افغانستان باید د عربي نړۍ له لیوالتیا ګټنه وکړي

0 706

ودان روښان |

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا له یو شمیر غړو سره په غونډه کې ویلي چې عربي امارات د افغانستان هوايي ځواک سره په ټولو برخو کې مرسته کوي.

دغه راز، ولسمشر غني ویلي چې دېر ژر به د افغانستان په اړه د عربي اماراتو په کوربه توب ستره غونډه جوړه شي.

ویل شوي د اماراتو پراختیا صندوق له لارې د افغانستان پروژو ملاتړ، بوختیا، بازارموندنه او پانګونه هغه برخې دي چې په دې غونډه کې به وڅېړل شي.

واک ته د محمد اشرف غني په رسېدو د افغانستان په اړه د عربي نړۍ لیدلوري کې خورا زیات بدلون راغلی. سرله دې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ښکاره خورا زیاتې هلې ځلې وکړې چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت له پاره د عربي نړۍ ملاتړ خپل کړي خو هغه زوړ متل دی چې وایي په یو لاس کې دوه هندوانې نه ځایېږي په دې مانا چې ولسمشر غني په هېواد کې د ایران استخباراتي، سیاسي، کلتوري یرغل ته پراخ ډګر پرانیستی و، په هرات کې یې سید حسین انوري د ایران په خوښه والي ټاکلی او هغه پر ټول توان ایران پلوي په هرات ښار کې ځای کړل او د هرات ښاریانو پخوانۍ توله یې د شیعه ګانو په ګټه ترډېره بریده بدله کړه. دغه راز، د ښاغلي کرزي په واکمني کې د کابل او مزارشریف ښارونو قومي او مذهبي توله هم تر ډېره د ایران په خوښه د شیعه ګانو په ګټه بدله شوه چې په بدل کې یې ښاغلي کرزي هم په تورو کڅوړو کې له ایرانه پیسې اخیستې نو ځکه خو عربانو چندان باور نه پرې کاوه، ښایي نورلاملونه به هم خو څرګند یې همدغه دی.

اوس چې عربي نړۍ لیواله شوې افغانستان ته له څو اړخونو مهمه ده چې له رامنځته شوي حالته ګټنه وکړي: لومړ خو افغانان په ټوله کې له ۹۹٪ سلنې زیات  مسلمانان او غوڅ اکثریت یې سني مذهبه دي نو ځکه خو عربي نړۍ ته د دیني او مذهبي عقېدې پربنسټ خورا زیات درناوی لري نو که افغانستان له عربي نړۍ سره ژور، نږدې او تاوده اړیکې ټینګ کړي، ولس به په دې خوښ او د حکومت ملاتړ به زیات شي. بله داچې اوس په عربي نړۍ کې دوه ډوله ذهنیت د پیاوړتیا په حال کې دی چې دواړه یې مهم دي او هغه دا چې په دې وروستیو کې عربي نړۍ په تېره واکمن پاړکی غواړي ځان له تندلاري او بنسټ پالنې لرې او منځلاریتوب غوره کړي چې دا په خپله ډېره مهمه ده دا ځکه چې په پخواکې تندلاري او بنسټپالنې د عربي نړۍ په لوړ پوړ کې پېرودونکي درلودل چې په ډېرو اسلامي هېوادو له هغې ډلې افغانستان کې یې د بنسټپالو ډلو د ملاتړ تور پرې لګېدلی و خو اوس چې دغه حالت بدل شوی په طبیعي ډول د افغانانو له هغې ډلې د چارواکو له پاره د خوښي خبر دی او باید ګټنه ترې وشي.

دویم نوی ذهنیت چې په عربي نړۍ کې د واکمنېدو په حال دی هغه دا چې اوس واکمن پاړکی په دې فکر کې دی چې څه ډول پر تېلو خپله اتکا کمه او خپل اقتصاد د سوداګري او پانګونې له لارې وغوړوي.  دغه ذهنیت تر ډېره د نوي پښت، نوښت له امله رامنځته شوی. ویل کېږي، د سعودي ځوان ولیعهد داسې یو اقتصادي پلان جوړ کړی چې پربنسټ یې سعودي عربستان باید تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل اقتصاد د تېلو له اغیزې ازاد کړي، په دې مانا چې دوی باید په کور دیننه او بهرکې له خپلو شته پیسو په ګټنې پر داسې اقتصادي ګټورو پروژو پانګونه وکړي چې پرمټ یې د ګټې وټې ښې سرچینې ترلاسه او نور اړتیا نه وي چې دغه هېواد یوازې د تیلو پرپیسو وچلېږي.

که افغان چارواکي وتوانیږي چې عرب پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او هغوی دلته کاروبار پیل کړي په دې سره به د افغانستان اقتصاد هم وغوړېږي او هم به پر امنیتي حالت مثبت اغیز وکړي. د عرب پانګوالو هڅونې له پاره تر ټولو غوره دلیل دا کېدی شي چې ان په ناامنه سیمو کې به هم خلک د عقېدي او درناوي له مخې هیچاته اجازه ورنه کړي چې د عربانو پروژو ته زیان ورسوي.  که دغه کار په لومړي سر کې په هغو سیمو کې وشي چې اوسېدونکي یې په دودیزه توګه عربانو ته درناوي لري غوره به وي. د بېلګې په توګه عربان باید په پکتیکا او غزني کې د غازو، تېلو او لیتیم پر کانونو پانګونې ته ووهڅول شي دا به هم دواړو لورو افغانانو(دولت او ولس) او عربانو ته ګټوره وي. له یوې خوا به ځایي خلک بوخت شي چې پرامنیت مخامخ اغیز لري او له بله پلوه په دې برخو کې پانګونه په خپله پانګوالو ته هم ډېره ګټوره ده دا ځکه چې یاد توکي ښه بازار لري، مهمه داده چې د نورو هېوادو په تېره غیراسلامي هېوادو پانګوال د افغانستان اوسني امنیتي حالت ته په کتو په یادو برخو کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي خو د عرب پانګوالو حساب کتاب له هغو جلا دی.

بله مهمه برخه چې ستر عرب پانګوال ورته هڅول کېدی شي هغه د لوګر د عینکو د مسو کان دی که چېرې چینایان د تړون له شرطونو سره سم چمتو نه وي چې پر دغه کان عملي کار پیل کړي نو تړون دې لغوه او له عربانو سره دې نوی تړون وشي. په دې برخه کې یو مثبت ټکی دادی چې که خپله د هغو افغان پانګوالو له اغیزه باید ګټنه وشي چې په عربي نړۍ کې کاروبار کوي ښایي ډېر یې له عرب پانګوالو سره شرکتونه هم ولري چې خپل عرب شریکباڼي په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او قانع یې کړي غوره به وي.

ښایي ځینې مغرضې کړۍ د ایران په اشاره په افغانستان کې د عربانو اغیز ته غبرګون وښیي خو افغان دولت باید دغه حالته هم چمتووالی ولري او ددې ډلو له شرارته ونه وېرېږي.

ددغه کار وړاندوینه هم کېږي دا ځکه چې کله سعودي عربستان غوښتل په افغانستان کې یو لوی پوهنتون جوړ کړي چې ځمکه هم ورته بېله شوې، ښې ډېرې پېسې ورته په پام کې نیول شوې وې خو ایران پلوه رسنیو لویه غوغا جوړه کړه چې دا خو په افغانستان کې مذهبي تاوتریخوالی لمسوي دا او هغه… په داسې حال کې چې ایران دلته بې شمېره چاپي، غږېزې او انځوریزې رسنۍ تمویلوي، د خاتم النبیین په نوم له لوی مرکزه نیولې بیا د ایرانیانو تر پوهنتون، کاتب پوهنتون او نورو پورې چلوي هیڅوک نه وایي چې دوی مذهبي نه زغم ته لمن وي خو د نورو بیا ورته د منلو نه دي، بې ادبي د معاف هغه د ووزې او مېږي کیسه ده. نو ځکه خو حکومت ته په کار ده چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره له عربي نړۍ سره خپلې اړېکې پراخې او له هغو په هېواد کې د امنیت ټینګښت او اقتصادي غوړېدا کې ګټه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply