عطاء په ځانګړې ډول، او لنډه غر عموماً رسنیو او لافو پړسولي

0 1,023

عطاء په ځانګړې ډول، او لنډه غر عموماً رسنیو او لافو پړسولي. بانډ چې هرڅومره ستر شي حکومتي ځواک نشي ننګولای. دا چې په امنیتي دستګاه کې لنډه غر نفوذ لري، داسې نه ده چې بشپړ قطعات لنډه غر دي. افراد شته او هغه هم د حکومت معاشخواره دي، د هر فرد تر څنګ یو بل سرتېری شته دی، او هیڅ یو یې هم حاضر نه دی د عطاء د زامنو د عیاشۍ لپاره خپل عیال له یوې ګولې ډوډۍ محرومه کړي. لنډه دا چې د عطا بانډ د امنیتي ځواک د نیم اوداسه هم نه دی. د حکومت منطق دا دی چې که یو دوه کسه وژل کېږي هم، باید ونه وژل شي، خو حقیقت دا دی چې د دې بوین لپاره دوه کسه هم ځان نه قربانوي خو که نظام همداسې وېشلی او بې هیبته پاتې شي نو بیا باید په دې ملک کې د نظام د کمزورتیا په صورت کې د قتل عامونو منتظر اوسو. د عطاء چاره په کار ده، ژر یې په کار ده، سمه چاره یې په کار ده. د نظام او قانون پر خلاف بغاوت باید عادي وانخیستل شي او نه د سیاسي مخالفت برخه وګڼل شي. چې ټالیب په ټول زور نظام سقوط نکړای شو، عطاء د یوې ولسوالۍ له سقوطه هم عاجزه دی. هو، لنډه غر د رسنیو او لافو ترڅنګ وخت هم پړسولي. دوی ته وخت ورکړل شوی او لا ورکول کېږي چې قیمت یې ملت اداء کوي. همدا تېره میاشت د عطاء د یوه فساد له امله افغانستان څلوېښت ملیونه ډالره تاواني شوی چې جزئیات به یې ژر رسوا شي. د عطاء قضیه نوره سیاسي قضیه نه ده، بلکې جرمي حرکت دی او باید د نظام دننه ګوډ او شل سیاسیون له دې قضیې ځانونه وباسي.

مجید قرار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply