د اماراتو ښارګوټی د دولتي مافیا په لاس کې لوېدلی / چارګل

0 905
د مأمورینو له خوا ؤلسمشرته سرخلاصی لیک :

 دولتي مأمورین:

ښاغلي کرزي د خپل واک په وروستي کال له عربي متحده اماراتو څخه د ارګ د هغوبې سر پناه مأمورینو په پلمه د متحده عربي اماراتو له خوا د بلاعوض ښارګوټي جوړولوژمنه او موافقه ترلاسه کړه چې د کابل په (۲۲) اړوندو ښاري ناحیو کې یې په رسمې قباله شخصی کورونه نه درلودل، خو د بوجۍ په شان مشاورینو یې د کرزي نظر واړاوه او په خپلو مأمورینو باندې یې د نوموړي ښارګوټي ځمکه او هوا د خپل زړه په بیه وپلورله، څلورقسطه پیسې یې د ډالرپه حساب له خپلو مأمورینو څخه په افغانستان بانک کې تحویل کړې، متحده عربي امارات چې ورباندې خبرشول خپل کاریې په ټپه ودراوه ، دا ځکه چې د هغوی مجاني اوبلاعوض مرسته یې پرخپلو مأمورینو باندې د وعدې خلاف پلورلې وه.

د کرزي دوره پای ته ورسېدله ، خود اماراتوښارګوټی په یوه اوبله پلمه له یوه کال څخه بل ته اوله بل کال څخه بل ته وځندېد ، کوم شرکت چې ددې ښارګوټي د جوړولو چارې پرغاړه اخیستې وې هغه هم خپل کار پرېښود ، هغه متل دئ چې وایي : (پورپرغاړه ـ مېږمرداره.)  د کرزي دوره ختمه شوه ، څلورقسطونه پیسې یې واخیستې اوښارګوتی ترنن ورځې پورې همداسې نا تمام اوبې برخلیکه پاتې شو .

یادومأ مورینوچې په سود اوسلم یې پیسې پورکړې اوبانک ته تسلیم کړې وې اوخپله تراوسه پورې په کرائیي کورونوکې شپې ورځې سباکوي ، لاهم د خپلو کورونوڅښتن نه شول . دا ځکه چې د نړۍ ترټولوسترغله پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د اماراتود ښارګوټي  دا پیسې په خپلوکې سره حیف و میل کړې ، مسؤول کسان یې څه خارج ته و نښتېدل اوڅه د ښاغلي اشرف غني په دوره کې ممنوع الخروج اعلان شول.  

خودا ځل چې د واک ددوهې د چلم مخ ښاغلي اشرف غني ته وراوښتی ، د نوموړي دواک دری کلنه موده هم په خلاصېدوده ، خو ايله دومره په کې وشول چې د اماراتو د مړه اوبې برخلیکه ښارګوټي دوسیه یې بیا را ژوندۍ کړه، د اپارتمانونواصلي مالکین یې په کې تشخیص او په ګوته کړل ، پرخلکوباندې یې د صفایۍ اونورواړوندوڅیزونو پیسې تحویل کړې ، خود قسطونوپه تړاویې نوموړي مأمورین له څڅوبې څخه پورته کړل اوترناوه لاندې یې کښېنول ، لکه د مبائیل پرکرېدېت کارتونوباندې د لس فیصده مالیې وضع کولوحکم چې عملي شو ، نو دا یې هم د تدارکاتو یوبل ډول دئ.

د مسکن اوښارجوړولووزارت څه موده وړاندې د یوه ډالربیه (۶۷) افغانۍ اعلان کړه اود اماراتود ښارګوټي په لومه کې له بندو مأمورینوڅخه یې د سږني کال قسطونه د همدې کال د ډالري بیې په کچه غواړي ، بیا نوموړومأمورینوپه ګډه خپل شکا یت په یوه احتجاجیه لیک کې پارلمان ته ولېږه ، خودهغې پایله هم ځکه څرګنده نه شوه چې د پارلماني وکیلانو به ګټه په کې نه وه.

اوس د جمهوررئیس اود مالیې د وزیررپه سلا مشوره همغه د اماراتو پردی خیرات پرخپلو مأمورینو باندې د ډنمارک د ځمکې په بیه د دې ښارګوټي څومترمربع ځمکه پریوه تن ، اوهوایې پردرېیوتنونورو باندې پلورلې ، ځکه د نوموړي ښارګوټي ټول بلاکونه په څلورو پوړونوکې د مأمورینوله خوښې پرته جوړشوي او په تحمیلي توګه یې ورباندې وېشلي دي ، په دې معنی چې یوډالریې د شلوکالوله پاره په (۶۷) افغانۍ ورباندې حساب کړی دئ چې ددوی په خبره دا بیه به تر( شلم ) کال پورې همداسې د (۶۷ ) افغانیو په معیارثابته پرځای پاتې وي اومأمورین به له دې وروسته د یوه ډالر د همدې بیې له مخې خپلې پیسې په افغانیو باندې تحویلوي ، که ډالرپورته روان ؤ اوکه ښکته را ولوېد ، پردوی باندې یې څه؟

چې د ښارجوړولود وزیردا غیرعادلانه اوله عرف او شریعت څخه لیرې پرېکړه د کرزي او د هغه د ټېم ترغلاګانوهم ورآخوا ده ، ولې توپیر یې یوازې په دې کې دئ چې ؛ کرزي خو په پټه او ښکاره د بیت المال پیسې خپل جیب ته اچولې، خودوی یې په اصطلاح په قانوني ډول ترې خوري.

داچې ددې حکومت ترواکمنې دورې وروسته به څوک په واک کې پاتې کېږي اوڅوک به راځي اوډالربه په هغو وختوکې د څو افغانیو معادل وي ، دېته له سره پام نه دئ په کې شوی . کېدای شي ډالرلس پینځلس کاله وروسته د لسو یا شلوافغانیو معادل شي، ځکه افغانستان ډېرې سرشارې طبیعي زېرمې لري ، که د هغو زیرمود را ایستلو روغ مدیریت منځ ته راشي ، کېدای شي د افغانۍ بیه ورسره لوړه شي او ډالرښکه را ولوېږي.

بل دا چې د هرهېواد د کرنسۍ بیه د همغه هېواد په کورنیواو بهرنیو پیداوارو، تولیداتو،او صادراتو پورې تړلې ده ، که چېرته زموږ کورني تولیدات ، صنایع اوصادرات دری واړه وده وکړي اوواردات په کافي اندازه را ولوېږي ، زموږ مالي پشتوانه ورسره سمه وده کوي اوزموږد افغانیود تورم کچه ورسره ټيټېږي ، چې بیا په هغه صورت کې افغانۍ د نورواسعارو په وړاندې خپل ارزښت اوثبات پیداکوي ، خودا ټول کارونه په تشوشعارونواواعلانونوباندې نه ترسره کېږي، بلکې داټول کارونه ریښتینی عمل اوهېواد اوملي ګټوته ژمن کرېکټرونه ، لوبغاړي او ریښتیني ملي خپلواک مدیریت غواړي.

که چېرته د یوه ډالر بیه لس افغانیوته را ټيته شي ، نو بیا خو دا (۵۷) نورې افغانۍ هسې د دولتي مافیا جیبونوته لوېږي . دومره غټ ظلم خوهېچا هم پرخپل ملت اوخپل مأ مورباندې نه دئ کړی .اوکه حکومت دا پرېکړه کړې وي چې ګنې په دې سره به د خپلو مأمورینو څوراتلونکي نسلونه هم د وخت حکومت ته ګروکړي ، نودا خو بیا د اوسنیو حکومتي چارواکوخپل خوب دئ چې وینې یې ، ځکه مأموراو د مأمور کورنۍ خوڅه د خښتود بټۍ له مالک سره ګرونه ده ناسته چې ترڅو یې قرض نه وي ورخلاص کړی، دوی به ترماشومانو پورې ګروګان په یوڅاښته نیم نس ډوډي باندې کارورسره کوي ، نه هېڅکله هم نه. 

(( وایي زه د ابۍ مزدور، او ابۍ د کلي . )) د ټولې نړۍ ډېری برخه ترافغانستان پورې ریاستي نظامونه جوړوي ، خو ریاستي نظامونه د ټاکنو له لارې منځته راځي ، او ټاکنېزواکونه زموږ په هېواد کې معمولاً معینه پنځه کلنه دوره لري او یوسړی تردوودورو زیات د افغانستان په قانون کې ځان نه شي نومولی ، یعنې واکونه وروسته له هرو پنځو کالو بد لېږي را بد لېږي ، خو د مأمورینو دا پوربه په همدې (۶۷ ) افغانیوثابت او پرځای ولاړوي ، ځکه چې دې حکومت یې فیصله کړې ده ، خودا باید واوري چې د حکومت فیصله د لوح محفوظ فیصله نه ده . دا د بیت المال حق نه دئ چې حکومت مأمورینوته ورهبه کړی ، بلکې د بیت المال حق هغه دولتي ځمکې دي چې زورواکو او زروالو په زر، زوراوتزویرسره غصب کړې اوپلورلې دي ، مأمورهم ددې خاورې اصیل بچی او ددې نظام تبعه دئ ، هغوی په دې خاوره کې په هرځای کې چې وغواړي د افغانستان د قانون له مخې هم کورجوړولی شي اوهم په کې اوسېدلی ش.

اوس چې د افغانستان دولتي اونادولتي ټولې ځمکې غاصبینوغصب کړې اود وخت حکومتونو یې اسناد ورکړي ، نودا د ارګ دغریبو مأمورینو ګناه نه ده ، بلکې دا دهغه چا کاردئ چې ځان ترقانون لوړګڼي ، اوله قانون څخه یې چاقو جوړه کړې چې خپله بادرنګ ور باندې خوري او نورپه ګېده کې ورباندې وهي.

په پای کې د ارګ غریب مأمورین چې په سرکې کرزي دوکه کړي او په پای کې یې ؤلسمشرغني د غوړیو په کټوه کې د لوېدلي قانغوزک په څېرڅټي اوځبېښي ، دا نه زغملی شي او نه یې هم منلی شي . ښه داده چې له یادو مأمورینوسره دې له دوو شرطونوڅخه یو ومني:

لومړۍ : ـــ  دا بلاکونه متحده عربي اماراتوخوشې مأمورینوته جوړکړي دي ، باید خوشې یې ورکړي او پردی داد او لورېینه دې نه ورباندې پلوري.

دوهم : ـــ  که چېرته حکومت لومړی شرط نه مني ، نو ددې بلاکونو د لومړي قسط بیه خو یوډالرپه (۴۸ )افغانۍ حساب شوی وه ، نوره وروستۍ مهندسي خود کرزي غلو په کې کړې ده ، دغه مأ مورین تردې ورآخوا د یوې روپۍ وس هم نه لري او نه یې ورکولی شي . بیا دې حکومت د نوموړو بلاکونود یوه ډالر بیه په (۴۸ ) افغانۍ ورباندې حساب کړي اوله دې قسط تحویلولوسره سم دې شرعي قبالې او اسناد یادو مأمورینو ته ورکړي . خو له دې ورآخوا هم ظلم دئ اوهم وچ سود او ناروا ګټه چې پرخپل مأمورباندې یې کوي.

له لس ، پنځلس اوشلوکالووروسته دا هم معلومه نه ده چې دا بلاکونه بل حکومت دوی ته ورکوي ، که یې نه ورکوي .ځکه موږ په خپلوسترګوولیدل چې دداؤد د وخت پرکورونود (۷ ثور) کودتاچیان ورننوتل ، کله چې د هغوی بخت کوټه شو، بیا د (۸ثور) کودتاچیان ورباندې ننوتل ، اوچې کله د طالبانو واکمني شوه ، نود ډا لبندین دسپږنووزې اوپسونه د وزیرمحمد اکبرخان په کورونوکې  وتړل شول . خو چې نړیواله ټولنه راغله ، دولتي اونادولتي ځمکې اوکورونه ټول ورسره غصب شول . که تاریخونه بیا یو پربل پسې همدا سې تکرارشي ، نو زموږ ذمه واري به څوک پرغاړه اخلي ؟ ځکه موږ د خپل ؤلس برخه یواوهمدلته به یو ،  ښه داده چې موږ ته شرعي قبالې او استناد وارله مخه را وسپارل شي . که حکومت داسې نه کوي ، نوله دې وروسته یو پول هم د اماراتود شهرک اړوند مأمورین نه شي تحویلولی ، ځکه د ارګ غریب مأمورین اوس پردې باندې پوه دي چې د اماراتو ښارګوټی او س هم د دولتي مافیا په لاس کې دئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply