د پاکستان سیاسي انحراف / بصیر عاصم

0 897

کله چي د افغانستان حکومت پاکستان په ترهګر پاللو او ددغه هیواد پر خلاف جنګولو متهم کړ پاکستاني سیاسینو او پوځي واکدارانو ټولو په یوه غږ دا ترانه وغږوله چي افغانستان د هند په ژبه خبري کوي او تورونه د هند د خوشالۍ د پاره لګوي .

سره له دې چي هر پاکستانی په خپلو سترګو د کور وڅنګ ته د ترهګرو مدرسې په جماعتونو کي د ترهګرو دپیسو چندې او جنګي تربیتې مدرسې په خپلو سترګو ویني خو داسي مدبر څېړونکۍ او سیاستوال مو د دوۍ په تصویري او چاپي رسنیو کي ونه مونده چي د ستونزي بنیاد وڅېړي او و پوښتي افغانستان ولي د هند په اشاره د پاکستان سره تجارتي روابط وران کړي په داسي حال کي چي افغانستان ته د بحر تر ټولو نژدې لار هم پاکستان ده؟

څنګه ممکنه ده چي افغانستان دي د هند د دوه ملیارډو مرستو په خاطر د پاکستان سره د میلیارډونو ډالرو تر تجارت تیر شي؟

که افغان حکومت د هند په ژبه خبري کوي ولي افغان عوام د پاکستانه چي په ژبني کلتوري او مذهبي لحاظ سره نژدې دي دومره شدیده کرکه او نفرت لري؟

که یو فرد د سیاسي فکري انحراف لور ته ځي نو دا عادي ده خو که د هیواد اکثریت د ټولو حقایقو پر خلاف ږغیږي او خپلي تګ لاري د ټولو اصولو او واقعیتونو پر خلاف حقایق ګڼي نو رشتیا هم د تعجب ځاي دی.

ورسته لدې چي د پاکستان ترهګر ساتني پر وړاندي د امریکا حوصله د بې رحمه جاله ووته پاکستان يي په مسلسله توګه په ترهګر ساتني وګواښه خو پاکستانیانو د تیر په څیر د منطق او دلیل بڼ ته اور ورته کړ دا ځل يي هم لکه د افغانستان پر خلاف د امریکا په مقابل د مطلق انکار او د یوې بلي منحرفي ترانې ږغ پورته کړ.

(امریکا په افغانستان کي د ماتي غچ له پاکستانه اخلي)

خو بیا هم د تیر په څېر دپاکستان په ۲۰۰ میلیوني نفوس کي کم ساسي شنونکي د پاکستان پر تصویري یا چاپي رسنیو ونه پوښتل چي ولي دوۍ (پاکستانیان) په افغانستان کي د امریکا پر ناکامۍ او کامیابۍ اسرار کوي او دا د شته اختلافاتو او ټولو حقایقو منبع ګڼي ؟ امریکا خو په واضحه توګه وايي چي پاکستان ترهګر زموږ او افغانستان پر خلاف جنګوي ، که پاکستان ترهګر نه ساتي نو څنګه په کم دلیل په کم منطق او کمو شواهدو نړۍ او امریکا ته دا ثابتولاي شي چي دوۍ (پاکستان) ترهګر نه ساتي؟

که ترهګر ساتي او دا يي د ملي ستراتیژۍ یوه برخه وي نو د امریکا احتمالي اقدامات به څه وي ؟

او د امریکا د ممکنه اقداماتو په وړاندي باید پاکستان څه وکړي ؟

ولي امریکا بې دلیله او بې منطقه خپل یو متحد د ځانه بیلوي ؟

خو بیله دې چي د ستونزي بنیاد وپلټي او وپوښتي (ولي ؟) له اوله او تر اوسه د پاکستان پر رسنیو همدا زمزمه ادامه لري (امریکا په افغانستان کي د خپلي ماتي بدل له پاکستانه اخلي)

امریکا هڅه وکړه پاکستان په سیاسي لهجه پوه کړي چي د ترهګر ساتني لاس واخلي او په افغانستان کي امنیت يي ملي ګټه ده ،خو داچي پاکستان په سیاسي لهجه نه پوهیږي ښاي امریکا ته د ډانګ کارولو پرته بل انتخاب پاته نه شي.

د ډیسمبر پر دریمه د پاکستان د پوځ د ویانده غفور باجوه پاکستانی رسنیو وپوښتل چي په ملګري ملتونو کي د امریکا استازې نیکيهلي پاکستان په دوه مخۍ تورن کړ ده په جواب کي وویل د هغې کورنۍ هندۍ ده.

ددې جنرال جواب دا ثابته کړه چي یوازي پاکستانی سیاستوال د شعوره او زهني حافظې محرومه نه دي بلکي واکدارن يي تر دوۍ ډېر ددې الهي نعمته بې برخي دي تر اوسه لا د هیوادونو په پالیسۍ او شخصي نظرونو په توپیر هم نه دي پوهېدلي چي د یو برحاله ولسمشر وینا د هغه شخصي نظر نه د هغه هیواد پالیسي بیانوي.

د ستونزي حل هغه وخت ممکن دی کله د ستونزي بنیاد معلوم وي یا معلوم کړل شي خو داسي ښکاري لکه څنګه چي پاکستان منصوعي او جعلي دي د وګړیو فکرونه يي هم مصنوعي او جعلي دي . د مصنوعي او جعلي فکرونو دا تمه هم نشي کیدلاي چي په معقوله توګه چي په هره سطحه وي د ژوند مسیر سم لور ته یوسي.

په هر صورت کي که پاکستان ترهګر تړي ځان او افغانستان به يي د یوه بحرانه ایستلۍ وي که يي ملاتړ ته همدا سي ادامه ورکوي ښاي د نړیوالو په ځانګړي توګه امریکا په فشارونو کي به يي اقتصادي وضعیت چي وار دمخه خراب دۍ نور هم خراب شي او په نظامي ځواک له پلوه به امریکا دې ته اړه شي چي افغان پوځ لا نور په عصري نظامي وسایلو تجهیز او منظم کړي او دا هغه څه دي چي افغانستان يي پر ترهګرو د بریا مهم اصل ګڼي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply