عطا محمد نور خپله سیاسي خامي نندارې ته وړاندې کړه/ فیضي

0 1,219

د جمعیت د اجرایوي شورا مشر عطا محمد نور او د بلخ ولایت کابو ۱۴ کلن والي له دندې ګوښه شوی واکمن د یوې غونډې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې له خپلې څوکۍ یعنې د بلخ له ولایت څخه نه تیريږي او دا یې د ولسمشر او اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله توطئه وبلله چې غواړي ورځ تر بلې د جهاد او مقاومت مشران حکومتي دایرې څخه لېرې کړي.

د بلخ ولایت والي عطا محمد نور داځل په ډيپلماتیکه ژبه نه، بلکې په ډیره ساده او عام فهمه ژبه وویل «اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د لستوڼي مار دی او تل یې د جمعیت د پاشلو او ترغې ترغې کولو لپاره هڅې کړي دي، خو د ډاکټر عبدالله عبدالله په توطیو سره جمعیت نه پاشکل کیږي».

عطا محمد نور یوځل بیا په خپل موقف او ولایت باندې ټینګار وکړ او زیاته کړه چې زه د ولسمشر محمد اشرف غني په مکتوب نه یم مقرر شوی او نه هم د هغه په مکتوب ما څوک ګوښه کولای شي او ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه غیر قانوني پریکړې او مصلحت پراساس راغلی او که چیرې جمعیت پریکړه وکړي د ډاکټر عبدالله عبدالله څوکۍ هم له منځه وړلای شي. نوموړی بل خبرداری دا وو، « ډاکټر عبدالله عبدالله دندان های خود را ده جان ما تیز نکن ورنه این دندانهای تان را می شکنیم»

داچې عطا محمد نور احساساتي شو او په خپلو احساساتو کې ټولې خبرې په ډاکټر عبدالله او د ملي یووالي حکومت په حکومتوالۍ او همدا راز د خپلۍ څوکۍ او دندې په پاتې کیدا څرخیدې او ټینګار یې کاوه، چې که چیرې ملي یووالي حکومت د خبرو اترو لار په مخ کې ونیسي، عطا محمد نور چمتو دی چې د مذاکراتو پراساس بل مسولیت پرمخ یوسي، خو پرته له هغه یوازې او یوازې صلاح الدین رباني کولای شي زما د برخلیک په اړه پریکړه وکړي او که هغه ووایې «اوس د بلخ ولایت پریږده زه چمتو یم چې خپل کور ته ولاړ شم.»

دغه راز ښاغلي عطا محمد نور د خپلې وینا په بله برخه کې څرګنده کړه که چیرې حکومت په خپل دریځ ټینګار وکړي د افغانستان جمعیت او د عطا محمد نور پلویان به مدني خوځښتونه په لاره واچوي او که چیرې بیا مدني خوځښتونو پایلې ورنکړې، بیا به د جمعیت ګوند له پریکړې وروسته لدې هم ترخې پریکړې او تصامیم ونیسي.

داچې یو سیاست مدار او استاد باید داسې کلمات ونه کاروي چې د افغانستان خلکو ستونزې جوړې او د ملي یووالي د حکومت د لوړ پوړي مامور په توګه خپل مشران په دومره بد نامه یاد کړي چې هغه هم دده شخصیت او هم د ملي یووالي حکومت وقار ته زیان ورسوي. چا چې د سیاست الفبا ویلي وي بیا داسې کلمې نه کاروي.  په سیاست کې ټولې خبرې په ډیپلماتیکه ژبه مطرح کیږي او سیاست مداران یوازې او یوازې غواړي چې اشاره ولري، ځکه چې سیاست ثبات نه لري او سیاست تلپاتې دوست او دښمن نه پيژني، سیاست مسولیتونو ته متوجه وي، ځینې وخت له نورو ګوندونو سره اړیکې د ګټې په معنی او ځینې وخت بیا نورو ګوندونو او شخصیتونو سره اړیکې د سیاسي زیان په معنا وي. د کلیوالي او سرک سر کلمو کارول د احساساتي او ساده خلکو کار دی چې د سیاست په فضا او کړۍ کې هغه کسان مسخره بلل کیږي.

د حکومتوالۍ او د ولسمشرۍ د کړنو پراساس د دولتي مامورینو لرې کول او یا هم نصبول یوه معموله او قانوني لاره ده، خو د بلخ له ولایت څخه د عطا محمد نور استعفا یا هم په بله مانا د هغه لرې کول، همدومره عادي او ساده خبره ده، لکه له کابل ولایت څخه چې یو والي بدل شي او که څنګه؟ دا هغه پوښتنه ده چې خلکو لپاره یې اندیښنې رامنځته کړې دي، خو ۱۴ کلن واکمن په خپلې یو ورځنۍ واکمنۍ سره جوته کړه چې واقعا د ده لرې کول ډیره اسانه خبره وه، ځکه په کومو کلماتو سره چې نوموړي د رسنیو له لارې وکارول، دخلکو په اند له پخوا باید نوموړی لرې شوی وای او د یوه والي په توګه یې باید دنده نه وه ترسره کړې. خلکو ته هیلې پیدا شوې چې د عطا محمد نور لرې کول د ولسمشر له خوا یوه پرځای پریکړه ده چې په دې حالت کې چې خلک نور له جګړو او جنجالونو ستړي شوي، نوموړي بیا دا ځپل شوی ملت او له ګواښونو سره لاس او ګریوان خلک بیا په وسلې او جنګونو و ویروي اوب یا خلکو ته ووایې چې غرونو پورته شۍ.

خو دا خبره اوس څرګنده ده چې غرونو ختل اوس یا ترهګر کوي او یا هم داعشیان، له دې ډلو سره یوځای کیدل بیا نه قانوني دي نه هم مدني او نه هم د سمت او څوکۍ ترلاسه کولو وسیله ځکه که ځینې افغانان دې د خپلو ګټو لپاره ومني بیا دې نړیوال او په افغانستان کې بهرني میشت ځواکونه نه مني.

د جهادي سابقې لرل او جهاد د منصب او څوکۍ لپاره سپر ګرځول دا په خپله د دې ښودنه کوي چې دغه کسان له پخوا هم د خپلو شتمنیو د ډیرولو په مفکوره یې دې میدان ته دانګلي ول او اوس هم له خپلې زړې عقیدې سره کړنو ته دوام ورکوي.

دغو کسانو هغه مهال هم د دین په نوم مشخص قومي او سیاسي برنامې درلودې، او دمګړۍ هم ګومان کوي چې د استعداد او لیاقت له مخې نه، بلکې د خپل منسوخ مفهوم له مخې غواړي خپله واکمنۍ وغځوي او ملوک الطوایفي حکومت رامنځته کړي او یا هم د خپلو ناوړه او ملت ځپنې عقیدو سره  د نوي دولت په ټولو واګو شریک شي.

دا جوته شوې چې دوی یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي او کله چې د دوی شخصي ګټو ته زیان رسیږي بیا د جهاد، مقاومت او همدارنګه د خلکو د حقونو ترپښو لاندې وهلو نارې سورې وهي، خو کله چې دوی په منصب کې وي او قدرت یې ترلاسه کړي وي، بیا نه د جهاد خبره شته نه هم د قربانۍ او نه هم د خلکو د حقونو خبره.  خو ددغو څرګندونو پر وړاندې د خلکو غبرګون دادی چې هر هغه څوک چې د قانوني نظام او حکومتوالۍ مخالف وي هغه د ترهګرو او تروریستانو په ډله کې حسابیږي، ځکه هغوی هم ملت ته ستونزې جوړوي او جګړې ته لمن وهي او دوی هم د منصب د ترلاسه کولو لپاره ورته هڅې او فعالیتونه ترسره کوي.

د بلخ والي چې د افغانستان د کورنۍ جګړې د کلونو ډېر مشهور او تاثیرګزار شخصیت نه دی تېر شوی او نه هم په خپله مخینه کې داسې کارنامه لري چې واقعا دافغانستان ملت ته یې جهت ورکړی وي، خو یوازې او یوازې د تېرو ۱۶ کلونو په ترڅ کې ښه شتمنۍ ټوله کړې او د پیسو په وسیله یې ځینې خلک د ځان شاه خوا راټول کړي دي چې اوس مهال دغې شتمنۍ عطا محمد نور ته داسې پوچه مفکوره ورکړې چې ګواکې د سترې سیاسي ایډیا، رهبرۍ او دخلکو لارې مشعل دی.

تېر پنځلس کاله د یو عظیم ولایت والي پاتې کېدل د عطا لپاره دا غرور ورکړی چې نوموړی د قضیې یو لوری او یا هم د سیاسي توازن یو نه هېرېدونکی لوبغاړی دی. خو د دې ترڅنګ یې دا هېر کړي دي چې د والي تقرر او ګوښه کول د ولسمشر د صلاحیتونو برخه ده. که ولسمشر پریکړه وکړي ولس یې ترڅنګ ولاړ دی او نړیواله ټولنه یې پوره پوره ملاتړ کوي، ځکه د ولسمشر پریکړه قانوني، د ملت په ګټه او د دیموکراسۍ د پلي کیدو لپاره یو اړین ګام دی.

خو یوڅه د عطا محمد نور په خبرو کې ښکاریدل چې نوموړی د جمعیت د موقف لپاره هرڅه ترسره کوي او که چیرې جمعیت وغواړي دې خپلې میراثي واکمنۍ ته د پای ټکی ږدي، نو اوس پریکړه اړوند کیږي د جمعیت کفایت، درایت او سیاست پالنې ته چې واقعا غواړي دا ملت یوځل بیا په اور کې وسوځوي او که یه غواړي نور د جګړې او وسلې په وسیله د خلکو ویرولو ته د پای ټکی کیږدي او د ولسمشر قانوني پریکړې پربنسټ پریکړه وکړي.

فیضي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply