د عطا نور ستونزې! /سرلوڅ مرادزی

0 1,002

عطانور د بلخ پخواني والي خپلو تازه څرګندونو کې له ملګرو ملتو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادو غوښتي چې هېواد کې د وروستي سیاسی کړکیچ (ولایت مقام څخه د ځان لیري کېدو ته نوموړی د هېواد سیاسي کړکیچ نوم ورکوي!) په مخنیوي کې مرسته وکړي.

خو نوموړی هېروي یوازې څو ورځې مخکې يی ویلای ول چې ملګري ملتونه او نړیوال دې حکومت سره د ده په بغاوت کې بې پرې پاتې شي، اوس څنګه نړیوالو او ملګرو ملتونو ته وايي چې رامخته شي او د مرکزي حکومت او د ده ترمنځ دې د کړکیچ په حل کې ده سره مرسته وکړي!

ریښتیا يي ویلي، چې درواغجن حافظه نه لري!

نړیوال او ملګري ملتونه په افغانستان کې یوازې مرکزي حکومت په رسمیت پېژني، هر سمتي او قومي ټېکدار او لنډه غر سره د ملاتړ ژمنه نه لري. په دې اړه به کافي وي چې د امریکا په استازیتوب د زلمي خلیل زاد څرګندونه، عطا نور ته ورپه یاده کړو چې وايی«یییی قدرت نشاند باید خود را بشناسند و منافع ملی را زیی افغانستان وعده حمایت داده ایم و به وعده خود متعهد هستیم.»

خو کاشکې چې د عطا نور ستونزه یوه وای! نوموړی نه یوازې د مرکزي حکومت په وړاندې یاغي او باغي دی، بلکې ټولټال د نظام او د هېواد د اساسي قانون په وړاندې هم یاغي دي. عطا نور د افغانستان جغرافیه، تاریخ، کلتور، ملي بیرغ، ملي سرود، ملي نښان، ملي هویت، تابعیت او ملي ګټې هم نه مني او د دې ټولو په وړاندې هم یاغی دی.

ملګري ملتونه او نړیوال به د عطانور د کومې ستونزې په حل کې هغه سره مرسته وکړي!؟

اوس ښکاره ده، عطا نور ټول سنګرونه له لاسه ورکړي او باید مرکزي حکومت ته غاړه کیږدي! په داسې پریکړه کې يي هم عزت خوندي دی او هم ګټې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply