طریق المنحوس (شمال) /عبدالرووف لیوال

0 825

د افغانستان په لنډ تاریخ کې د طریق المنحوس (شمال ) له لیارې زموږ پرخلکو پنځه ناورینونه وتپل شول ، چې زموږ خلک یې د بدمرغۍ کندې ته وغورځول ، او له دې لارې پنځه سترې بدمرغۍ زموږ پر خلکو رانازلې شوې چې په لنډه توګه ورته نغوته کوو:

الف : دشمالی له لوری نه دقلعه ی بلند دملا عبدالغنی اوغله حبیب الله (بچه سقاو) بغاوت دشاه امان الله غازی پرضد (لیندۍ ۱۳۰۷)

دShamali online .comپه حواله (دسقاو زوی اوصاحبزاده عبدالله جان د۱۳۰۷کال دلړم په اوومه (جمعې ورځ) دبزرګ جان مجددی دشاه قیوم زوی سره ولیدل او حبیب الله هغه ته  داسې وویل ((حضرت صاحب تاسو ته به څرګنده وی چې امان الله کافرشوی اوشریعیت یې تر پښولاندې کړی ،تاسوروحانیونواوملایانوباندې واجبه ده چې دهغه پر ضد جهادوکړی اوزه هم غواړم ددې لاتی حکومت پرضد جهادوکړم ،کوم بل مقصد نه لرم ،بې سواده اونالوستی یم ، پادشاهی هم نه غواړم ، یواځې آرمان مې دخدای (ج) رضاء ده))

مولوی عبدالغنی دقاضی عبدالحکیم زوی زوکړه ۱۲۶۰دپروان ولایت نامتوملا چې مشهوردقلعه ی بلند په مولوی وو، له دوونوروملایانوهریو ملارفیق اوملایونس سره یو ځای دحسین کوټ جامع جومات ته لاړل اوهلته یې د جمعې په لمانځه کې خطبه د حبیب الله په نوم ولوسته ، برسره پردې ملا محمد شریف (میاګل جان آغا) د تګاب اخندزاده هم دوی سره یو ځای شو.

ب :دروسانواوسره پوځ یرغل دحیرتانو اوترمز دبندرونو له لیارې په همدغه میاشت اوشمال له لوری ۱۳۵۸کال.

کله چې د۱۳۵۸کال دمرغومی په شپږمه شپه حفیظ الله امین دکابل په تاجبیک ماڼۍ کې دروسانوله خواووژل شو-دروس هوایی ځواک چې لا له وړاندې دهوا له لیارې بګرا م ته راغلی وو ، پلې شوبلې یې دحیرتانو اوترمز بندر له لارې زموږپر هیواد یرغل وکړاوسترناورین پیل شو.

ج : د شمال ټلوالې چلوټه او د ملی مصالحې د نوښتګر(ډاکتر نجیب الله پرضدبغاوت) :

ماجنرال مومن اندرابی چې په نیمروزولایت کې د څلورمې سرحدی لواء قومندان وواو رتبه یې هم ډګرمن وه ، پیژانده ، دی د جمعیت د وسلوالې ډلې غړی او د ایران دولت لاس پوڅی وو په نیمروز کې یې د۹۳۶م سرحدی کنډک له لارې د افغانستان پراخه او ځنګلی سیمه په (کنګ) ولسوالۍ کې ایران ته وسپارله چې د ده لومړی خیانت او وطن پلورنه وه (۱۳۶۴) کال چې لیکوال هم په نیمروز کې وو، وروسته له هغه مومن په حیرتانو کې د۶۱مې لوا قومندان شو- او همغه وو چې د۱۳۶۹کال د ډیر سخت ژمی په شپو کې یې کوپونی مواد (اوړه – غوړی ) چې له شوروی د حیرتانو له لارې د کابل غریبو خلکو ته راتلل ، د مومن له خوا وګرځول شول او د وړو له بوجیو او د غوړیو له بیرلو نو نه یې مورچلې او سنګر د نجیب پر ضد جوړ کړل – حال دا چې په کابل کې خلک له سختې قحطې سره مخامخ شول او له دې سره جوخت د جمعیت او نظار وسلوالې ډلګۍ د دوستم په پلوی بغاوت پیل کړ .

د :بیاهم د۱۳۸۰کال دژمی په سر کې د جمعیت ،نظاراو دوستم وسلوالو ډلګیو د امریکایی ځواکونونه د لکهاوو ډالرو په لاس ته راوړلو سره – دې ځواکونو ته لاره پرانیسته او زموږ هیوادته ددوی د هیواد پلورنې له امله را داخل شول .

ه :بیاهم هماغه ناولی اوشوم موسم اوشپې :دا ځل بیاهم د جمعیت وسلوالې ډلې یو ښکرور،هوډ کړی چې بغاوت اواړودوړ جوړکړی اوغواړی چې درې میلیارده ډالره حرام کنګل شوې پانګه یې بیرته راژوندۍ شی – اوپه دې حساس وخت کې زموږ د خلکو پام په اصطلاح د جهاد په لور وګرځوی ، که تاسې جهاد کولو نوله لمړی سره نه به مو هغوی سره لاس نه یو کولو .

عبدالرووف لیوال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply