قرارې کړي، کډوال دې را په کور کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply