اسلام اباد کې مېشت افغان سفارت دې د تعصب ستونزه حل کړي

0 560

شاوخوا درې اوونې وړاندې د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کې د افغان محصلینو د اتحاديې له لوري د پښتونخوا د شاعرانو له پاره د یوې مشاعرې پروګرام جوړ شوی و. دې مشاعرې ته د افراسیاب خټک په ګډون د پښتونخوا نورو شاعرانو خپل شعرونه واورول.

مشاعره کې اسلام اباد کې مېشت د افغان سفارت فرهنګي اتشې (زردښت شمس) هم ګډون کړی و.

د مالوماتو له مخې پرېکړه شوې وه چې ملي سرود به غږول کېږي او ورپسې به په پښتو او دري یو-یو شعر ویل کېږي او وروسته به د پښتونخوا شاعران خپل شعرونه اوروي؛ خو دري ژبو ورونو د یوه بل شعر ویل هم غوښتل؛ مګر د اتحاديې له لوري ورته ویل شوي وو چې یو-یو شعر کافي دی او نور وخت د مېلمنو دی. د پردې تر شا د اتحاديې د پښتنو او غېر پښتنو غړو تر منځ څه لفظي شخړه هم شوې ده؛ خو ښه و چې د هېوادوالو پرده وشوه او پروګرام په ښه ډول پای ته ورسېده.

د پروګرام په جریان کې پرېکړه شوې وه چې د اتحاديې له رسمي فیسبوک پاڼې څخه به د پروګرام جریان په ژوندۍ بڼه نشرېږي؛ خو کله چې د پاڼې یو تن اډمین پاڼې ته د ننوتلو او ژوندي جریان نشرولو هڅه کوي؛ نو ناکامېږي. بیا مالومېږي چې د پاڼې یو غېر پښتون اډمین او د اتحاديې یوه غړي له پاڼې څخه نور ټول کسان ویستي او یوازې ځان يې د اډمین په توګه پرېښی دی.

په همدې (د پروګرام په جریان کې) د فیسبوک پاڼې نوم هم بدلېږي او هغه له (په اسلام اباد کې د افغان محصلینو اتحاديې) څخه (اتحادیه محصلین افغان) ته اړول کېږي او پښتو ترې لرې او یوازې انګلیسي او دري کېږي.

دغه راز د پاڼې پروفایل تصویر هم بدلېږي او څو ورځې وړاندې يې د پاڼې کور فوټو چې په کې افغان سفیر له محصلینو سره لیدل کېږي، هم بدل کړی دی. په پروفایل او کور فوټو کې چې کوم تصویرونه لګول شوي، په هغو کسانو کې یو تن هم پښتون نه دی.

دغه راز تر اوسه، د هغې مهمې او نوښتګرې مشاعرې راپور هم له پاڼې څخه نه دی نشر شوی او نه هم د نورو پروګرامو په اړه مالومات نشرېږي. پخوا به له پاڼې څخه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مالومات نشرېدل؛ خو پاڼه اوس جام شوې ده.

داسې ښکاري چې دغه ستونزه لا هم نه ده حل شوې. دغه کار په یاد پوهنتون کې د شاوخوا اووه سوه محصلینو تر منځ کرکه، نفرت او بدبیني رامنځته کړې ده. دغه د تعصب مرض او دغه ډول کړنې، که د پښتون له لوري وي که د غېر پښتون له لوري، له هېواده بهر په یوه تعليمي ماحول کې ترسره کول نورې نړۍ ته زموږ په کړکېچ او ستونزو کې د راګېر ولس انځور نور هم بدوي او ناوړه يې انځوروي.

زه د هېواد د یوه دردمن او له تعصب څخه د کرکه کوونکي او د هېواد او ولس د یوه خواخوږي محصل په توګه له ټولو محصلینو څخه غواړم چې دغه ستونزه په خبرو او د یوه بل د خېر غوښتلو له لارې حل کړي او محصلین چې د درس ویلو له پاره دغه پوهنتون ته راغلي، له دغه ډول ناوړه مرض څخه يې لرې وساتي.

په اسلام اباد کې مېشت له افغان سفارت څخه هم هیله کوم چې په دغه ستونزه ځان پوه کړي، ملامت او سلامت يې مالوم کړي، حل يې کړي او خپل ملي رول په کې ولوبوي، څو رامنځته شوې بدبینۍ نورې و نه غځېږي.

درنښت

د اسلام اباد نړیوال پوهنتون یو تن محصل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply