د اسلام د تحریفولو فتنه / شفیق اندړ

0 595

 په بخارا کې ولسمشر غني د افتخاري دوکتورا د تر لاسه کولو په وخت مهمه وینا وکړه. ولسمشمر دا هم وویل چې افراطیت غواړي چې اسلام تحریف کړي او له تاریخه یې انکار وکړي.

 دې خبرې مې ډیره توجه جلب کړه او د پلرونو او نیکونو د وخت د اسلام او د افراطینو د اوسني اسلام پرتلنه مې وکړه.

 زموږ په اصلي اسلام کې له یوه حیوان سره ظلم او بې رحمي کول هم جزا او ګناه لري خو د افراطینو په تحریف شوي اسلام کې که د لارې په سر ماین کیږدې او د سورلۍ د موټر ټول سورلي هم ټول ووژل شي، پروا نلري.

 موږ په تیرو پنځلس کلونو کې د طالبانو په حملو کې په سلګونو ځله د لارې د سر د ماینونو خبرونه واورېدل چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او نور عام خلک پکې شهیدان شول. افراطیون استدلال کوي چې دغه ماینونه یې خارجي قواوو ته ایښي وو او دا یې په نیت کې نه و چې عام ولس ورباندې ومري. د دوی استدلال له بنیاده غلط او غیر اسلامي دی ځکه لاره کې خو هر څوک سفر کوي او هغه خارجیان چې افراطیون یې د وژلو په پلمه د افغانستان مسلمانان قتل عام کوي، ډیر ځله په داسې ګاډو کې ګرځي چې د افراطینو په ماینونو ورته چندان صدمه هم نه رسیږي.

 په اصلي اسلام کې د حضرت رسول مقبول( ص) د وخت او د چهاریارو د زمانې په جزیرة العرب کې او دغه شان د اسلام د تمدن د زرین دوران په وخت په عراق او شام او مصر او خراسان او بخارا کې غیرمسلم قومونه د مسلمانانو په خوا کې په کامل امن کې اوسیدل. په هغه وخت کې یهود، نصارا، زردشتیان، صایبیان، هنود او د نورو عقیدو پیروان په اسلامي خاورو کې په تجارت او نورو کارونو بوخت وو او په حکومتونو کې یې هم مقامونه لرل. په هغه وخت کې به د غیراسلامي هیوادونو اوسیدونکو دا ارزو کوله چې اسلامي خاورو ته راشي او دلته په امن او عزت کې ژوند وکړي خو د افراطینو د اسلام په زمان کې حال څنګه دی؟

 په تیرو څو کلونو کې د افراطینو د ناامنیو او قتلونو او وحشتونو له لاسه له منځني ختیځ او نورو اسلامي هیوادونو په لسګونو زره کسان چې غوښتل یې اروپا ته وتښتي ، د مدیترانې په اوبو کې غرق شول او په لکونو نور اروپا ته وتښتیدل. د افراطینو له لاسه عام مسملمانان دومره په تکلیف دي چې کورونه او جایدادونه په نیمه بیه پلوري او د سمندر د خوني څپو خطر مني خو غیراسلامي هیوادونو ته ځانونه باسي.

 په اصلي اسلام کې تر هر څه زیات د جومات قدر و. موږ د خپلې عقیدې په اساس جومات د خدای کور ګڼو خو د افراطینو په اسلام کې د جومات سوځول او په بمونو الوځول پروا نلري. همدا د جمعې په ورځ د ننګرهار په مومند دره کې افراطیانو په محراب کې بم ایښی و چې د چاودنې په نتیجه کې یې ملا امام شهید او نور نهه کسه مقتدیان ټپیان شول. نن سبا داعش په ښکاره وایي چې په جوماتونو کې چاودنې کوي خو د داعش تر ظهور له مخه هم په افغانستان کې په جوماتونو کې په لسګونو ځله حملې شوې دي چې هغه حملې د طالبانو وې.

 په اصلي اسلام کې علم ډیر اهمیت لري او زده کړه یې که په چین کې هم وي، لازمه ده خو د افراطینو په اسلام کې د مکتب سوځول، نجونې له مکتب او علمه محرومې ساتل، په یوه پلمه او بله پلمه د معلمانو ترور او وژل، ډیره عادي خبره ده.

 د افغانستان د ولسمشر خبره چې افراطیت غواړي چې اسلام تحریف کړي او نوې قصې پکې راوباسي، یو مهم حقیقت دی. په اصلي اسلام کې انتحار ډیره لویه ګناه ده خو په طالبي او داعشي اسلام کې انتحار یو ډول شهادت دی. دغو انتحاریانو په تیرو پنځلس کلونو کې په خپلو سلګونو حملو کې په زرګونو ماشومان، ښځې او نور خلک وژلي دي او عجبه دا ده چې دوی دغو انتحاریانو ته شهیدان وایي.

 د اسلام د معتدل او افراطي تعبیر تر منځ توپیر ته پام کول ډیر ضرور دي ځکه که دې توپیر ته پام ونه شي، اسلامي هیوادونه به نور هم د افراطیانو له لاسه تباه شي او اسلام به ناسم معرفي شي، حال دا چې د افراطینو اعمال یوازې د اسلام د دښمنانو په ګټه دي او دوی هغه څه کوي چې زموږ لویو علماوو د فتنې نوم ورکړی دی، فتنې ته د جهاد او اسلام نوم ورکول له اسلام سره لویه جفا او له مسلمانانو سره لویه بې انصافي ده.

 د دې لپاره چې افغانستان، یمن، سومالیا، مصر، لیبیا، عراق، سوریه او ان سعودي عربسان او حرمین شرفین له فتنې او بلوا او ناامني وساتل شي، یوازینۍ لاره دا ده چې د اصلي اسلام او جعلي اسلام فرق وکړو او په دې ډول اسلامي وطنونه او په تیره بیا خپل ګران افغانستان د باغیانو او قاتلانو له منګولو وژغورو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply