اکرم خپلواک د ولسمشر اشرف غني په ماموریت کې / عبدالهادي هدایت

0 919

 

بېله تلوسې يې وایم ، خپلواک دحامدکرزي په حکومت کې د یوځوان سیاستوال په حیث راڅرګند شو. هغه د ولایت نه تر وزارت  پورې دنده اجراء کړې ده  د کرزي په ماموریت کی هم د یوه سپېڅلي  وطندوست اوښه مدیر په توګه دروند  شخصیت خپل کړ. یوه ځانګړنه یی دا وه چې د نورو سیاسینو په څېر يې  په تېر کې بده مخینه نه درلوده خپلواک دهغوی برعکس ددې هیواد نوی او ځوان سیاستمدار و، زه نه غواړم چې داغراق تر کچې دیو چا بیځایه مدح  وکړم ځکه چې بیځایه مدح  د اسلام مبارک دین او انساني اخلاق هم نه خوښوي. یوه بدبختي چې په دې وطن کې شته  هغه دا چې همېشه دکار د خلکو پر وړاندې خنډونه او مشکلات وي. زه دخپلواک دشخصیت په اړه لنډ نظر ورکوم هغه ډیر ټولنیز خاصیتونه لري، هغه د یو تقواداره ځوان سیاستوال په حیث د نشو اوتماشو څخه خلاص دی،  هغه دځوان سره ځوان او دسپینږيري سره سپینږيری دی هغه هم سیاست کوي او هم دفرهنګیانو خیال ساتي د شناخت جوړولو او ښې دوستانې اوچتې  وړتیاوې لري. کله چي ډاکتر اشرف غني واک ته ورسېد دهغه سره دیو ویښ ، فعاله مشاور او یوه  مخلص مامور په  څېر په  دنده بوخت شو. ددې سره جوخت هغه مافیایی ډلو اوغلو چې دولسمشرغني څخه یی فاصلې پیداکړې په ډېرو ځایو نو کې  به یې که  په ولسمشر وس نه رسېده پرخپلواک به یی  زړه خالي کړ او خپلواک به یی دارګ،  د دوی او  دولسمشر دفاصلې سبب وباله. خو  اصله خبره داسې نه ده، د ولسمشر چار چاپېره نور کسان هم شته هغوی په ځینو وختوکې ګزاره او محافظه کاري  کوي په خاص ډول دهغو خلکو سره چې ولسمشر تخریبوي؛  خو د ښاغلي خپلواک بیا دریځ څرګند او قاطع دی څوک چې ولسمشر تخریبوي خپلواک دهغوی په وړاندې ټاکلی دریځ لري او هره خبره دمنطق او ثبوت په رڼا کې ورسره شني. په دې ورستیو کې  چې هېواد کې  د مافیایی ډلو له خوا کومې غونډي وشوې په خاص ډول دکندهار په غونډه کې ټولې هغه  بهانې چې عطانور يې  ولي کندهار ته  پرې نه ښود ؟ حکومت ناکاره دی؟!  ټولو غلو خپلواک ته رد – بد  وویل.

اوس خبره داده چې مافیایی کړۍ ددې هڅه کوي چې د ولسمشر ډېر  نږدې خوا خوږي په نښه کړي ترڅو  له دې تشې او لارې ځان هدف ته ورسوي خو یوه خبره ولسمشر ته  په ډاګه کوم چې ولسمشره !  د ولس ټینګ  باور دې تر لاسه کړی دی په دې کې هیڅ شک نشته چې دا ستا ( ولسمشر) د سپیڅلې ارادې برکت و چې  د فساد او  اصلاح په برخه کې مو وښود. ښه بېلګه یې په هیواد کې د غاصیبینو او غلو ګیلې او نارې  دي هغه، چې پنځلس کاله یی د ملت په برخلیک  لوبې کړي  ولس اوحکومت يې دواړه یرغمل کړي وو،  نن هر څه بر عکس دي ولسواکۍ  رشد کړی ، د فساد پر وړاندې مبارزې نتیجه ور کړې ده د ځمکو د غصب مافیايي  ټېمونه  د شنډېدو په حال کې دي . دامنیتي ځواکونو په برخه کې بنسټیز کار شروع دی، د زده کړو او تحصیلونو بهیر ګړندی دی، د نړیوالې ټولني اعتماد جوړ شوی دی،  پاکستان  د نړۍ پر سیاسي سټیج د یوه ترهګر هېواد په توګه انزوا ته درومي ،  پر  ډېرو  قوي اقتصادی پروژو  باندې عملاً  کار روان دی ، د اولس سره هيلې  پیداشوي  دي، د نا امنیو تر څنګ بیا هم ټولیز باور دا دی چې  افغانستان پر ښې خوا درومي. د دې ټولو چارو د  لاسته راوړونو لپاره چې باید  نورې هم پیاوړي شي، ولسمشره  تاسو د خپلواک په څېر له جوړو مسلکي، باتجربه او پر وطن مین و اشخاصو  څخه جوړ  یو  ژمن او قوي ټیم ته اړتیا لری، تر څو هېواد د موجوده بحران څخه خلاص او د  یوه قانونمند او پر  خپلو پښو ولاړ  ویاړلې افغانستان په توګه يې  نړۍ ته ور وپېژنې او سیال يې کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply