غرتک سیاستوال

0 867

غرتک سیاستوال

د یو ځوان له خپلې مور سره وه توده مرکه
چې دا شل کاله یې ولي د پلار نسته البشاکه
له نیکه مرغه پلار یې راغلی د وره شا ته غوږ و
زړه یې دشلو کلو مسافري څخه خوړین او خوږ و
زوی یې ویل ادې زما پلار مړدی که ژوندی؟
بس دی نور زما د پوښتنې ځواب راکړه ګړندی
ادې د زوی پر سر لاس تیر کړ و یې اسویلل
په خوله کې یې خبره په غاښو داسې ژول
هغه د یو کوز اچولو سره سو د کورکلي ورک
دا شل کاله یې نسته تر اوسه احوال اوڅرک
مسافر خوار چې واریده هیره نه ده لاخبره
بیرته ستون سوپه اسکیرلې زړه سره له بستره
***
داچې په سیاسي ادب کې لاپو او پټکو ته وايي غرتي
پاخه سیاستوالو هم ورته وایي په خپلو ادبیاتوکې ډرتي
دا د اوس سیاستوال لري ډیر اوچت او غوره کمال
ولس ته غرتک دی او پردو ته له حده زیات غوړه مال
***

دنن سیاستوالو دورځي لس واري پرې کیږې بادونه
په ډیر بوی او لوړ ږغ یې خمار وهل کیږي او شرطونه
اوس ډیر سیاست وال له قسته خوري بادک شیان
چې هر چا ته ورسوي خپل نادان سوچ په تندک زبان

که نن پخوانی غیرت وای او دسیاست دا بادک شیان
په ټول سیاست کې به پاته نه وای ان یو باغیرته افغان
په دې خوار وطن کې سته ډیر پاخه او لوړ بغه غرتکان
په هره غونډه کې یې جوړکړي وي تورې خړوسکې او بویان

دلته سیاسي غلامان د امریکا په زور غټ باز ي کوي
دا خوسیان د امریکا په موږۍ غورځي اوکاشوازي کوي
امریکا دنیا ته دیموکراسي د ښوولو لپاره باټکان هڅوي
خپل دولت ته خپله په لاس خره سیاسي غرتکان ِټمبه کوي

***
خره لا پوهیږي ډیموکراسي وي په یو ازاد او بې جنګه هیوادکې
نه چي جنګ وي نیم خلک یې وژل کیږي هر ورځ په بمبارد کې
تر هغه چې دا وطن د پردو زورورو لاندي تر اشغال وي
تر هغه به د دیموکراسي دتایید لپاره دلته غرتنان فعال وي

***

په ویښتلو یې د ځینو قبض سیاستوالو زړه ښاد سي
چې څه د پورته څه د لاندي خولې یې توند باد ارشاد سي
خدایه دا ساده انسانان ددې غرتکانو له شره ساته
خدایه انسان د بادکو سیاستوالو اوغرتک جرتک خره ساته
طنز
محمود نظری

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply