لېرې نه ده چې ولس تر برېښنايي تذکرو تېر شي

0 839

يو چې خبره څومره شاربل کېږي، هومره اوږدېږي، بل چې د افغانستان برېښنايي تذکرې څومره يادېږي، هومره ځنډېږي.
له کومې ورځې چې د دغو تذکرو خبره شوې، له هماغې ورځې يې پر سر جنجالونه پيل شوي دي او دغه جنجالونه اوس دومره زيات دي چې سره له دې چې جنجالونه ختم شوي، خو بيا هم پاتې دي.
دا ځل جنجالونه تر پخوا يو څه په توپير دي، هغه دا چې جنجاليان وايي، جنجال شته، خو نوم يې نه اخلي چې دا ځل څه جنجال دی.
لومړی خو نيم ولس د اسلام غم اخيستی و او داسې ورته ښکارېده چې که دوی ته په تذکره کې دين اسلام و نه ليکل شي؛ نو دوزخ ته به ځي او ايمان به يې خاورې کېږي.

هغه جنجال لا همداسې پاتې و چې ځينو بيا چيغې پورته کړې چې که په تذکره کې افغان و نه ليکل شي، خلک به فکر کوي چې د تذکرې خاوند د افغانستان نه دی.
دغه دوه جنجالونه چې هوارېدل، د قوم يادونه مهمه شوه چې بايد هر افغان ته د افغان او اسلام تر ليکلو وروسته د ده د قوم نوم هم ليکل شوی وي.
سمه ده، وروره، دا جنجال هم په ټېلو ټمبو حل شو.

يو وار مخکېنی ولسمشر حامد کرزی د تذکرو په جنجال کې ښه سپک شو، بيا اوسنی ولسمشر، بيا پارلمان پکې لکه د عرصات عاصي لوڅ اندامونه ولاړ و، د مشرانو جرګې يې بېرته پرده ورخوندې کړه او پرېکړه پرې وشوه چې نور نو د خير لاس پورته کول په کار دي، ځکه لومړۍ تذکره ولسمشر ته ورکول کېږي او بيا نو نر هغه دی چې اول د د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې ته ځان ورساوه.
خلکو سه‌‌شنبې ته ګوتې شمېرلې چې د ولسمشر د مصروفيتونو اوازې شوې او تذکرې بيا پاتې شوې.

پرون ډاکټر عبدالله ويلي چې ښه ده دغه تذکرې وځنډېږي، ځکه ځينې داسې افغانان شته چې نوې تذکرې يې خوښې نه دي.
نو که د څو نفرو فرمايشاتو ته غوږ نيول کېږي، بيا خو تر قيامته هم دا تذکرې نه‌شي وېشل کېدای.
د يوه يې رنګ نه دی خوښ، د بل يې ډيزاين بد اېسي، بل يې د ليکلو په ډول نيوکه لري، بل به څه او بل څه وايي.

که د دېرش ميليونه ولس د برخليک خبره وي او بيا هم حکومت د دېرشو لنډه‌غرو خولې ته ګوري، دا نو حکومت نه دی، د لنډه‌غرو بازيچه ده.
هغوی چې د افغان له نامه سره ستونزه لري، دا اوسنۍ تذکره چې يې په جېب کې ده، په دې کې افغان نه دی ليکل شوی؟
چې اساس قانون د دې خاورې انسان افغان بولي او دی په دغه برخه کې قانون نه مني، په کومو سترګو بيا د همدې قانون په اساس، خپل فرسوده نظر څرګندوي او د لاريون ګواښ کوي.

دا خلک فکر کوي چې په دې دېرش ميليونه ولس کې به يو سړی هم داسې پيدا نه‌شي چې دی تر ګرېوان را ونيسي چې ته مې په تذکره کې تش د افغان نوم ليکل نه‌شې زغملای، زه دې په دې جنتي وطن کې دا بوين، شډل او بې‌فايدې بدن څنګه وزغمم؟

په دغو تذکرو کې چې څومره هم خبرې کېږي، هومره پکې نورې را پيدا کېږي.
اوس نو کيسه هغه حالت ته رسېدلې ده چې ولس پر همدې زړو تذکرو شکر وباسي او اعلان وکړي چې موږ لس کاله نور هم همداسې پرپړې او زړې کتابجې په جېب کې ګرځوو، نه يې غواړو دا تذکرې.

حکومت بايد په دغه برخه کې لږ تر لږه خپل شتون او موجوديت خو ثابت کړي.
که دغه لړۍ تر دې لا زياته پسې ځنډول کېږي، هغومره به خلکو ته حکومت لا ډېر ناکاره او بې‌وسه ښکاري.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply