طالبان، له کندهاره تر مزاره؛ پر نږدې تاریخ بیاکتنه / ذاکر جلالي

0 1,747

افغانستان چې د خپل ځانگړي جیوپولیټیکي وضعيت له کبله د تاریخ په اوږدو کې تل د زبرځواکونو د ټکر او سیالۍ محوري ټکی و، دغسې د نړیوالو خبریالانو او څېړونکو لپاره د څېړنې او ځیرنې په زړه پورې سکالو هم ده. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له پوځي تاړاک نیولې، بیا تر کورنیو جگړو او د یوويشتمې پېړۍ له پیل سره چې د یوازېني زبرځواک (متحده ایالاتو) د نوې او پېچلې جگړې ډگر دی، د افغانانو په پرتله پرې تر ډېره بهرنیانو لیکنې وکړې. هغوی د خپلو لیدټکیو او موخو په پام کې نیولو سره زموږ د وطن وضعیت څېړلی. موږ چې د ناورینونو قربانيان او لومړني شاهدان یو، ایله مو د هغوی روایتونه لوستي. ډېری وخت مو د ځان په اړه ان د هغوی درواغ هم رښتیا گڼلي!
په دې وروستیو کې یو ښه فرهنگي پرمختگ دا هم شوی، چې افغان سیاستوالو له لیکنو سره لېوالتیا پیدا کړې. د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، رنگین دادفر سپنتا کتاب به همدا گړۍ هم د ډېرو تر مطالعې لاندې وي او دغه کتاب لا هم د کتاب لوستونکي کهول تر منځ د تودو بحثونو موضوع ده. د ملي امنیت پخواني مشر، عارف سروري لا پخوا د سترگو لیدلې پېښې په کتابي بڼه خپرې کړې دي. امرالله صالح هم د پېښو په تړاو د مقالو ټولگه خپره کړې او لا هم لیکل کوي. د پخواني ولسمشر د دفتر رئیس، عبدالکریم خرم او د کورنیو چارو پخوانی وزیر، عمر داوودزی هم پر کتاب لیکلو بوخت دي. د خلق ډیموکراټیک گوند د حکومت د بهرنیو چارو وروستي وزیر، عبدالوکیل د یادښتونو کتاب کال وړاندې خپور کړ. په طالبانو کې چې د کتاب لیکلو کلتور لا هم تت دی، د ملا عبدالسلام ضعیف د کتابونو تود هرکلی شوی. له زندانه تر خلاصېدو وروسته یې په لنډه موده کې د «گوانتنامو انځور» ولیکه، چې د نړۍ گڼو ژبو ته وژباړل شو. «طالبانو سره زما ژوند» يې د انگلیسي او عربي په گډون تر ۱۵ په زیاتو بهرنیو ژبو خپور شو. وروستی کتاب یې «طالبان، له کندهاره تر مزاره» دی، چې دمگړۍ لاس په لاس کيږي. دلته یې د همدې کتاب پر ځینو ټکو بحث کوو. 
 د ضعیف صېب وروستي کتاب کې د طالبانو د تحریک پر پیل، حکومتولۍ، د اسامه بن لادن ژوند او معما، او د امریکا د یرغل په پایله کې د سقوط په باب په زړه پورې تحلیلي بحث شوی. د شوروي پر ضد د جهاد پرمهال یې د هغو جبهاتو په اړه بحث کړی چې د طالبانو په نامه مشهورې وې. د جهاد له بریا وروسته د جهادي تنظیمونو تر منځ د کابل پر جگړو مفصل بحث شوی. په دغه بحث کې يې هغه لاملونه په گوته کړي چې د طالبانو د تحریک د راپورته کېدو لامل شول. دا چې د طالبانو تحریک په لومړیو کې څه ډول خپلې چارې تنظیمولې، کندهار ولایت یې څنگه تر خپلې ولکې لاندې راووست، د کندهار د قول اردو قومندان ملا نقیب الله اخوند ولې تسلیم شو، د حزب اسلامي قومندان عطا محمد سرکاتب ولې جگړې ته لومړیتوب ورکړ او داسې نور… دا ټول مسایل څېړل شوي. له دې وروسته تر ډېره ولایت په ولایت د طالبانو پر پرمختگونو بحث شوی، طالبانو څنگه د جهادي تنظیمونو له خپلمنځي اختلافاتو گټه واخیسته او کابو له ټول افغانستانه یې د مجاهدینو تنظیمي واکمني ټوله کړه، په دې اړه هم مفصل بحث شوی دی. په دغه بحث کې لوستونکي ته جوتېږي، چې څنگه احمد شاه مسعود وتوانېد د گلبدین حکمتیار جنگیالي په طالبانو ووهي او حزب تر فشار لاندې راولي او د حزب مشرتابه د وضعیت د ناسم تحلیل په پایله کې په لوی لاس خپل جنگیالي له یوې بلې داسې جگړې سره مخامخ کړل، چې د دوی لپاره وروستۍ شوه. ضعیف صېب د غزني د نیولو په بحث کې لیکي «د حکمتیار صاحب وسله ‌وال او جنگیالي که څه هم چې ډېری کسانو یې د طالبانو سره جگړه نه غوښتل، خو د حکمتیار صاحب په فشار سره اړ وه چي د خپل مقاومت کرښي د تحریک د خوځښت په وړاندي ټینگي کړي» (۹۴مخ).

د طالبانو د حکومتولۍ بحث بل هغه ټکی دی چې په دې کتاب کې پرې نسبتاً ښه بحث شوی. په ۱۴۸م مخ کې پر دې بحث کيږي چې ولې طالبانو په لومړیو کې د کابینې شورا ته د «سرپرستې شورا» نوم غوره کړ. ښاغلی ضعیف لیکي: «علت دا و چې طالبان په هغه وخت کي په دې تمه وه چي یوه ملي حکومت ته لاره اواره سي، او یا کېدای سي د تفاهم د لاري یو ښه څرک پیدا سي او د کابل له وتلو ځواکونو سره جوړې او روغې ته لاره اواره سي». د دې روایت له مخې ښيي چې طالبانو خپل حکومت د یوه ملي او ټولمنلي حکومت پر لور یو انتقالي حکومت باله؛ خو دا چې ستونزه ولې د تفاهم له لارې حل نه شوه، طالبانو څومره په دې تړاو د یوه مسوول حکومت په توگه هڅې وکړې، بحث نه دی شوی. 
د حکومتولۍ په بحث کې بله مهمه موضوع ملا محمد عمر مجاهد ته د «امیر المؤمنین» د لقب ورکول دي. په دې کتاب کې لولو «په اول کې یواځي د «امیر» خبره مطرح سوه؛ خو کله چې مولوي احسان الله احسان د «امیرالمؤمنین» ږغ پورته کړ، سمدستي د علمای کرامو لخوا په تکبیرونو سره بدرگه سو او هېچا هم د اعتراض ږغ پورته نه کړ» (۱۳۸ مخ). د ملا عبدالسلام ضعیف له روایته جوتېږي، چې په سر کې د دولت د مشر لپاره د «امیر» پر لقب بحث کېده؛ خو وروسته د مولوي احسان الله احسان له خوا د «امیر المؤمنین» غږ پورته کېږي او ټول یې مني. دلته څو ټکي پاموړ دي: 
لومړی دا چې په دې اړه جدي او تخصصي بحث نه دی شوی چې «امیر المؤمنین» د لقب له کارونې به موخه څه وي. د دې لقب کارونې پایلې به څه وي. یا که دا لقب ونه کارول شي، کومه ستونزه به راولاړه کړي؟ دا مسایل واضح نه دي؛

دا چې د مولوي احسان الله احسان له خوا د «امیر المؤمنین» د وړانديز په باب چا بحث نه دی کړی، ښايي لامل یې هغه باور وي چې په «اسلامي» حکومت کې د مسلمانانو مشر ته د «امیرالمؤمنین» د لفظ کارونه حتمي گڼل شوې ده؛

وروسته ښايي د همدې لقب له مخې د اسلامي نړۍ له گڼو سیمو څخه ځوانان په دې موخه افغانستان ته راتلل، چې گواکې داسې نظام رامنځ ته شوی چې هېڅ پولې او د نورو دولتونو ملي حاکمیتونو ته درناوی نه لري؛ 

دغه لقب وروسته طالبانو ته هم ډېرې ستونزې راولاړې کړې. که څه هم طالبانو څو څو ځلې څرگنده کړې چې یوازې افغانستان پورې راټوله اجنډا لري؛ خو بیا هم ونه توانېدل چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو باور ترلاسه کړي.

دا چې د «افغانستان اسلامي دولت» نوم څنگه د افغانستان پر «اسلامي امارت» بدل شو، ضعیف صېب لیکي: «د افغانستان اسلامي دولت نوم د افغانستان اسلامي امارت باندې هغه وخت تبدیل سو چې کله د ځینو مستقلو او په امارت کې د ننه افغان علمای کرامو لخوا د آمر او دولت پر دوو نومونو اعتراضونه وسول». دا چې دا اعتراضونه څه وو، په کتاب کې راځي: «د امیر المؤمنین لقب په کندهار کې ملا محمد عمر مجاهد ته ورکول سوی و، چې دغه نوم د اوسني دولت له نوم سره تضاد درلود او یا دا چې د مطلق امیر او د دولت د نامه تر منځ ښه مناسبت نه و. دولت هغه لفظ دی چې اکثره د جمهوري پلوه حکومتونو لپاره کارول کيږي» (۱۹۵ مخ). د ضعیف صېب له بحث څخه ښکاري چې طالبانو لومړی د دولت مشرتابه ته د «امیرالمؤمنین» لقب غوره کړ، مخکې له دې چې د دولت پر نوم او څرنگوالي بحث وشي. دا هم د تأمل وړ ده چې ایا د «دولت» لفظ کارونه حتماً د «ډیموکراټیک» حکومت په معنا ده؟ یا په بله اصطلاح د «دولت» لفظ کارونه الزاماً له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده؟ دلته بیا هم هغه ټکی د غور وړ دی چې طالبانو دغه لفظونه د سیمې او نړۍ له حساسیتونو او له دغو نومونو د خپل دقیق فهم پرته غوره کړي وو. 
«طالبان، له کندهاره تر مزاره» کتاب کې چې ماته تر ټولو په زړه پورې بحث و، هغه د اسامه بن لادن پر سر له متحدو ایالتونو سره د اسلامي امارت د ټکر او په پای کې د امریکا د یرغل بحث دی. کتاب کې لولو، چې اسامه بن لادن د جهاد له دورې وروسته د مجاهدینو د حکومت د ځینو لوړپوړو چارواکو له خوا له سوډانه افغانستان ته په داسې ډول راوستل کيږي، چې الوتکه یې د متحدو عربي اماراتو په شارجه هوايي ډگر کې ناسته هم کوي او بن لادن هلته خپله الوتکه هم بدلوي. ښاغلی ضعیف لیکي چې «اسامه او ځینو نورو عربو ته د وخت د کورنیو چارو وزارت لخوا د رباني په امر افغاني تذکرې او پاسپورټونه هم ورکول سوه» (۲۶۹ مخ). کله چې طالبان پر کابو ټول افغانستان خپله ولکه ټینگوي، د اسامه موضوع هم ورته د مجاهدینو له حکومته په میراث پاتې کېږي. وروسته بیا څرگنده ده چې د اسامه موضوع د افغانستان لپاره د څومره ستر ناورین لامل شوه.

د کتاب له روایت دوې خبرې جوتېږي: 
لومړۍ دا چې اسامه بن لادن بې له دې چې د طالبانو مجبوریتونه او ستونزې په پام کې ونیسي او د دې پر ځای چې د یوه خواخوږي په توگه د افغانستان په ستونزه کې مثبتې هڅې وکړي، په لوی لاس یې داسې څرگندونې کولې چې د امریکایانو اندېښنې راوپاروي او د متحده ایالتونو او اسلامي امارت تر منځ د احتمالي جوړ جاړي امکان هم له منځه یوسي؛ د ښاغلي ضعیف کتاب کې له دې لیکې ښکاري چې طالب مشرتابه هم د اسامه له څرگندونو تنگ شوي وو «د اسامه خوله هم له واکه وتلي وه، ځیني وختونه به یې ځان د تلویزیون پر مخ ښکاره کاوه او امریکا به یي په مختلفو الفاظو سره تهدیدوله او له خبري رسنیو سره به یي ټلیفوني مرکي هم کولي، چې مسئله یي نوره هم پېچلي کوله، هر وخت به یې ویده ماران له خوبه راوېښوله» (۲۷۱مخ). ‍
دویمه خبره ترې دا هم جوتېږي، چې د طالبانو حکومت د اسلامي احساس او پښتني دودونو له مخې پر اسامه ډېر فشارونه نه راوړل؛ که څه هم دا ژمنه یې ترې اخیستې وه چې په افغانستان کې به د یوه مهاجر په توگه ژوند کوي او د افغانستان خاوره به د نړیوالو پر ضد نه کاروي؛ خو داسې ښکاري چې بن لادن او جنگیالیو یې تر ډېره د طالبانو مجبوریتونه او ستونزې په پام کې نه نیولې. 
په خلیج کې پر امریکايي بېړۍ له برید او د افریقا نایروبي او دارالسلام کې پر امریکايي سفارتونو له بمي بریدونو وروسته د اسامه بن لادن مسئله د امریکا او طالبانو ترمنځ پر یوې محوري ستونزې بدله شوه. دغه مهال لفظي او رسنیزې ناندرۍ لا روانې وې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر یوولسمه د امریکا پر دفاع وزارت یا پنټاگون او نیویارک کې پر اسمانڅکو نړیوالو سوداگریزو مرکزونو بریدونه وشول. دغه مهال متحده ایالتونو د اسامه د نه تسلیمولو په حالت کې د پوځي یرغل گواښ هم مل کړ. په دې اړه د ضعیف صېب کتاب کې لولو چې طالبانو له امریکایانو غوښتل چې داسې اسناد او شواهد وړاندې کړي چې د افریقا چاودنو او یا هم د سپټمبر یوولسمې پېښو کې د اسامه بن لادن لاس لرل ثابت کړي. اسلامي امارت متحده ایالتونو ته د مسئلې د اواري په موخه ځینې حل لارې وړاندې کوي: لومړۍ دا چې اسناد دې د افغانستان سترې محکمې ته وړاندې کړي، بن لادن به د وړاندې شوو شواهد پر بنسټ په افغانستان کې محاکمه شي؛ که دا د منلو نه وي، بیا دې د څو هېوادونو د قاضیانو گډه کمېټه جوړه شي او هغه دې بن لادن محاکمه کړي؛ درېیم وړاندیز دا شوی و چې له بن لادن څخه به د اړیکو ټول وسایل اخیستل کېږي او نظر بند کېږي به، خو د ښاغلي ضعیف په روایت امریکایان بې له دې چې له طالبانو سره په داسې کوم میکانېزم کار وکړي چې د اسامه مسئله اواره شي، یو مخ به یې د هغه د تسلیمولو غوښتنه کوله، چې دا چاره طالبانو ته له مذهبي او کلتوري اړخه ستونزمنه وه.
د سپټمبر یوولسمې د پېښو پر مهال چې ملا عبدالسلام ضعیف په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر و، د امریکایانو د یوه گواښ په ځواب کې د امارت پیغام داسې روایت کوي «موږ د امریکا او د امریکا له ولس سره د دښمنۍ نیت نه لرو، نو له همدې کبله موږ ډاډ درکوو، چې په تاسي باندې به زموږ لخوا کومه حمله نه کېږي او نه به بل چاته دا اجازه ورکړو، چې د افغانستان خاوره ستاسې پر ضد وکاروي». (۲۹۵ مخ)
ښاغلی ضعیف لیکي، امریکایانو له هر ډول څېړنې پرته دا کار له اسامه سره وتاړه «که څه هم اسامه بن لادن تر دغه وخته په دې اړه څه نه وو ویلي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت د دې پېښې غندنه وکړه او له غندنې سره یو ځای یې د دې کار عاملینو ته د محاکمې غوښتنه هم وکړه» (۲۷۹ مخ). 
د طالبانو د حکومت د نسکورېدو په وروستیو ورځو کې د حامد کرزي او ځینو مهمو طالب چارواکو ترمنځ په کندهار کې یو مهم ملاقات کيږي. د دې ملاقات په باب په لومړي ځل د طالبانو له ادرسه د ضعیف صېب په کتاب کې لولم. د طالبانو د تحریک د زېږېدو ځای، کندهار لا سقوط نه و کړی، چې د سرپرستې شورا مرستیال، ملا محمد حسن اخوند، د کندهار والي ملا محمد حسن رحماني، ملا عبیدالله اخوند، ملا برادر، د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق، د مالیې وزیر اغاجان معتصم او سید محمد طیب اغا په گډون د ملا عبیدالله په مشرۍ د طالبانو پلاوي په شاه ولي کوټ کې له حامد کرزي سره وکتل. ضعیف صېب لیکي «له کرزي سره په دې سلا سوه، چې د ده اداره به طالبان نه ځوروي، کورونو ته به یې نه پسې ورځي، مشرانو ته به یې یو موټر او مناسبه اندازه وسلې د هغوی د امنیت لپاره ورپرېږدي. حامد کرزی به د طالبانو د سر، مال، ضمانت کوي، په دغو شرطونو به طالبان له مقاومت څخه لاس اخلي او د کندهار ښار به و سیمه ییز قومندان، ملا نقیب الله اخوند ته ورسپاري» (۳۲۴ مخ). خو د ملا محمد عمر په اړه بل ځای ضعیف صېب لیکي چې هغه ټولو طالب مشرانو ته خپل پېغام واوراوه او ويې ویل چې هغه به کله هم امریکا او د هغوی ملگرو ته تسلیم نه شي،‌ له خپلو ملگرو سره به چریکې جگړې ته مخه کړي. دا د طالبانو د سقوط په وروستیو ورځو کې هغه ناسته وه چې که یې پر سلاوو عمل شوی وای، طالبان به بیا جگړې ته نه وای مجبور شوي. هغه مهال د امریکایانو ستراتيژي لکه اوس د ټرمپ هغه یو مخیز جگړه ‌ییزه وه او د سولې او خبرو اترو په نامه پکې څه نه و. له هغې راهیسې تر ننه په دواړو لوریو کې افغانان د جگړې قربانیان دي. امریکایان اوولس کاله وروسته یو ځل بیا جگړه د حل لار بولي، یو ځل بیا بي ۵۲ جگړه مارې الوتکې کاروي. 
وروستۍ څېړنې هم ښيي چې طالبانو لکه د ځینو نورو افراطي جریانونو په څېر له امریکا سره د دښمنۍ تگلاره نه درلوده او نه هم طالبان د نورو امریکا ضد توندلارو اسلامي جریانونو له افکارو اغېزمن وو، خو د امریکا د جگړه‌ ییزو سیاستونو پایله دا شوه چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ جگړې ونښلي او د زرگونو انسانانو د تلف او میلیاردونو ډالرو د خساري لامل شي. داسې جگړه چې اوس اوس اوولسم کال ته داخله شوه او لا یې هم د اواري کوم څرک نه لگېږي. د دې ټکر او اوږدې جگړې مطالعه دا تحلیل هم حقیقت ته نږدې ښيي چې امریکا په سیمه کې د سولې او ثبات کومه ستراتيژي نه لري. د امریکا له پراخ پوځي او استخباراتي حضور سربېره د نوو ترهگرو او ورانکارو ډلو رامنځ ته کېدل بل هغه دلیل دی چې د سولې او ثبات لپاره د امریکا پر تگلارې شکونه یقین ته نږدې کوي. موږ یو ځل بیا لکه د ۲۰۰۱ کال وروستۍ میاشتې، د سولې پر ځای د جگړې شعارونه اورو، یو ځل بیا د جگړه ‌ییزې بریا تکراري ژمنې وینو. 
د ضعیف صېب د نورو کتابونو په څېر په دې کتاب کې هم پر دغسې ډېرو نورو مسئلو هم په زړه پورې بحثونه شوي چې لوستل یې بې گټې نه دي. په پای کې ملا عبدالسلام ضعیف صېب ته د کتاب د خپرېدا مبارکي وایم او لوستونکي د کتاب لوستو ته رابولم. دغه کتاب اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply