د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتر

0 667

 

د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلو هېوادوالو او ټولنې سره د دوی د دفاع او امنیت د تامین ټولنيز قرارداد لري. د هېواد دغو مېړنیو او زړورو بچیانو په خپله خوښه منلې ده چې د نظام د ساتنې او پياوړتیا لپاره د خپل ژوند، سر او وینې په ارزښت مبارزه کوي او قرباني ورکوي.

زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې له تروریستي ډلو سره په جنګ بوخت دي او داسې اونۍ نه شته چې زموږ امنيتي ځواکونه ټپي يا شهيد و نه لري. د ټولنې هيله دا ده چې وسله وال ځواکونه امنيت وساتي، خو پر ولس او موږ ټولو دا فرض ده چې د هېواد د دغو صادقو بچیانو ټینګ ملاتړ وکړو او هره شیبه له دوی سره همکار واوسو، ځکه د ولس ټینګ او پراخ ملاتړ د جنګ په محاذ او د مبارزې په سنګر کې د دوی روحیه لا پیاوړې کوي او هغوی ته انګېزه او قوت ورکوي.

رسمي مقاماتو او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته ښایي او دا یې بېخي مسوولیت او مکلفیت دی چې د امنيتي ځواکونو لپاره د ژوند مساعد شرايط برابر کړي او د وسلو، خوړو، درملو او نورو اړتیا وړ توکو له پلوه هغوی ښه مجهز کړي. حتی د دوی کورنیو ته باید د ارام او خوندي ژوند امکانات برابر شي، تر څو زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین په ارام او ډاډه زړه د دښمن پر وړاندې وجنګېږي.

د دوی د کورنیو لپاره باید ځانګړي ښارګوټي جوړ شي، خصوصاً د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو سره مرستې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، ځکه دوی زموږ د هېواد او خلکو لپاره خپل ژوند او د وجود غړي له لاسه ورکړي او په دې برخه کې یې سختې قربانۍ او زحمتونه ګاللي، نو دا پر حکومت او ولس لازمه ده چې د امنیتي او دفاعي منسوبینو له اولادونو او کورنیو سره مرسته وکړي او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې شي، تر څو يې اولادونه ښوونځي ته لاړ شي، په اسانۍ روغتيايي اسانتياوې، اوبه او برېښنا ولري او دغه قشر چې په دوامداره توګه د نظام او امنيت له مخې له ګواښ سره مخ دي، دوی په دې باوري کوي چې د جامعې او دولت له لوري پر دوی پانګونه کېږي.

له بده مرغه افغانستان لا هم په جګړه کې ښکېل هېواد دی او په دغو جنګي شرایطو کې چې څومره هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزې او سرښندنو ته اړتیا لري، نو همدومره باید د دغو ځواکونو دشهیدو او معلولو کورنیو، اولادونو او ورثې ته زیاته پاملرنه وشي.

لکه څنګه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل هېواد، ولس او ټولنې سره د دفاع او امنیت د تامین قرارداد لري، همداسې ولس، ټولنه او حکومت باید د دوی پر وړاندې د مرستې، همکارۍ او ملاتړ تعهد ولري. یانې دغه قرارداد باید یو طرفه نه بلکې دوه طرفه وي او لکه څنګه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په قوت، صداقت او ایماندارۍ د دښمن پر وړاندې جنګېږي، نو په همدومره قوت باید ولس او حکومت د دوی د کورنیو او اولادونو مرسته وکړي او د اړتیا په وخت کې یې ټینګ لاس نیوی وکړي.

ملي یووالي حکومت له لومړیو شیبو څخه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته خپل واک ډېر کړ او له فساد سره جدي مبارزه یې هم له ملي دفاع وزارت څخه پیل کړ، تر څو د دوی امکانات او امتیازات ور څخه غلا نشي او د لوټ کېدو مخه یې ونیول شي، نو په دې برخه کې د شفاف زعامت او مديريت د جوړولو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د زیاتو اسانتیاو د برابرولو لپاره د جدي مبارزې ترڅنګ پراخې پانګونې ته اړتیا ده، تر څو زموږ ټپيان دوباره صحتمند شي، د شهيدانو د کورنيو مشخص حقوق تامين کړي او پر کورنيو يې پام وشي.

د امنيتي ځواکونو د رول دفاع او د دوی پراخ ملاتړ د ولسونو او دولتونو له مهمو وجايبو څخه ګڼل کېږي، ځکه هغوی د ملت او دولت پر وړاندې له شته تهدید او خطر سره مبارزه کوي اوقرباني ورکوي. دولت او ټولنه مکلف دي چې د دښمنانو په وړاندې د هغوی له نقش او حيثيت څخه دفاع وکړي او د هغوی د وينو او قربانيو په اړه بې اعتنايې و نه کړي چې د دوی د زړه ماتېدو او روحيې د کمزوري کېدو سبب کېږي.

له نېکه مرغه د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د پاملرنې له برکته د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ته زیات پام شوی، د دوی وړتیاوې ښې شوي او د هېواد په تاریخ کې زموږ د ځواکونو د ولسي ملاتړ یوه بېسارې اجماع رامنځته شوې ده چې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.

 

اېمل پیاوړی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply