د مومند تر غوږ وروسته؛ عطا له عبدالله غاښونه کاږي

0 848

سیاست‌پوهان کله کله سیاست له اورغورځوونکي غره او سیاسیون د هغه له اور سره تشبیه کوي. ځینې سیاسیون بیا لکه د اور یوه لویه څپه تر ډېره لمبې کوي او ځینې وړې جلا شوې ذرې یې ژر له‌منځه ځي.

لوی سیاسیون د اور همدې لویو لمبو ته ورته دي چې د خپل فکر په زور نه پرېږدي چې هر څه ژر له لاسه ورکړي او سټراټيژیک اهداف یې له‌منځه ولاړ شي، مګر ځينې نور بیا د خپلو لنډمهالو ګټو او موقف په خطر کې لیدو سره ژر احساساتي کېږي او هر څه له لاسه ورکوي. دوی لمبه شي او چې سترګې ور اوړي، په لوګي په بدل شوي وي. بيا نو تر کلونو پورې چاته خپل تور مخ نه شي ښکارولای.

تازه د بلخ پخواني والي عطا محمد نور همداسې یو څه وکړل. هغه په مزار شریف کې د بلخ یو شمېر اوسېدونکیو ته په وینا کې احساساتو په سر واخیست، ځان ورته خدای خبر څه ښکاره شو، ځکه یې حکومت ته اخطار ورکړ چې والي دی او والي به پاتې وي.

د بلخ پخواني والي د ولايت پر څوکۍ د ده پاتې کېدل د جمعيت اسلامي په خوښه پسې وتړل، خو دا يې هېره وه چې دغه ګوند له وار له مخه شل ټوټې شوی او هره ټوټه یې واک ته د رسېدو له‌پاره هر کار ته تیاره ده.

يوازې د ښاغلي عطا د همدې وروستيو څرګندونو له امله به اوس د جمعيت دا پاشلې ډلې، بيا په

دوو برخو پسې ووېشل شي. یوه برخه به یې عبدالله په غېږ کې اخلي او نور به يې د استاد عطا ننګه کوي.

یونس قانوني، اسماعیل خان، د مسعود وروڼه او صلاح الدین رباني ټول له وړاندې لا په دې لټه کې دي چې څه ډول په راتلونکیو ټاکنو کې د یوه داسې کس تر څنګ پاتې شي چې لږ تر لږه یوه لوړه څوکۍ یا هم معاونیت ور ورسېږي.

په اوسني وخت کې له عبدالله عبدالله سره د جمعیت د دې حلقې دښمني، د ځانوژنې په مانا ده، ځکه عبدالله عبدالله اوس‌ هم لږ تر لږه یو څه ولسي محبوبیت لري او نړیواله ټولنه یې هم د یوه ښه شخصيت په توګه پېژني، په داسې حال کې چې پورته ياد شوي ښاغلي بيا يو هم نه ښه سیاسي او نه چندان ټولنیز بېکګراونډ لري.

استاد عطا ښکاره عبدالله عبدالله تورن کړ چې د جمعیت ګوند د ماتولو په هڅه کې دي، خو خپله يې بيا دې ته پام نه دی چې پر اور تېل ده پاشلي دي.

عطا دا ټکی هم په پام کې و نه نیوه چې له حکومت سره یې د مذاکراتو د پیل پر مهال د ګوند دننه یو شمېر کسانو پر هغه سترګې را برګې کړې چې د عبدالله عبدالله حذف به ورته په لوړه بیه تمام شي.

ښاغلي عطا نمايش ته د خپلې سياسي خامي په وړاندې کولو سربېره، په خپلو پرونیو څرګندونو کې د سیاست اخلاقي ارزښتونه هم تر پښو لاندې کړل.

هغه عبدالله ته د عزت فروش، د لستوڼي مار او نمک حرام خطاب وکړ، په داسې حال چې د حکومت اجراییه ريیس په دې برخه کې یو د عزت کس پېژندل کېږي او هيڅ‌کله یې له خولې داسې الفاظ نه دي اورېدل شوي چې توهین وبلل شي.

د بلخ پخواني والي همدا ډول حکومت وننګاوه چې مکتوب یې پرې کار نه کوي، خو د همدې حکومت سرتېرو ته یې سوال وکړ چې د ده پر وړاندې و نه درېږي.

د بلخ دې پخواني ښاغلي د پخوا برعکس، په خپله هره خبره کې د جمهور ريیس له نوم سره صاحب او جلالت‌ماب ياداوه، ځان یې څو ځله د هغه مامور وباله او حق یې هم ورکړ چې د لېرې کېدو واک یې لري، مګر وروسته یې د خپلو خبرو په تضاد، بېرته دا هر څه رد کړل او ویې ویل چې ريیس جمهور ريیس یې له دندې د لېرې کولو صلاحیت نه لري.

ښکاري چې استاد عطا ځان د پړانګ او ډانګ تر منځ ګوري او یا هم لکه اوبو په سر اخیستی چې هر لور ته لاس اچوي، خو بې له دې چې خپل غرقېدل وګوري، وړاندې ورته تیاره ښکاري.

د ښاغلي عطا درېیم وار پر نړيواله ټولنه و او په وضاحت سره یې وویل چې جمهور ريیس او اجراییه رييس د نړیوالو له حضوره ناوړه ګټه پورته کوي.

ښاغلي عطا د دې ټکي په ویلو وښوده چې دی تر بهرني فشار لاندې هم دی، مګر څو دقیقې وروسته یې وویل، نړیوالو ورته ویلي چې د حکومت په داخلي چارو کې لاس‌وهنه نه کوي، مګر استاد عطا په همدې ځای کې حتا نړیوال هم وګواښل چې ترې نه وېږېږي.
د استاد عطا پرونيو څرګندونو دا هم په ډاګه کړه چې ښاغلی په دې وروستيو کې تر شديد ذهني فشار لاندې دی، حافظه يې د پخوا په څېر کار نه کوي، يا يې زړه بېخي ډک دی او فکري تمرکز يې هم پر ځای نه دی پاتې.

د بلخ د پخواني والي پرونۍ څرګندونې تر ډېره شعار ښکارېدې، ځکه خو یې د هغو ټولو کسانو نومونه هم واخیستل چې ده ته یې سینه ډبولې چې تر شا یې ولاړ دي او ده ته يې تر غوږ ورتېره کړې وه چې باید له واکه لاس وا نه خلي.

د عطا د ملاتړو په هغه نوملړ کې چې عطا ورباندې پرون تمامه ورځ نازېده، د ځينو داسې کسانو نومونه هم وو چې تر پرونه پورې يې عطا سلام ته عليک د ځان کسرشان باله.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply