غزل / شاهنواز باقر

0 985

څومره لاشونه به پراته وي ، د انسان دننه ؟
هر چا وژلى دى ، په زړه کې يو ارمان دننه

درد راته راکړه. چي په چغو چغو وژاړمه
زما په سترګو کې پټ شوى دى باران دننه

په دېوالونو باندې ګورمه. خاپونـه د پښو
په تصويرونو کې روان شوو ، انسانان دننه

داسې تنها ښه يم ، تنها ښه يم ، تنها ښه يمه
لکه چې خداى څنګه اوسېږي ، د اسمان دننه

يا به وزرې وکړم ، يا به شاعران کړمه دوى
راسره وسي په کوټه کېٕ څو مرغان دننه

محبتونه خو په زړه کې ژوند کوي باقره!
چا ويل ګلونه مړاوي کېږي د ګلدان دننه ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply