څو ټکي په ایران کې د روانو پاڅونونو په اړه / خوشال خلیل

0 1,226

ایران کې د اخوندي رژيم خلاف ولسي پاڅونونه دا څلورمه ورځ ده ښه په کش او جوش کې روان دي. خو نه پوهېږم امریکايي او بریتانیايي رسنۍ یې هغسې چې تمه کېده دا ځل یې ښه نه منعکسوي. ښايي علت یې دا وي چې دا اعتراضونه سل په سلو کې ولسي رنګ لري او د متوسطې طبقې په ځای ټیټې طبقې شروع کړي دي او هیچا یې د پېښېدو وړاندوینه نه کوله او اوس هم څوک نه پوهېږي وضعیت کومې خوا روان دی، یوه کانسپرنسي نظریه داده چې په ایران کې د اخوندي رژیم موجودیت امریکا ته زمینه برابره کړې ده چې عرب او اسراییل ورباندې وډار کړي او بیا پرې وسلې خرڅې کړي. حکومت په ټو

لنیزو شبکو بندیز لګولی دی او په اکثرو ښارونو کې خو یې انټرنیټ هم قطع کړی دی. خو د خپلواکو سرچینو په قول دا اعتراضونه د ایران په دیرشو ښارونو کې روان دي او له پخوانیو دې ته ورته نورو اعتراضونو سره زیات فرق دی.
لومړی دا اعتراضونه د پخوا برعکس له هغو ښارونو شروع شول چې زیات دودپاله او مذهبي ګڼل کېږي، دویم دا چې پخوا به مرکز کې اعتراض وشو بیا ولایتونو ته غځید دا برعکس له ولایتونو مرکز ته وغځیدل. درېیم، دا بیخي انقلابي پاڅون دی، شعارونه د ټول اخوندي رژیم په ضد دي، د لومړي ځل لپاره د مذهبي رهبر او نظام په ضد شعارونه ورکول کېږي، دوی د اسلامي حکومت په سیمبولونو یرغل ور وړی، د اسلامي انقلاب د اتلانو انځورونه یې د سړک له غاړو وران کړي، د ایران بیرغ ته په کې اور اچول شوی، ښځو حجابونه له سره لرې کړي، د ایران د پخواني سلطنت په طرفدارۍ شعارونه په کې ویل شوي دي، د معترضینو په منځ کې مارکسیستي کارګري ډلې فعالې دي او د اخوندي رژیم ضد ټول عناصر په کې راټول دي چې له شعارونو معلومېږي د دې خلکو غوښتنه د اسلامي جمهوریت ختمول دي.
حکومت معترضینو سره د خبرو وړاندیز کړی او ویلي دي چې زیاتې ازادۍ به ورته ورکړي خو که خلک غلي شي. خو بیا یې هم په سلګونو تنه زندان کې اچولي، لسګونه تنه په کې وژل شوي او ګواښونه یې ورته کړي چې معترضینو ته به دا کار ګران تمام شي، خو د دغو ګواښونو نه د ویرې په ځای کورنۍ د زندانونو مخې ته راټولې شوي د خپلو بچیانو خلاصول غواړي، معترضینو د ایران په پوځ غږ کړی چې ولس سره ودریږي، بله خوا مظاهره چیان پوهېږي که کورونو ته لاړ او غلي شي، د ټولو انځورونه اخیستل شوي دي او وروسته د اخوندي رژیم پولیس دوی یو یو له کورونو را ویستی او تري تم کولی شي او ټینګار کوي چې باید په شا لاړ نشي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د حسن روحاني اقتصادي برنامې نسبت پخوانیو ته ښې دي، خو په نظام کې د دننه د اصولګرایانو یا بنسټ پالو خوښې نه وي، کله چې اعتراضونه شروع شول بنسټپالو یې په دې خاطر ملاتړ کاوه چې ګني دې سره به د روحاني نسبتا معتدل حکومت تر فشار لاندې راشي خو وروسته چې ولیدل شول د معترضینو شعارونه بدل شول، نو اوس ټول اخوندان په خطر کې دي او غږ یې کړی دی چې د اسلامي نظام ټول پلوي ګوندونه دي، د نظام د ژغورنې لپاره سره یو موټی شي او دا د اسرائیلو او امریکا دسیسه بولي.
دا چې د دغو پاڅونونو پایلې به څه وي، وخت به یې معلوموي، خو د ایران خلک د استبدادي رژیم نه سخت تنګ دي، د حکومت د پراختیا غوښتونې په سیاستونو نیوکه لري او په نورو هېوادونو کې مصروفیدل او پیسې لګول ورته د منلو نه دي، بل د ایران ټولنه ډیره بدله او تعلیم یافته شوې ده او نور د ملایانو له کنتروله د وتلو په حال کې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply